د درد درمل د انساني بدن حس او د خوښيو احساس کمزوری کوي

خلک وايي، چې روغ صحت نيمه پاچاهي ده، مګر انسان، چې ناروغ شي، ډېر وخت د بيا ښه کېدو په تمه په خپله، يا د ناپوهه ډاکټر په خوله داسې درمل خوري، چې د خير پر ځای يې شر زيات وي.
په نوو طبي څېړنو کې ويل شوي، چې د ډاکټر له مشورې پرته د درد درمل کارول د انساني بدن د مدافعت قوت کمزوری کوي او تر څنګ يې انسان په ذهني پرېشانۍ اخته کېږي او خوشحالي يې له ذهنه کډه کوي.

امريکاي طبي کارپوهانو په خپلو نوو څېړنو کې ويلي، چې د درد درمل، په ځانګړې توګه ګوليو کې داسې خطرناک مواد موجود دي، چې انسان کې د حس قوت کمزوری کوي او دا مواد په پيناډول، ټالينول، اين سيډ په ګډون د درد شپږ سوو ډوله درملو کې موجود دي.

د امريکا اوهايو ايالت طبي پوهنتون پروفيسر جيفري ډورسوکا د خپل تحقيق په پايله کې ويلي، چې د درد درمل خو په ظاهر دردونه ختموي، مګر بدن کې د حس حجرات هم له منځه وړي.

په څېړنه کې د پوهنتونو په اتيا محصلينو تحقيق شوی، چې زر ملي ګرامه د درد ګولۍ يې خوړلي، د هغو کسانو په پرتله ډېر اندېښمن ښکاري، چې د درد ګولۍ نه خوري.

هغه کسان، چې د درد ګولۍ خوري اندېښمن، پرېشانه او خاموشه ښکاري او هغه کسان، چې د درد ګوليو له خوړو ځان ساتي، د حس قوت پياوړی وي او د ژوند له خوښيو خوند اخلي.

ډاکټران وايي، چې د درد درمل په پرله پسې توګه بايد له پنځو ورځو زيات ونه خوړل شي او د درد ګوليو په ګډون هېڅ ډول دوا بايد د ډاکټر له مشورې پرته ونه کارول شي.

ډاکټران وايي، چې د درد درمل د خوښيو او انساني حس د کمزوري کولو تر څنګ پر بډوډو هم ناوړه اغېز کوي او د وخت په تېرېدو يې فعاليتونه کمزوري کيږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب