د ذهني ستړیا درملنه

یو ارواپوهـ ډاکټر د ذهني ستونزو، ستړیاو او بوجونو د موضووع په اړه د خپل صنف شاګردانو ته په داسې حال کې ورغی چې له اوبو ډک ګیلاس یې په لاس کې و، شاګردانو یې فکر کاوه د منفي او مثبت فکرونو د تشریح له پاره به د نیم تش ګیلاس بیلګه بیانوي او په دې تکراري بابولاله به مو له سرونو کدوګان وګرځوي، خو خبره د دوی د حدس پر خلاف خوندوره او ګټوره وه، نن سبا هر څوک لیږ او زیات د ذهني ستړیا او بوج په ستونره لتاړ دي، دا ستونزه که څه هم نن سبا وبا ګرځیدلې ده خو حل یې اسانه دی، او حل یې په هغه صورت کې اسانه دی چې له علمي لارو یې ولټوو نه د زیارتونو او ټګانو دمګریو په لاس. نو راځئ دا کیسه په دقت سره ولولئ او عملي یې کړئ.

ډاکټر صاحب ګیلاس شاګردانو ته پورته کړ او هغوی یې وپوښتل چې دا ګیلاس څومره وزن لري؟ هغوی هر چا له خپلو اټکلونو سره سم د ګیلاس وزن د 100 او 300 ګرامه شاوخوا ورته وښود، ارواپوهـ ډاکټر صاحب زیاته کړه: خبره د ګیلاس له وزن سره دومره زیاته اړیکه نه لري اصلاً خبره د هغه وخت له څومره والي سره تړاو لري څومره موده چې موږ دا ګیلاس په لاس کې نیولی وي، د مثال په توګه که دا ګیلاس یوه دقیقه په لاس کې ونیسو ستونزه او مشکل نشته، که یې یو ساعت په لاس کې ونیسو لاس مو ستړی کوي او دردوي او که پوره ورځ یې په لاس کې ونیسو نو لاس به مو لکه فلج داسې وګرځي.

ډاکټر صاحب زیاته کړه: دلته د ګیلاس په وزن کې مشکل نشته، د یوې دقیقي نیولو، یو ساعت او پوره ورځ؛ ټولو حالاتو کې د ګیلاس هماغه یو وزن و، زموږ د لاس په لیږ او ډېر درد کې د ګیلاس وزن اغیز نه ده کړی بلکي اصلي مشکل په هغه وخت پوري تړلی څومره چې هغه زیاتیده هغومره یې بوج، ستړیا او دردونه زیاتول، ډاکټر صاحب د ګیلاس د بیلګي له روښانه کولو او سپړلو وروسته د کار خبري ته ځان ورساوه، شاګردانو ته يې کړه چې د کار خبره یې د زړه په غوږونو واورئ او د کار خبره یې لاندې ده.

د ژوند غمونه، اندېښنې او ستونزي کټمټ لکه همدا ګیلاس داسې دي، که په اړه یې لیږ فکر وکړې ستونزه نشته خیر او خیرت به وي، که په اړه یې سوچ او فکر زیات کړې نو د فکر او سوچ د ماشین (ذهن) په ستړي کولو او دردولو به پیل وکړي، او که ټوله ورځ د ژوند د ستونزو او غمونو په اړه سوچونه او فکرونه کوې د فکر ماشین (ذهن) به دي د ډېر چلاو او حرکت لامله لکه فلج او شل داسې شي او له کاره به ولویږي، نو دا د غمونو او دردونو ډک ګیلاس کیږده او له ژونده خوند واخله، او که هر وخت په دې فکر بوخت وئ نو د ذهني ستړیا او بوج دردونه به مو کړوي او د حل له پاره به یې د وطني علاجونو په لټه کې وئ.

لیکوال: حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب