د خټکي روغتیایي ګټې

خټکي ته د حکمت په کتابچو کې کوکومېس مېلو (cucumis melo) نوم کارول کېږي.
په خټکي کې شکر ، تانبه ، فاسفورس ، فولاد وټامن اى بي۱ بي۲ او وټامن سي موجود دي.
خټکى له مزاجه يخ ده هغه څوك چې ګرمي يا جل وهلى وي خټکى بايد ډېر وخوري.
هغه مېرمنې چې ماشوم ته شودې ورکوي ، د خټکي خوراک ورته ډېر ګټور دي.

د خټکي زړي هم ډېر ګټور دي.
جسماني ، او دماغي کمزورۍ لپاره د خټکي خوراک ضروري دی.
د جګر سوزش لپاره د دې زېړي ناروغ ته ډېر ګټور دی.
د ګردې د درد لپاره ؛ د خټکي پوست وچ کړئ او بيا لس ګرامه په ۲۵۰۰ملي ليټره اوبو کې  جوش کړئ، له چاڼ کولو پس دغه اوبه نيمې سهار نيمې ماښام وڅښئ ، د يوې هفتې تکرار سره به درد ختم شي او چرک يا خيرى به هم پاک شي.
يادونه:ـ  د خټکي خوراک له ډوډوۍ مخکې او سمدستي وروسته مه کوئ.
د خټکي له خوراک څخه مخکې او سمدستي وروسته شودې هم مه څښئ.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب