
١: خټکی د ویټامین A درلودونکی دی، چي د بدن د حجرو په ترمیم او نوښت کي اړین رول لري. ٢: خټکی د ادرار راوړلو او پتاشیم په لرلو سره د پښتورګو او مثانې د ډبرو په ناروغیو کي ګټور تمامېږي. ٣: خټکی په ډېره اندازه د A,D,C ویټامینو او سلولز درلودونکی دی. ٤: خټکی د ښځو د شېدو د زیاتوالي لامل ګرځي. ٥: خټکی د کمخونه ناروغانو لپاره ګټور دی. ٦: خټکی د قبضیت د درملني لپاره هم وړاندي کېږي. ٧: خټکی د پوستکي رنګ روښانکوي او د دايمي تندي (تږي) د درملني سبب ګرځي. ٨: خټکی د غذا په هضم کي مرسته کوي او د سوی هاضمې په کمولو کي رول لري. ٩: خټکی د زیاتو اوبو په درلودلو سره، قندي مواد په وینه کي ژر جذبوي، په نتیجه کي خستګي او ستوماني له منځه وړي. ١٠: خټکی د قندي او معدني موادو په منځ کي د ځانګرو انزایمونو درلودونکی دی، د هاضمي سرعت زیاتوي په کوچنیانو کي اشتها او فزیکي فعالیت زیاتوي او د بدن د حجراتو د ودي سبب ګرځي.
خټکی د ویټامین A درلودونکی دی