د خرما روغتيايي ګټې

خورما د جنت مېوه ده او د روغتیا لپاره ډېره ګټوره ده. خورما یو له هغو خوړو څخه ده چې خوړل يې نه یوازې د بدن د اړتیا وړ ګټور مواد پوره کوي بلکې د یو شمیر مهلکو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړې اغیزه لري. دلته مو د خورما له ځینو مهمو ګټو سره اشنا کوو.

۱. خورما د اې ، بي، سي ویټامینونو په درلودلو سره یوه قوي او کامله غذا ده. نوې څیړنې ښودلې ده چې خورما د بیلا بیلو سرطاني ناروغیو لکه د کولمو او معدې سرطانونو مخه نیسي.

۲. خورما په خپل ترکیب کې اوسپنه، میس او مګنیزم لري چې خوړل یې د هډوکو د پیاوړولو لپاره غوره ثابتیږي، او د بدن هډوکی له یو شمیر ناروغیو څخه ژغوري.

۳. خورما په بدن کې د اوسپنې کچه لوړوي چې د وینې کمښت په له منځه وړلو کې مرسته کوي، خو باید د شکر ناروغ د خورما په خوړلو کې احتیاط وکړي.

۴. د امریکې په یوه پوهنتون کې د ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې روزانه سل ملي ګرامه مګنیزم استعمالول د فالج ګواښ ۹ سلنه راکموي، چې د میګنیزم ماده په پراخه کچه خورما کې موندل کیږي.

your ads

۵. په معده کې د اسیدونه له زیاتیدلو سره انسان ته د زړه درد پیدا کیږي، چې د خورما استعمال په معده کې د زیاتو اسیدونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

۶. کوم څوک چې د زړه درد لري باید هره ورځ درې یا دوه خورماوې به جوش شویو اوبو کې واچوي او لږ وخت وروسته يې دې وڅښي.

۷. په خورما کې ډول ډول انرژي موجوده ده او هغه ښځې چې د وینې بهېدو ناروغتيا لري او هر وخت د کمزورتيا احساس کوي، د خورما خوړل ورته شفا موندونکې ده.

۸. کوم څوک چې سخت جسمي کارونه کوي باید تل د سهار له ناشتې سره خورما وخوري.

۹. که يو څوک جنسي کمزورتیا لري، خورما دې په ګرمو شېدو کې جوش کړي او بیا دې نوشیجان کړي.

۱۰. د کومې ښځې چې شوده لږ وي او بچی يې پرې نه مړېږي باید خورما له شیدو سره یو ځای ډېره استعمال کړي.

۱۱. د زړه په ناروغیو کې خورما ځانګړې ګټې لري او بیا د «عجوه» په نوم ځانګړې خورما چې یوازې په مدینه منوره کې کېږي ډېره اغیزمنه ده .

۱۲. خورما فاسفورس لري چې دغه ماده مغزو ته ډېره ګټوره ده، له دې امله ددې میوې خوړل هغو کسانو ته ډېره توصیه کیږي چې په ‌ذهني فعالیتونه بوخت دي.

۱۳. خورما د زړو او ماشومانو لپاره هم ډیره ګټوره ده. هڅه وکړئ چې د بورې په ځای له خورما سره چای وڅښئ.

۱۴. خورما د بدن په مناسبه اندازه وزن ساتلو کې مهم رول لوبوي او د اضافي وزن څخه مخنیوی کوي.

۱۵. د لاسونو رپېدو ناروغۍ لپاره خورما ګټوره ده، د کولمو د مختلفو ناروغیو او اسهال مخه نیسي، عصبي سیسټم پیاوړی کوي، د جنسي قوت په زیاتولو کې ډیره زیاته مرسته کوي، د زړه د حملې خطر کموي او همدارنګه د سترګو نظر برابر ساتي.

یادونه: که څه هم خورما ډېر غښتلي خواړه دي خو پوټکی یې چسپناک دی چې ډېر ژر کولای شي ناولی ګرد او ناخالص مواد ځانته جذب کړي، نو پکار ده چې د خورما په انتخاب کې له دقت نه کار واخلو او هغه خورما مصرف کړو چې په کارتن کې راځي او یا که چیرې د وینځلو اړتیا یې درلوده باید چې پریمنځل شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب