د خوشحال په اشعارو کې د کم ذاتو یادونه

کم ذات خلک چاته ویل کیږی؟ 

د خوشحال بابا د اشعارو او  بیتونو پر بنسټ ویلی شو، چې کم ذاته خلک وفا، اصل، حیا، شرم، صداقت، رښتینولي… نه لري. همدا راز د خان بابا له شعرونو څرګندېږي، چې د کم ذاتو خلکو تربیت او روزنه له امکان څخه وتلې ښکاري لکه د لېوه بچوڼی که هرڅو په کور کې وروزل شي؛ خو بیا به هم همغه لېوه وي. کم ذات کس ته بخښنه او بخشش په کار ندی، ځکه کم ذات کس له بخښنې سره لا بد شي چې دا د کم اصله شخص یوه ځانګړنه ده؛ د داسې کسانو پېژندل او د هغوی له شر او ضرر څخه د ځان او ټولنې ساتل په کار دي..

د څېړنې شاليد:

که څه هم په دې اړه د پښتو د منځنۍ دورې  ځينو شاعرانو لکه عبدالقادر خان خټک، پیرمحمد کاکړ، دولت لواڼي خوشحال خان خټک… د کم ذاتو خلکو غندنه او له هغوی څخه ځان ژغورنه په خپل اشعارو کې بیان کړې ده، خو په ځانګړي ډول تر یوه عنوان لاندې چا ورباندې کار نه دی کړی.

د څېړنې موخه:

د کم ذاته خلکو پېژندنه او د هغوی د ضررڅخه د ځان او ټولنې ژغورنه.

د څېړنې مېتود:

هر څېړنه یو ځانګړی مېتود لري په همدې اساس موږ د خپلې څېړنې لپاره له کتابتوني مېتود څخه کار اخیستی.

د څېړنې ارزښت: خوشحال بابا د پښتو ادب څو اړخیزه شخصیت دی که د هر پلوه مطالعه شي بیا به هم ورباندې پوره کار نه وي شوی، موږ یوازې د خوشحال په اشعارو کې د کمذاتو پېژندنه را اخلو، ځکه چې زموږ د ټولنې وګړي د داسې کسانو دې مکر او فریب څخه ځان وساتي.

د خوشحال په اشعارو کې د کمذات یادونه

د دې ترڅنګ چې زموږ په پخوانیو او اوسنیو ادبیاتو کې د کمذات یادونه شوې زموږ د ادبیاتو تر ټولو غني برخه (فولکلوریکو) ادبیاتو کې هم د کمذات یادونه په وار وار شوې او دغه کسان یې غندلي او نورو ته یې د دوی خصلتونه بیان کړي دي. د بېلګې په ډول لاندې دري متل راوړو:

اصل کند وفا، کم اصل کند خطا. (۲۹:۱)

مادي شیان یو ټاکلی قېمت لري؛ خو معنوي څېزونه هغه څه دي، چې سړی ورته کوم ټاکلی قېمت نشي ټاکلی لکه پښتانه چې وایي:

اصل بها نه لري. (۲۰:۱۰)

همدا رنګه د اصل او کم اصل په هکله زموږ د فولکلوریکو ادبیاتو د نظم په برخه کې لنډۍ د بېلګې په ډول راړولی شو.

اصل نسب که په کار نه وای
زاغ په پیسه باز به په زر نه خرڅېدنه.(۹:۶)

یاري د سیال سړي مزه کا
ما د کم اصلو یاري کړه وشرمېدمه

یاري د سیال سړي په کار ده
کم اصله یار په یارۍ بل وشرموینه

یاري د سیال سړي مزه کړي
کم اصل یار که شهزاده وي ورک دې وینه.(۴۸۶:۶)

زموږ په فولکلوریکو ادبیاتو کې داسې بېلګې ډيرې زیاتې دي؛ خو موږ څو لنډۍ او متلونه د بیلګې په توګه راواخیستل، خوشحال بابا هم د خپلې زمانې په اوږدو کې د ډول ډول کسانو سره ژوند کړی دی.

په دې اړه یې ښه تجربه تر لاسه کړې ده، ځکه  یې په  خپلو اشعارو کې د کمذاتو څخه سر ټکولی او د دوی خصلتونه یې بیان کړي دي. اوس به راشو د خوشحال بابا هغو اشعارو ته به تم شو، چي په هغو کې یې کمذات او کم اصل شخص ته اشاره کړي وي.

اصیل به شرم حیا وفا لري
اصیل یې وګڼه هغه چې دا لري

که شهزاده وي چې دا یې نه وي
اصیل یې مه ګڼه یوه بلا لري.(۲۰۹:۲)

که د خوشحال بابا دغو بیتونو ته ځير شو، زموږ پورتنۍ خبرې ثابتوي او دخوشحال بابا موخه له دې شعر څخه داده چې اصل، اصل دی، ځکه د اصل شخص یوه ځانګړنه داده، چې تل د شرم او حیا څخه ډګ وي هیڅکله داسې کار نه کوي چې اصلیت ته یې کوم زیان ورسېږي، له همدې امله خوشحال بابا وايي، چې که کم اصل او کمذاته سړی شهزاده یا هم د هر څومره لوړ مقام خاوند وي بیا هم کمذاته دی؛ خو که چیرې کوم شخص حیا او شرم ولري او دنیوي کوم مقام او منصب ونه لري بیا هم اصل دی ځکه چې هغه شخص شرم او حیا لري چې دا د خوشحال بابا په اند د اصل شخص غوره ځانګړنه ده.

دغه راز د خوشحال بابا په لاندې شعر کې داسې ټکو ته اشاره شوې:

ځای او مسکن د ده کارګه ګلشن نشي
کم ذات سړی دې د جاه څښتن نشي

حسن هغه دی، چـــې اصل ذات لري
د سپاندې ګل به ګل د سمن نشي.(۲۷۷:۲)

په پورتني بیتونو کې بیا هم خوشحال بابا د کم ذاتو یادونه کړې او موخه یې داده، چې کم ذات شخص باید هېڅ کله د مقام او منصب څښتن نشي. د یو شی حسن او ښکلا د هغه په اصل او جوهر کې ده نه د هغې په ظاهري بڼه او شکل کې. لکه د سپاندې ګل چې د سمن د ګل سره په رنګ کې یو ډول سپین دی؛ خو په خوشبویې کې هېڅ کله د تشبیه وړ نه دی ځکه سپانده هېڅ ډول ښه بوی نه لري او سمن ډېر ښه او په زړه پورې بوی لري. موخه ترې داده، چې انسان باید د یو چا په ظاهري بڼه تېر نه وزي بلکې اصل یې و پېژني. خوشحال بابا وایي:

چې ذات یې بد وي اصل نا پاک لري
ګنده په فعل ګنده په ژواک لري

زاغ و زغن ګوره بلبل طوطي ګوره
خپل خپل پرواز خپل خپل خوراک لري.(۲۲۹:۲)

چې نه یې ننګ نه یې فرهنګ وي
نه یې ښه اصل نه یې ښه رنګ وي

زر د په تورو خاورو کې پټ شي
ژوندون یې مه وه چې ځایې پرې تنګ وي.(۲۳۱:۲)

خوشحال بابا وایي د هغه چا چې ذات بد وي د ژوند په ټولو چارو کې بدې کړنې تر سره کوي ننګ، غیرت، حلال، حرام او د ټولو ټولنیزو اصولو او ارزښتونو خلاف خپلې کړنې تر سره کوي، چې دداسې کسانو د ژوند څخه مرګ بهتره وي تر څو ټولنه یې د شر څخه په امن وي.

چې مور یې ښه وي بابا یې ښه وي
بد به یې زویه لوڼه په څه وي

چې اصل بد لري بد به ولد لـــــــري
قچر به هېچرې بې فتنې نه وي.(۲۳۸:۲)

د خوشحال بابا په دې بیتونو کې د شخص د مور او پلار اصلیت او یا هم ښه والي ته اشاره شوئ، خوشحال بابا په دې اند دی که چیرې د سړي مور او پلار ښه وي یاني د هغو اولاد هغه که لور وي او یا هم که زوی په هیڅ صورت بد نشي کیدای؛ خو بیا دویم بیت کې وايي چې د بد سړی ولد بد دی.

عفوه کرم د په هر چا عام نه وي
په کس ناکس د دا کار مدام نه وي

کس چې خطا وکا باندې عطا بویه
ناکس لا بد شي چې انتقام نه وي.(۲۷۴:۲)

پورته بیتونو کې خوشحال بابا هغو اشخاصو ته اشاره کړې، چې په بخشش او بښنې سره لا بد شي، چې د خوشحال بابا په اند دا د یو کم اصله شخص ځانګړنه ده، که چیرې کوم شخص د کوم بد او یا هم ناوړه کار په مقابل کې بد شخص ته بښنه وکړي هغه شخص نور هم پسې بد شي او هیڅکله یې دا نه وي په یاد چې هغه شخص زما د بد کار په مقابل کې ماته بښنه وکړه؛ نو له همدې امله خوشحال بابا وايي چې په دې صورت کې بد شخص نور هم پسې بد شي چې داسې کسانو ته بښنه نه ده په کار.

ناکس هغه دی چې اصل بد لري
د نېکخواهانو نصحت رد لري

د حق دارانو د حق پروا نه کا
آدم ليده شي خصلیت د دد لري.(۲۹۸:۲)

موږ تل دا تجربه کړې، چې کله کوم نا اهل شخص ته د نیکو لارښوونه وکړو د پسخند په سترګه ورته ګوري، او خوشحال بابا هم په دې اند چې کم اصل او هغه شخص چې بد اصل لري که هر څومره د نیکو مشورې او لارښوونې ورته وکړې بیا هم کم اصل دی او هیڅکله به ستاسو نیکو لارښوونو ته په درنه سترګه ونه ګوري او یو ډول پسخند ورته ښکاري، حال دا چې اصل سړی تل د هر چا نیکې مشورې او لارښوونې په پام کې نیسې او د ژوند د بریاوو راز یې ګڼي.

وفا به هېچرې له کمذاته نه مومې
که همه عمر په زړه د ده درومې

ټپوس به زاغ نشي زاغ به طوطي نه شي
په تربیت یې که بوعلي مومې.(۳۱۰:۲)

د خوشحال بابا په اند وفا کول د اصلو خلکو کار دی او هغه شخص او اشخاص چې کمذاته او کم اصله وي هیڅ کله پکې وفا نه وي، د اسلام په مبارک او سپڅلي دین کې هم د ژمنو عملي کول او ژمنو باندې ولاړ شخص ته د ډير پاداش ژمنه شوې او ښه مسلمان یوه مهمه ځانګړنه داده، چې تل په خپلو کړو ژمنو ولاړ وي؛ نو هم له اسلامي پلوه او هم زموږ د ټولنې دارزښتونو له مخې وفا کول د نیک او اصل شخص کار دی چې خوشحال بابا هم ورته شاره کړې.

هیڅ ناکس به په تعلیم سره کس نه شي
دا خبره د دانا شوه را په یاد

سر اغزی به نور څه نه شی سر اغزی دی
که په باغ کښې یې پیوند کړې له فرصاده

اودیوال به په کهګل سره پوخ نکړی
که هر څو باندې هنر کوي استاده.(۷۳۶:۲)

نن دا پند په خاطر راغی زه یې وایم
څوک که پند زما مني که نه مني

د کم ذات په آشنايۍ کې سود نشته
په دورمي کې کله خوند وي د ګني.(۲۷۳:۲)

خوشحال بابا د کم ذات او نا کس مثال د سر اغزي سره تشبیه کړی سر اغزی که له توت سره هم پیوند شي بیا به هم توت نه شي او هغه اغزی به وي د انسان اصل هم داسې دی هغه کسان چې ذات یې خراب وي روزنه او تعلیم یې نا شونی دی او هېڅ کله به له خپلې کم ذاتې څخه وانه وړي؛ نو پکار ده، چې دداسې کسانو په روزنه خپل وخت ضایع نه کړو.

خدایه کمذات سړی د علم څښتن مه کړه
د کم ذات د علم چار هسې لیده شي

چې کمذات ته څوک ښینه کا د علم
په خمتا باندې د زرو کشیده شي.(۷۴۰:۲)

د کمذات یاري به هېڅ وفا ونه کا
لا په تېره بې نمازان او می خوران

لکه تخم هسې بر هسې یې بوټی
نه یې خوند مزکه بدل کا نه باران.(۴۷۴:۲)

د ناکس د تربیت سره څه کار دی
د سنګېړ د زراعت سره څه کار دی.(۶۰۶:۲)

څوک چې بد ذات ته علم او هنر ورکا
خوني رهزن ته توره خنجر ورکا

د ځان غلیم به د ګرګ بچړی ساتي
خپل به یې نشي که خپل ځیګر ورکا.(۱۴۴:۲)

د کمذات سره یاري آشنايي مه کړه
له کمذاته به بیا نه مومې وفا

رخنګر د ملک هر کز د پرېښو نه دی
که هرڅو یې شفاعت کا شیخ ملا.(۵۳:۲)

چې اصیل سړی کم ذاته ښځه کاندي
په مثال سره ګډېږي غوړي تېل.(۷۵۲:۲)

څه بدذات به په دانش په علم نور شي
حبشي چې په مخ خال کېږدي لا تور شي

ناکس او کمذاتو ته د علم او هنر ښودنه لکه رهزنو ته توره او خنجر په لاس ورکول دي، چې ترې ناوړه استفاده کوي دې داسې کسانو څخه هیڅکله د وفا امید نه کیږي نو په کار ده، چې په ټولنیز ژوند کې هیڅ ډول لوړ مقام ور نه کړل شي د یادولو وړ ده، چې پورتني بیتونه ساده روان او سلیس دي کومې تشریح او تفصیل ته اړتیا نه لري.

علم معشوقه دی معشوقې لره کف بویه
که نا سیال و ته واده شي خرابي یې لویه (۳۴:۳)

چې بد اصل سره ښه کا کله ښه کا
د موزي سره څه سود دی د احسان کړه.(۲۵:۵)

سپینه به نشي د صورت وینځه
کښېنه په سیند کې مدام یې وینځه

اثر یې نه ځي د بد ذاتۍ
که تربیت شي غلام یا وینځه.(۳۵۴:۷)

سپیی که هر څو د دریاب په اوبو وینځې
وچ نجس ؤ چې د تر کړ تجس تر شه

و خپل اصل ته رجوع د هر  څیز کېږي
چې په کې د خره رګ ؤ اخر قچر شه

تربیت وته قابل اصل بایده وي
په بد ذات د تربیت کله اثر شه (۳۲۳:۴)

د بدذاتو تربیت غریب نوازه
مه کوه که کړې بلا به شي در سازه (۳۶۴:۴)

د بدذات سره تمام عمر نېکې کړه
په لږ بد به عار ونه کا ستا له جنګه (۳۰۴:۴)

تربیت کله اخلي چې بد ذات وي بد نهاد
مړدکي کولی نشي په ګنبد باندې ایستاد.(۹۷:۴)

حقیقت دی چې د علم لپاره سیال په کار دی، د هېواد د بربادیو علت همدا د کمذاتو کسانو روزل وو، چې کله قدرت ته ورسېدل، هېواد ته ژمن پاتې نشول، ملي شتمنۍ یې لوټ کړې او څه یې وکړل، چې قلم یې له لیکلو څخه عاجز دی او تر اوسه د دوي له لاسه هېواد د اور په لمبو کې سوځي.

ای چې عاقل یې رحم مه کړه په کمزاد باندې
چې سبق واخلي ملامت که په استاد باندې.(۴۰:۹)

وسفله ته مې تعلیم د علم وکړ
نه ادب مې ځینې بیا موند نه حرمت

تېره توره مې په لاس د ظالم ورکړه
ترې وېرېږم اوس د ځان په هلاکت

بې محله چې مې عرض کړ شریف علم
کاږم ډېر له دې عمله خجالت

د نا اهلو تعلیم عین معصیت دی
کړم مدام ورباندې آه د ندامت .(۴۶:۸)

څوک چې وکړي د نا اهلو پرورش
له زاره به یې تل کاندي نالش

چې تعلیم کړم بد ګوهر ته ازار مومم
زما خوار په ځان بلا شو خپل دانش.(۸:۷۷)

د ناکس په آشنايي سره مه ویاړه دار مدار یې خالي نه دی له تلبیسه.(۱۲۶:۸)

کم ذات په خپل استاد باندې هیڅ ډول رحم نه لري، ځکه چې په هغه باندې هیڅ ډول انساني ښګڼې تاثیر نه کوي، کوم څه یې چې له استاد څخه زده کړي وي ورڅخه ناوړه استفاده کوي، چې استاد او ټولنې ته زیان واقع کیږي.

پایله

خوشحال بابا د پښتو ادبیاتو هغه لویه هستي ده، چې پښتو ادبیات یې په خپلو ارزښتمنو اثارو دومره غني کړي او ژبې ته یې دومره څه ورکړي، چې له امله یې موږ اوس بابا ورته وایو، پښتانه د بابا لقب هر چاته نه ورکوي؛ خوخوشحال بابا، احمد شاه بابا، حمزه بابا او زموږ ځینې مشران شخصتونه چې دبابا لقب یې ګټلی دی ډيرې قربانۍ ورکړي او د پښتون ټبر او ژبې په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې، چې موږ به یې هېڅکله هیر نکړو او تل تر تله به زموږ مشران وي، او تل به یې د بابا په نوم یادوو.

د دې مقالې د پایلې په توګه باید ووایو، چې موږ څنګه کمزات خلک وپېژنو او له هغوی ځان او ټولنه وژغورو، په دې مقاله کې هڅه شوې ده، چې د خوشحال بابا د هغو اشعارو له ډلې څخه چې په هغه کې د کمزاتو یادونه شوې ده یو څو او د ګوتو په شمېر بیتونه راواخلم، په دې برخه کې د خوشحال بابا د ټولو بیتونو څېړل  او په هغه خبرې کول د لویو لویو کتابونو د چاپ غوښتنه کوي، ما په دې مقاله کې د کمزات په اړه د خوشحال بابا په څو محدودو بیتو بسنه کړې ده، هیله ده، چې لوستونکي ترې ګټه واخلي.

لیکنه : پوهنمل غلام نبي کریمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب