د خباب بن ارَت رضي الله عنه تکليفونه
شعبي رحمه الله وايي: يوځل خباب بن ارت رضي الله عنه راغى نو عمر رضي الله عنه له ځان سره په خپل ځانگړي ځاى کښيناوه بيايې ورته وويل: پردې ځاى له يوه تن وروسته بيا ترتاڅوک زيات دناستې حق نه لري، خباب رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې هغه کس څوک دى؟ عمر رضي الله عنه ورته وويل: بلال، خباب رضي الله عنه ورته وويل: زه تربلال هم لومړى يم ځکه چې کله مونږ د اسلام اعلان وکړ او مشرکانو تعذيبونه راکول هغه وخت بلال رضي الله عنه له داسې خلکو سره و چې څه نا څه به يې له شکنجو بچ ساته يواځې زه هغه څوک وم چې هيچامې پوښتنه نه کوله، زما هغه وخت هم په ياد دى چې کافرانو اور بل کړ او زه يې پرې څملولم بيايو کافر را وړاندې شو زما په سينه پاس ودريد، راوي وايي: خباب رضي الله عنه چې عمر رضي الله عنه ته خپلې ډډې ورښکاره کړې د برص د داغونو په ډول نښې پرې لگيدلي وې ويل په دغه شامې ځان له مرگه ژغورلى.
نوموړى په يو بل روايت کې وايي: عمر رضي الله عنه له خباب رضي الله عنه نه د هغوتکليفونو پوښتنه وکړه چې دکافرانو له لاسه يې گاللي وو، خباب رضي الله عنه ورته وويل: ته زماشا وگوره پخپله به پوه شې، عمر رضي الله عنه يې چې شاوکته حيران شو ويل دا ولې؟ خباب رضي الله عنه ورته وويل: يو ورځ کافرانو اور بل کړ زه يې دشاپه تخته پرې څملولم نوهغه اور زما د شا په وازدو مړ شو.
ابي ليلى کندي رحمه الله وايي: يوه ورځ عمر رضي الله عنه خباب رضي الله عنه ځان سره نږدې کښيناوه او ورته ويې ويل: دا ځاى له عمار بن ياسر نه وروسته ستادى، بيا يې د نوموړي د شا هغه داغونه وکتل چې د کافرانو د شکنجو له امله پرې لگيدلي وو.
خباب رضي الله عنه پخپله په يو روايت کې وايي: زه يو وخت لوهار وم عاص بن وائل ته مې کار کړى و؛ خو پيسې يې پاتې وې بله ورځ ورغلم خپل حق مې ترې وغوښت؛ نو راته يې وويل: ترڅو چې له محمد ( صلی الله عليه وسلم ) نه وانه وړې قسم دى که دې پور درکړم، ما ورته وويل: والله چې مړشې که زه له محمد صلی الله عليه وسلم نه واوړم! راته يې وويل: بيا نو چې زه مړشم او بيرته را ژوندى شم بيا راشه هلته به ما سره ډير مال و اولاد وي پور به دې بيا هلته درکړم، الله پاک دا اياتونه را نازل کړل:
أَاطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا .كَلاَّ سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا .وَنَرِثُهُ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا [مريم ۷۷-۸۰]
ژباړه: ايا هغه کس دې وليدو چې زموږ له اياتونو انکار کوي او وايي چې ماته خو به مال- اولاد همداسې راکول کيږي. ايا هغه له غيبو خبرشوى که له رحمان نه يې څه لوز اخيستى؟ هيڅکله داسې نه ده! موږ هغه څه ليکو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ور زيات کړو. او څه چې دى يې يادوي هغه به مو ږ ته راپاتې او ايکي يوازي به راځي.
نوموړى په يو بل روايت کې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم دکعبې سيوري ته ناست و څادرته يې تکيه کړې وه، زه چې دکافرانو له ظلمونو ډير په تنگ شوى وم؛ نو ورغلم ورته ومې ويل: يارسول الله! الله پاک ته سوال نه کوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم سمدلاسه راکښيناست مبارک مخ يې سور شو او ويې فرمايل: له تاسو وړاندې داسې خلک تيرشوي چې په وسپنيزو ږمنځو به ترې د بدن غوښې او پوستکي توږل کيدل او هډوکې به يې ښکاريدل؛ خو بيا به هم په خپل دين کلک ولاړ وو، بيايې وويل: الله جل جلاله به هرو مرو دا دين پوره کوي تردې چې يوسړى به له ”صنعاء“ نه تر”حضرموت“ پورې مزل کوي او د الله جل جلاله ، او شرمښ پرته -چې وزو ته يې تاوان ونه رسوي- دبل هيچا ويره به نه لري. تاسو خو يې ډير ژر غواړئ!
[irp][irp][irp]