د خیټې ګیس؛ لاملونه او د حل لارې

د خیټې ګیس یو له هغو ناروغیو څخه دی چې انسان له یو شمیر نورو خنډونو سره مخ کوي او د انسان خیټه له اندازې زیاته غټه ښيي. په عمومي ډول دغه حالت په وړو کولمو کې د ګیس جمع کیدو له امله رامنځ ته کیږي. د خیټې ګیس د خیټې مختلفو برخو کې درد، ارګمی، باد، د ملا لاندینۍ برخې درد، د نفس تنګیدل او حتی اسهال لامل ګرځي.

د خیټې د ګیس لاملونه

د هاضمې د جهاز ټپونه

د اشتها نشتوالی

سګریټ څښل

د تشو بولو ساتل

د هوا د لارې بندوالی

قبضیت

له اندازې زیات خوړل

هاضمې خرابوالی

د کولمو ځینې ناروغۍ

د خیټې ګیس له منځه وړلو طبیعي لارې

بادیان: په دغه خواړه کې شته مواد د حجراتو له بندیدو څخه مخنیوی کوي. دغه خواړه د ګیس او باد له منځه وړوونکي خواص لرلو سره د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي او جمع شوی ګیس له منځه وړي.

ځیره: ځیره هم د پادیان په څیر د ګیس له منځه وړلو پیاوړی خاصیت لري. ځیره هم د هاضمې سیسټم فعالولو سره انسان ته د ارامتیا احساس ورکوي. له دې سربیره د درد له منځه وړوونکی خاصیت هم لري. له خواړه خوړلو څخه وروسته یوه اندازه ځیره ژوول مو د هاضمې له ستونزو څخه خلاصوي. تاسې د ځیرې چای هم جوړولی شئ. یو اندازه ځیره په ګرمو اوبو کې واچوئ او د څو دقیقو لپاره يي وایشوئ.

زنجبیل: زنجبیل د خپل بې ساری روغتیايي ګټو له امله ځانګړی شهرت لري. په زنجبیلو کې شته مواد د کولمو پړسوب له منځه وړلو سره د هاضمې ستونزې له منځه وړي. تاسې کولی شئ د زنجبیلو چای جوړ کړئ او یا هم له خواړه خوړلو څخه وړاندې یوه کاچوغه زنجبیل وخورئ.

نعنا: نعنا هم د هاضمې ستونزې له منځه وړلو سره د خیټې ګیس په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. نعنا د هضم شوي خواړه او ګیس په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. کولی شئ د خیټې د ګیس له منځه وړلو لپاره د نعنا پاڼې وژوئ. همداراز د خیټې ګیس او باد له منځه وړلو لپاره کولی شئ د ورځې درې ځلي د نعنا چای وڅښئ.

کیله: کیله زیاته اندازه فایبر نومې مواد لري کوم چې د خواړه په هضم او په کولمو کې يي انتقال اسانوي. کیله زیاته اندازه پوتاشیم هم لري کوم چې د باد او ګیس په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. کله چې په خیټه کې مو ګیس جمع شوی وي نو د کیلې خوړل مه هیروئ.

کدو: دغه خواړه د فایبر، پوتاشیم او ویټامین اې غوره منبع ده. دغه مواد د خوړو په هضم کې مرسته کوي، د کولمو حرکت پیاوړی کوي او د خیټې ګیس او باد له منځه وړي. د خیټې ګیس څخه خلاصون لپاره خپل ورځنۍ خواړه کې د یو ګیلاس په اندازه کدو زیاته کړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب