د دعوت پړاوونه | ۲ سیرت النبي

په ښکاره بلنه

د ښکاره بلنې لومړنی امر:

په دې هکله لومړی دا مبارک ایت نازل شو چې فرمایې:

(وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ ) 214

ترجمه:نژدې خپلوان دې وویروه.

د شعراء په مبارک سورت کې لومړی دحضرت موسی علیه السلام کیسه په بشپړه ډول بيان شوې ده ،له پیغمبرۍ څخه پیل تر د بنی اسرائیلو سره یو ځای هجرت له فرعون څخه خلاصون ،د فرعون د لښکر غرقیدل، د دعوت هغه ټولې مرحلې چې موسی علیه السلام ورسره د فرعون او د هغه د ټولی له لوری ور سره مخ شوی په پوره توګه په ګوته شوې ترڅو نبی صلی الله علیه وسلم او د ده ملګری پوه شی چې د دعوت په ښکاره او عام کولو سره به دوی دکومو ستونزو سره مخ کیږی هغه ستونزو ته تیارۍ ولری.

له بلې خوا په دې سورت کې هغه قومونو خوا ته اشاره شوې ده چې خپل پیغمبران یې دروغجن ګڼلی دی لکه د نوح علیه السلام قوم ،عادیان ،ثمودیان ،د ابراهیم علیه السلام قوم ، د لوط علیه السلام قوم د ایکه ملګری او د فرعون او ملګرو او قوم يې بد عاقبت هم ښوول شوی دی ترڅو د پیغمبرانو دروغ ګڼونکی په دې پوه شی چې که د نبی علیه السلام تکذیب وکړي له کومو بدو پیښو سره به مخ کیږي، اوهم مسلمانان باید ډاډه وي چې بری یوازې د دوی په برخه دی نه د سرغړوونکو.[irp][irp][irp]

دخپلوانو بلل:

your ads

نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دې مبارک ایت له نزول سره سم بنی هاشم را وغوښتل ،دوی ټول د بنی المطلب بن عبد مناف له ځینو غړو سره چې ټوله شمیره یې ۴۵ سړیو ته رسیده را ټول شول ابولهب د خبرې نوبت واخیست او ویې ویل:دا ستا ترونه او د ترو زامن دي خبره دې کوه ناپوهی پریږده.

په دې باید پوه شئ چې ستا خپلوان له ټول عربو سره د مقابلې توان نه لري که ته دا کار پرې نږدې نو دوی به ټول زمونږ مقابلې ته راووزي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په دې مجلس کې چپ پاتې شو او هیڅ یې ونه ویل ،دویم ځل یې بیا را وغوښتل او ویې فرمایل: دلوی الله جل جلاله حمد او ثناء وایم ،کومک له ده غواړم په الله جل جلاله  مې ایمان او پوره توکل دی،شهادت ورکوم چې الله جل جلاله یوازینی طاقت دی هیڅ شریک نه لري .

بیا یې وفرمایل : د یوه قوم لارښوونکی خپل قوم ته دروغ نه وایې زما د په هغه الله جل جلاله سوګند وي چې یو او بې شریکه دی چې زه تاسې ته او ټولو وګړو ته استازی را لیږل شوی یم، سوګند مې دې په الله جل جلاله وي چې تاسې به داسې مړه شی لکه څنګه مو چې خوب وړي او بیا به داسې را ژوندی کیږی لکه څنګه چې د خوب نه را پورته کیږئ او بیا به د خپلو کړو پوښتنه در څخه کیږي، یا به تل پاتې جنت ته ځۍ او یا به دا ئمی اور ته ځۍ.

ابوطالب وویل: د دې پوښتنه مه کوه چې مونږ ستا له ملاتړ سره څومره مینه لرو او څومره مو خوښیږي مونږ به ستا ملاتړ کوو ډاډه اوسه او د څه امر چې درته شوی پوره ملا ورته وتړه.

سوګند په الله زه به ستا ملاتړ کوم خو په خپله دا نه شم کولای چې د عبدالمطلب دین پریږدم او ستا دین ومنم.

بیا ابولهب وویل: سوګند په الله چې دا بدی ده پخوا له دې چې نور خلک لاس ور وړاندې کړی تاسې یې لاس ونیسۍ او له دې کارونو څخه یې منع کړۍ، ابوطالب په ځواب کې وویل چې نه سوګند په الله ترڅو چې مونږ کې ساه وي له ده به ملاتړ کوو.

د صفا غونډۍ په سر:

کله چه نبی صلی الله علیه وسلم د ابوطالب له ملاتړ څخه د الله جل جلاله د دین تبلیغ په لاره کې باوری شو نو د صفا غونډۍ ته پورته شو او چیغې یې کړې : وای سبا ، وای سبا.

عربانو دا عادت وو چې چا به خپل قوم له کوم مهم کار نه خبرولو نو د غونډۍ سر ته به وخوت او په دې ډول به یې غږونه کول.

د قريشو ټول خیلونه ورته را ټول شول، نبی صلی الله علیه وسلم بلنه ورکړه چې د الله جل جلاله یووالی او د ده پیغمبری ومني.

امام بخاری د ابن عباس رضی الله عنه څخه د کیسې یوه برخه داسې نقلوی: کله چې((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ ) 214 ایت نازل شو رسول الله صلی الله علیه وسلم دصفا غونډۍ ته پورته شو او غږونه یې وکړل ای د بنی فهرای د بنی عدی او ای د قریشو ټولو خیلونو! ټول قریش را ټول شول ان تر دې که څوک په خپله دکوم مهم کار له وجې نه شوای تلای نماینده یې ولیږه تر څو وګوری څه خبره ده؟

نبی صلی الله عیله وسلم وفرمایل: که زه تاسې ته ووایم چې دمکې د غرونو تر شاه یو لوی لښکر په تاسې حمله کوونکی را روان دی تاسې به یې ومنۍ؟

ټولو وویل: هو مونږ یې منو ځکه مونږ له تاڅخه بې له رښتیا بل څه نه دی لیدلی، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه تاسې له یو یقینی را تلونکی عذاب څخه ډاروم، ابولهب وویل: ټوله ورځ دې خرابه شه همدې خبرې ته دې را ټول کړی وو؟

لوی الله جل جلاله دا مبارک ایتونه نازل کړل (تبت یدا ابی لهب ) ترجمه: دابی لهب دواړه لاسونه دخراب شی .

او امام مسلم صاحب دهمدې کیسې اړخ له ابوهریرة رضی الله عنه داسې نقلوی (((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ ))

ایت نازل شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم عامې او خاصې چیغې وکړې او ویې فرمایل: ای قریشو له اوره ځان  وساتۍ، ای دکعب اولادې له اور څخه ځانونه وژغورۍ! اې د محمد لورې فاطمې ! له اور نه ځانونه وژغوری سوګند په الله جل جلاله چې زه تاسې له الله جل جلاله څخه نه شم ژغورلی .

دا لوړ غږ دبلنې لوړه څوکه وه چې نبی صلی الله عیله وسلم خپلو ډیرو نژدې ملګرو ته ډانګ پیله وکړه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب