د دعا اغېز -د ختیځ فاتح قیبه بن مسلم کیسه

د اسلامي لښکرو ستر او وتلی قومندان د ختیځ فاتح قیبه بن مسلم د فتوحاتو او بریاو وتلی تاریخي ستوری دی ، ویل کیږي په یوه جګړه کې د دښمن وګړي پرې زیات شول اوفکر یې وکړ چې دی اولښکر یې د دښمن په سخت حصار کې بند دي ، په دې سخت حالت کې یې د لښکر مشران او سرګروپان د مشورې له پاره راټول کړل ، څو له دې محاصره حالت نه د خپل لښکر د خوندې ایستلو په اړه سلا مشوره وکړي ، دوی په دې مشورو بوخت وو ، د خلاصون د مختلفو لارو د سنجولو په ترڅ کې قتیبه داهم وویل: له ستونزو او محاصرو نه د روغ وتلو یوه مهمه لاره خدای ته زارۍ او رجوع کول دي ، هغه ذات په هرڅه قادر او هغه رښتینی نجات ورکوونکی دی.

قومندان وویل: زموږ یو ډېر متقي او صالح مجاهد ملګری محمد بن واسع راوغواړﺉ چې هغه خدای ته عاجزي او دعا وکړې څو مو لوی څښتن له دې حالت نه روغ اوباسې ، خلکو د محمد بن واسع پلټنه پیل کړه چې د دعا له پاره یې راوغواړې، خو هغه په یوه غلې ځای کې ناست و ، ګوته یې اسمان ته نیولي وه او په ډېره عاجزي یې دعا کوله ، خلک بیرته قومندان ته ورغلل او د محمد بن واسع حالت او کیفیت یې ورته بیان کړ ، قومندان ډېر زیات خوشاله شو او زیاته یې کړه: تاسو ته د بریالیتوب زیرۍ درکوم ، په خدای قسم د اسمان لور ته د محمد بن واسع غځیدلې ګوته په ماباندې له سل زره لغړو تورو او همدومره تیرو نیزو نه ډېره ګرانه ده ، أبشروا فقد نصرتم والله، لهذه الاصبع أحب الي من مئة الف سيف شهير وسنان طرير. او همداسې وشول د قتیبه لښکرو بریالیتوب ترلاسه کړ .

په دې کې شک نشته چې د محمد بن واسع په څیر اسمان ته غځیدلې ګوتې نن کمې دي . او اسلامي امت نن داسې ګوتوته تربل هروخت زیاته اړتیا لرې .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب