د دجال او دجالیت

دجال به په داسې حال کې د خلکو منځ ته راځي چې د هغه د راتګ لپاره به لا له وړاندې یهودیانو(( د یهودو نړیوال سازمان یا فریمیسن همدغه دنده په غاړه لري)) او د یهودو لاسپوڅو لاره برابره کړي وي.
که نن ورځ له مسلمانو ځوانانو او مشرانو، نارینه ؤ او ښځینه ؤ څخه پوښتنه وکړې چې دجال یعني څوک؟ نو په سلو کې ۷۰% بلکې تر دې سلنې هم زیات ځوانان یې په اړه کافي څه چې معمولي یا عادي او لومړني معلومات په یاد نه لري؛ همدا چې واعظان او خطیبان مو د یو بل په تکفیر لګیا دي او یا یې له ځانونو کیسه ویونکي جوړ کړي د یوسف او زلیخا له واقعې یې د عشق داستان جوړ کړی بس عام مسلمانان پرې مصروف ساتي، په ممبرونو یې د دجال تذکره پرېښې ده(( هدف مې ټول علماء نه دي)) نو په خلکو کې به د دجال په اړه پوهاوې څنګه پیدا او عام شي؟ شاید یو څوک ووایي چې دجال کله راوځي؟ نو دا خو کیدای شي زیات وخت په منځ کې تېر شي، نو بیا څه وجه ده چې په خلکو کې ویره خپروئ؟

دغه اعتراض کیږي او شوی هم دی، زه به د دوی په ځواب کې په مختصر ډول ووایم چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څوارلس نیم سوه کاله مخکې یادؤنه کوله، نو ومنه چې د دجال په اړه پوهاوې څومره مهم دی.دویم دا چې: اصل هدف د دجال خپله موجودیت نه، بلکې دادی چې خلک دجالیت و پیژني، د دجال فتنې وپیژني، دجال خو خپل کار د خپل راتګ نه مخکې کوي او کړی یې هم دی، بلکې که ووایم چې د دجال ۷۰% کارونه ترسره شوي یا لګیا دي ترسره کیږي او دا پاتې ۳۰% به هغه د خپل راتګ نه وروسته ترسره کوي ((د ځینو روایاتو په اساس د دجال ټوله دوره به ۴۰ ورځې وي)) نو له حقیقته به لرې نه وي. اوس مهمه داده چې دجالي فتنې وپیژنو، موږ به یا دجال ووینو یانه، تر موږ مخکې مسلمانانو هم دجال و نه لېده خو د دجال په اړه ډېر محتاط ول حال دا چې هغه وخت دجالي فتنې د نن ورځې په نسبت بیخي کمې او کمزورې وې، خو چېرته داسې نه شي چې د دجال له راتګ نه وړاندې موږ د دجال په فتنو کې اخته او په همدې حال کې راته مرګ راشي؛ په دې پوهیدل په کار دي چې سودي کاروبار، فحشا، د کفارو مرسته او غلامي، ولو که په هر نوم او هر ډول وي، د اسلام، اسلامي شعایرو، اسلامي حدودو، اسلامي فکر او اسلامي مرکزونو یا شخصیتونو په دښمنۍ کې ودرېدل، په رسنیو کې ساز سرود نشرول چې دا د شیطاني موسیقۍ ترویج دی، په اسلامي مقدساتو ملنډې وهل، ګلو بلایزیشن، ډیموکراسي او ډیموکراتیک فکرونه، حرام کاروبار، د مسلمانانو په ذلت خوښي کول، د مسلمانانو په منځ کې نفاق، غربي فکر یا تغریبیت، بد بیني، تعصب، جهالت او… خپرول،ډمتوب… لنډه دا چې دا او دې ته ورته زرګونه بلکې لکونه داسې فتنې دي چې هغه ښکاره شوي دي، که څوک د دغو فتنو څخه په یوه فتنه کې هم اخته وي، نو دی د دجال په فتنه کې را ایسار او د ایمان خطره یي بیخي زیاته ده.

ای کاش! چې زموږ واعظانو او خطیبانو لږ دا مسلمانان پوهولی او دا راز یې ورته ویلی چي امریکا، ناټو او متحدین یې د تروریزم تر نامه لاندې هغه دجالي جګړه او مشن پرمخ وړي چې فقط او فقط د اسلام او اسلامي قوتونو د کمزورۍ او د له منځه وړلو په موخه پیل شوې ده نو اوس به حالت لږ بدل ؤ، که چېرته یو څوک د امریکا او اروپا په تبلیغاتو تیروتی وي، یا یې د امریکا او اروپا تبلیغاتو فکر داسې ور خوسا کړی وي، چې لکه د یهودو په څېر اسلامي فکر ته تروریزم وایي، امریکایان خپل ناجیان ګڼي او ډیموکراسي یا ډمتوب کراسي د خلکو د ستونزو د حل مؤثر نظام ګڼي، نو دوی خو د دجال په معاونیت او همکارۍ کې سم مخلصین دي، دوی به لا څنګه د ایمان دعوه کوي او یو څوک به د ایمان سره سره څنګه د دې خلکو په پروپاګند غولیږي؟؟ دا هر څه په واضح ډول په احادیثو کې بیان شوي او هغه څوک چې د دجال پلویان دي، نښې یې څرګندې دي، په هم دې هیله چې اسلامي فکر لرونکي مبارزین دې مهم لوري ته هم خپله توجه واړوي، علماء او خطیبان مو د دجال په هکله د عوامو پوهولو ته د یو مهم مسؤلیت په سترګه وګوري، که داسي و نه شي، نو بیا خو به ډېر مسلمانان د دجال د فتنې ښکار شي، الله پاک دې ټول مسلمانان د دغې لویې فتنې څخه په امن کې وساتي.

اللهم آمین

ابو یاسر افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب