د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوې ۸
١١١: د طمعي سوچ ته هيڅلکه په زړه کي لار مه ورکوه.
١١٢:- هيڅ سرمايه تر عقل قوي نه ده.
١١٣:- ستر درد حماقت، اوچت دارو مرګ او قيمتي متاع عقل دئ.
١١٤:- د چا چي کاروبار پر پوهه ولاړ نه وي د کار تاوان او فساد به ئې تر خېر او برکت ډېر وي.
١١٥:- څوک چي د علم ذلت ته يو ساعت غاړه کښېږدي په ټول عمر کي به په ذلت او خوارۍ ککړ سي.
١١٦:- تر ټولو غوره خلک هغه دي چي له وينا ئې ستاسو پوهه زياته سي.
١١٧:- غوره پوهه هغه ده چي ګټوره وي.
١١٨:- له چا څخه چي علم زده کوى ادب ئې وکړئ.
١١٩:- څوک چي علم نا اهلو کسانو ته وسپاري په شاه د هغو لعل، جواهرو او مرغلرو دي چي د خوګانو په غاړه وي.
١٢٠:- په جنګ کي چل او تېر ايستل روا دي.
١٢١:- ډېر غوره سړى په تاسو کي هغه څوک دئ چي له عيبه پاک وي.
١٢٢:- غيبت معنا دا چي په يوه چا کي يو څه وي او ته ئې داسي يادوې چي که هغه په خبر سي نو خوا به ئې بده سي او بهتان معنا دا چي په يوه چا کي د داسي څه په اړه خبري کول، چي په هغه کي نه وي.
١٢٣:- د کوچنيانو سره په مهربانۍ وچلېږئ او هغوى د محبت په ښکلولو ونازوئ چي دا کار د انسان کريمانه کړنه ده.
١٢٤:- پر درو کسانو ترحم وکړئ:
لومړى : هغه کس چي عزت مند وي خو اوس خوار سوى وي.
دويم : هغه کس چي بډاى وي خو اوس غريب سوى وي.
دريم: هغه عالم چي په ناپوهانو کي بې نومه پاته سوى وي.
١٢٥: ډېر پوه سړى هغه دئ چي په خپله پوهه د نورو وګړو پوه زياته کړي.
١٢٦:- له ناپوهۍ څخه پرته بله بې وزلي نسته، له پوهۍ پرته بله بډايي نسته، او له فکرمندۍ څخه پرته بل عبادت نسته.
١٢٧:- د ايمان لرونکو خلکو شتمني د خلکو بې پروايي ده.
١٢٨: شرافت ا و آزادي د قناعت په رڼا کي راځي.
١٢٩:- په پيسو سره نه سئ کولاى چي په زړونو کي اثر واچوى مګر په ښه اخلاقو سره کولاى سئ چي د خلکو په زړو کي ځاى ونيسئ.
١٣٠:- ډېر جنايتونه او فسادونه د بدمرغۍ څخه رامنځ ته کېږي او يوازنۍ سرچينه ئې درواغ دي او درواغ د اولادو د نستي کولو او فقر يو لامل دئ.