د خپلو مېرمنو ترمنځ برابري کول
دا برابري په شپو تېرولو، جامه، استوګنځی او داسې نورو لازمو اړتیاوو پوره کولو کې لازمه ده، په کوروالي ښكلولو یا داسې نورو کې لازمه نه ده، ځکه هغه د انسان تر نفسي غوښتنې پورې تړاو لري، د انسان په اختیار کې نه وي.
او که یوې ښځې سره تر بلې ډېره مینه وه دا کومه ستونزه نلري، خو کوښښ دې وکړي، چې هغه ښځه چې مینه ورسره لږ ده د مینې پر کمښت پوهه نکړي ترڅو ناهیلې نشې.
که یوه ښځه د شپې تېرولو وار بلې ښځې ته وروبښي نو کومه ستونزه نشته مېړه کولی، چې د هغې پرځای هم دغې سره شپه تېره کړي.
سرچینې: کتب الأحادیث کلها في باب القسم، الموسوعة الفقهية، الفقه الإسلامي و أدلته.
لیکنه: مفتي نقيب احمد حمیدي