صحابه کرامو سیرت

د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وصيتونه- دويمه برخه

د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه  وصيتونه

خپل ځاى ناستي ته وصيت :

حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: زه خپل ځاى ناستي ته د لومړنيو مهاجرينو په هکله  وصيت کوم چې د هغوى حق دي وپېژني او درناوى دې يې کوي، او کوم انصار چې په مدينه منوره او مکه مکرمه کې له مهاجرينو نه وړاندې اوسېدل د هغوى په هکله وصيت کوم چې په نيکانو کې دې شميري او دهغوى بدانو ته دي بخښنه کوي.

زه خپل ځاى ناستي ته د ښاري خلکو په هکله هم د خواخوږۍ وصيت کوم، ځکه چې دغه ښاريان د اسلام له مرستندويانو څخه صدقې را ټولوي او امير ته يې ورکوي، چې بيا دا د دښمن د خوابدۍ لامل ګرځي، له داسې ښاريانو څخه د اړتيا پر وخت زيات مال يوازې د هغوى په خوښه اخلئ.

دغه راز هغه ته د کليوالو په هکله هم د خير خواهۍ وصيت کوم، ځکه چې همدا کليوال د عربو اصل اود اسلام بنسټ دى، خليفه دې له کليوالونه يوازې کم عمره څاروي اخلي او د هغوى پر فقيرانو دې ويشي، د خداى پاک او رسول صلى الله عليه وسلم  له لورې چې د دغو کليوالو کومه ژمنه او مسئوليت پر خليفه باندې راځي هغه دې په سمه توګه پوره کوي، له کلو اخوا چې کوم دښمن پروت دى خليفه دې له هغو سره جنګ کوي او کليوال دې د هغوى له وس نه زيات نه مجبوروي (1).

 قاسم بن محمد رحمه الله  وايي: حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: له مانه وروسته چې کوم خليفه راځي هغه ته دې دا معلومه وي چې ډېر ليرې او نږدې خلک به له هغه نه خلافت اخيستل غواړي، زه خو خلکوته په دې خبره ډېر ټينګار کوم چې بل څوک خليفه کړي او ما ترې خلاص کړي، که زما په نظر داسې څوک راشي چې دغه کار تر ما په سمه توګه تر سره کولاى شي  زه به سمدستي خلافت ور وسپارم ، ځکه چې د داسې سړي په خلافت کې زه دا خوښوم چې ميدان ته وړاندې شم او شهيد شم (2).

ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه  ته وصيت :

حضرت عمر رضي الله عنه  له خلافت وروسته په لومړي ځل ابو عبيده ته په يوليک کې داسي ليکلي و:

زه تا له هغه خدايه وېروم چې له هغه پرته هر څه فناکيږي او يوازې هغه به باقي وي، هغه مونږ له ګمراهۍ څخه را ويستلي يو او د اسلام په روښانه اوپاکه لار يې روان کړو، هغه موږ له تيارو نه رڼا ته را وستو، ته زما له لورې د خالد بن وليد رضي الله عنه  د لښکر امير يې ، نو دمسلمانانو کوم کارونه چې ستا پر غاړه دي هغه په سمه توګه سرته رسوه او د غنيمت په هيله مسلمانان د هلاکت ځاى ته مه وروله! په يو ځاى کې له پړاو اچولو وړاندې هلته څو تنه ورلېږه چې د مسلمانانو لپاره مناسب ځاى وګوري او داهم ګوره چې هلته د مسلمانانو درسېدا لارې څه ډول دي او کله هم چې يوه ډلګۍ ليږي؛ نو ځواکمنه ډله جوړوه! مسلمانان له هلاکته ژغوره! الله جل جلاله   زما په ذريعه ستا او ستا په ذريعه زما ازموينه کوي، له دنيا څخه سترګې بندي اوزړه لرې ساته! پام کوه چې دنيا دې هلاک نه کړي څنګه يې چې ستانه وړاندې خلک هلاک کړي دي او تا د هغوى د هلاکت ځايونه ليدلي دي (3)

سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه  ته وصيت :

حضرت عمر رضي الله عنه  سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه  را وغوښت او عراق د جنګ مشرتوب يې ورکړ او ورته يې وويل :

اى سعده! اى د بنو وهيب سعده ! ته په دې خبره غره نشې چې خلک درته د رسول الله صلى الله عليه وسلم  ماما او صحابي وايي، ځکه چې خداى پاک  بدۍ په بدۍ له منځه نه وړي، بلکې بدۍ په نيکۍ له منځه وړي، الله پاک هيچا سره له بندګۍ پرته بله خپلوي نه لري، دالله په وړاندې د لويو او وړو کورنيو خلک يودي، هغه د ټولو رب دى او ټول يې بندګان دي، ټول خلک د خداى جل جلاله  نعمتونه يوازې د هغه د طاعت له لارې لاس ته راوړاى شي.

تاچې رسول الله صلى الله عليه وسلم  له پيغمبرۍ وروسته تر مرګه پورې په کومو کارونو ليدلى دى په هغوکې پوره غور وکړه او پيروي يې کوه! ځکه چې اصل کار همدغه دى، دا زما تاته ځانګړې لار ښوونه ده، که دې خبروته دې شاکړه نو ټول عملونه به دې له منځه ولاړشي اوبيابه تاواني يې !

له رخصتولو وړاندي يې سعد رضي الله عنه  بيارا وغوښت او داسې يې ورته وويل :

ته مې د عراق د جنګ امير ټاکلى يې؛ نو زما وصيت په ياد لره! ته يو داسې کارته روان يې چې ډېر سخت او له طبعيته خلاف دى؛ نو يوازې دحق په پلي کولو له دې کاره خلاصيداى شې!

په ځان او ملګرو کې نيک خوى پيدا کړه اود نيکۍ له لارې مرسته غواړه! ته دې خبر يې چې د هر نيک خوى د ترلاسه کولو لپاره يوشى ذريعه وي، د نيکۍ لپاره صبر تر ټولو لويه ذريعه ده، په هرمصيب کې له صبر څخه کار اخله! له همدې لارې به په تاکې دخداى پاک وېره پيدا شي او په دې پوه شه چې د خداى پاک وېره له دوه خبرو پيدا کيږي.

لومړى د الله جل جلاله  د اطاعت له لاري او دوهم دخداى پاک له نافرمانۍ نه په ځان ساتنه، څوک چې له دنيا څخه کرکه او له اخرت سره مينه لري هغه د خداى پاک اطاعت کوي، اوڅوک چې له دنيا سره مينه او له اخرت څخه کرکه لري هغه له خداى پاک نه سرغوړونه کوي، د مسلمان په زړه کې خداى پاک حقيقتونه پيدا کوي، په هغو کې ځينې پټ او ځينې يې ښکاره دي، يو ښکاره حقيقت دادى چې په حق کې يې که څوک ستاينه کوي اوکه يې بد وايې دواړه ورته يو برابر وي، اود پټو حقيقتونو دوه نښي دي، لومړى دا چې دحکمت او معرفت خبرې يې له زړه نه پرژبه وي، دوهم داچې کوم خلک ورسره مينه لري له هغوى نه بې پروايي نه کوي، دا يادساته چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  له خداى پاک څخه د خلکو مينه غوښتې ده او کله چې خداى جل جلاله  له چا سره مينه کوي؛ نو د خلکو په زړونو کې د هغه مينه پيدا کړي، او څوک چې د خداى پاک بد و ايسي؛ نو د خلکو په زړونو کې د هغه کرکه پيدا کړي؛ نو کوم خلک چې له تاسره شپه او ورځ کښيني د هغوى په زړونو کې چې ستا په هکله څه دي د خداى جل جلاله  په هکله هم د ځان لپاره هماغه وګڼه (4).

عتبه بن غزوان ته وصيت :

عمير بن مالک رحمه الله  وايي: حضرت عمر رضي الله عنه  چې عتبه بن غزوان رحمه الله  د بصرې والي مقرر کړ نو ورته يې وويل: اى عتبه! ته مي د “هند”  والي ټاکلى يې ! (بصرې ته ځکه د هند سيمه وايې چې د هند د سمندر پر غاړه ده)  داسيمه د دښمن له سختو سيمو څخه ده؛ خو زه هيله مند يم چې خداى پاک به ستاسو مرسته کوي، ما  علاء بن حضرمي ته ليک استولى چې ستاسو دمرستې لپاره  عرفجه بن هرثمه دروليږي، هغه يو تکړه جنګيالى او د دښمن په وړاندې ښه تاکتيکي شخص دى، هغه چې درشي ځان ته يې نږدې کړه او مشورې ترې اخله، بيا خلکو ته د الله  جل جلاله  د دين بلنه ورکړه! که چامو بلنه ومنله نو اسلام يې ومنئ، او که چاانکار وکړ هغه ته د جزيې (ټکس) ورکولو بلنه ورکړه! او که له جزيې نه هم چا انکار وکړ بيانو تورې ته لاس کړئ او هيڅ نرمي ورسره مه کوئ! کوم کار چې ستا پر غاړه دى په هغه کې له خدايه وېرېږه او پام کوه چې نفس دې د لويي خواته کش نه کړي ! ځکه لويي دې اخرت بربادوي، تا درسول الله صلى الله عليه وسلم  ملګرتيا کړې ده، ته ذليل وې ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم  له امله عزتمن شوې، ته کمزورى وې، د رسول الله صلى الله عليه وسلم  له امله ځواکمن شوې او اوس دادى د خلکو پاچا شوې!

 ته چې څه وايې هغه به اورېدل کيږي او څه چې امر کوې هغه به پلي کيږي، امارت يو لوى نعمت دى؛ خو په دې شرط چې ځان له خپلې درجې لوړ ونه ګڼې او په لاندې خلکو لويي ونه کړې!

له دې نعمت څخه ځان داسي ژغوره لکه له ګناه څخه چې ځان ژغورې! زه ستا په هکله د امارت په نعمت کې د کمي له ګناه نه تر ټولو ډېر وېرېږم او که همداسې دې وکړل نو سيده به دوزخ ته ځې! زه تا او خپل ځان د امارت له نقصان نه د خداى جل جلاله  په پنا کې ورکوم، ځينې خلک خداى پاک ته ډېر نږدې شول؛ خو چې دنيا يې مخ ته راغله هغه يې خپل مقصد وګرځوله؛ نو تاسو يوازې الله جل جلاله  خپل مقصد او مرام وګرځوئ او دنيا ته شاکړئ او د ظالمانو د ورتلو له ځايه و ويريږئ !(5).

حضرت علا‌ء بن حضرمي ته وصيت :

شعبي رحمه الله  وايي: علاء بن حضرمي رضي الله عنه  په بحرين کې و چې د حضرت عمر رضي الله عنه   ليک ورته راغی او داسې يې ورته ليکلي و:

…عتبه بن غزوان ته ورشه! ته مې د هغه د کارونو مسئول ټاکلى يې! خبردې يې چې ته يوداسې چاته ورځې چې له لومړنيو مهاجرينو څخه دى او خداى  جل جلاله  ورته له وړاندي نه خير ټاکلى دى، ما هغه له دې امله له دندې نه دى ګوښه کړى چې ګواکې هغه يو پاک ، ځواکمن او جنګيالى مسلمان نه دى، بلکې زما په اند ښايي ته به د هغه سيمې خلکوته تر نوموړي ګټور يې، نو د هغه حق وپيژنه! ستا نه وړاندې ما يو بل کس د هغه ځاى ناستى ټاکلى و؛ خو هغه خپلې دندې ته له رسېدو وړاندي وفات شو او که خداى پاک وغواړي چې همدا عتبه دې پرخپل ځاى پاتې وي هماغسي به کيږي، ځکه پيداکول او حکم کول د هغه جل جلاله  کار دى، هغه جل جلاله  چې له اسمانه کومه پرېکړه وکړي د هغې ساتنه هم کوي، ته يوازې هغه شي ته ځير اوسه دکوم لپاره چې پيدايې او په هغه  کې پوره هڅه کوه او نور ټول کارونه پرېږده! ځکه چې ددنيا ژوند پاى ته رسيږي او د اخرت ژوند به تلپاتي وي، د دنيا په لنډ مهاله نعمتونو پورې زړه مه تړه اود اخرت له تلپاتي عذاب نه مه بې پروا کيږه، دالله جل جلاله  له قهر نه په تيښته د هغه خواته ورشه ، چاته چې خداى پاک وغواړي په علم او حکم کې يې نيکمرغي پيدا کوي.

خداى پاک دې موږ اوتاسوسره دنيکيوپه لارکې مرسته وکړي اوله عذابه مودې وژغوري(6)

ابوموسى اشعري رضي الله عنه  ته وصيت :

ضبه بن محصن رحمه الله  وايي: حضرت عمر رضي الله عنه  ابوموسى اشعري رضي الله عنه  ته په يو ليک کې داسې ليکلي و:

…امابعد! کله ناکله د خلکو په زړونو کې له خپل پاچاسره کرکه پيداشي؛ خو زه له دې څخه پنا غواړم چې خلک زما او ستا په هکله داسې فکر پيدا کړي ، د شريعت حدود -که دورځې په يوه برخه کې هم وي- پلي کوه يې! که دوه کارونه داسې پيښ شي چې يو دخداى پاک لپاره وي او دوهم د دنيا لپاره وي؛ نو د خداى جل جلاله  کارته لومړيتوب ورکوه! ځکه چې دنيا خو پاى ته رسيږي مګر اخرت تلپاته دى، ناروا خلک و وېروه او مه يې پرېږده چې سره را ټول شي، د مسلمانانو د ناروغانو پوښتنه او د هغوى په جنازو کې ګډون کوه! خپله دروازه د خلکو پر مخ پرانسته لره اود خلکو کارونه پخپله کوه ! ځکه چې ته هم ددوى په ډول يو سړى يې، يوازې دومره ده چې خداى جل جلاله  له هغوى نه پر تا زيات پيټی اچولى دى، زه خبر شوى يم چې تا او کورنۍ دې په جامو، خوړو اوسپرليو کې جلاډول غوره کړى دى؛ نو اى عبدالله! له دې شيانو ځان وژغوره! داسي نشي چې د هغه څاروي په ډول شې چې په زرغونه لاره تېرشو او يوازې د خپل ځان د مړيدا غم ورسره وي، هغه به په ډېر خوراک غټ شي؛ خو اخربه دډېر خوراک له امله مړشي.

ته دې خبر يې چې کله امير بې لارې شي؛ نو لاندې خلک يې هم بې لاري کيږي او په خلکو کې تر ټولو بدبخته هغه څوک دى چې دده دعملونو له امله يې لاندې خلک بې لارې شي…(7)

ضحاک رحمه الله  وايي:حضرت عمر رضي الله عنه  ابو موسى اشعري رضي الله عنه  ته په يو ليک کې داسي ليکلي و:

…اما بعد! په عمل کې ځواک او کره والى هغه وخت پيدا کيږي چې د نن کار سباته نه پريږدې، اوکه داسې دې وکړل؛ نو ډېر کارونه به درته ډيرۍ شي او بيا به نه پوهيږې چې کوم يو لومړى کړم؟ په همدې ډول به ډېر کارونه درڅخه پاته شي، که دوه کارونه دې مخ ته راشي او يو ددنيا  بل د اخرت وي؛ نو د اخرت کارته لومړيتوب ورکوه! ځکه چې دنيا تيريږي او داخرت ژوند تلپاتې ژوند دى، هر وخت د خداى پاک وېره په زړه کې ساته او قرآن کريم لوله ځکه چې په همدې کتاب کې د علومو سرچينې اود زړونو ارام دى (8).

 ليکنه: نوميالی بلندوی مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

(د صحابه وو ژوند) له  کتاب څخه


([1] )                  (اخرجه ابن ابى شيبه وابوعبيد كذا في المنتخب ٤ / ٤٣٩).

([2] )                 (اخرجه ابن سعد ٣ / ١٩٧ وابن عساكر كذا في الكنز ٣ / ١٤٧).

([3] )                 (اخرجه ابن جرير ٣ /٩٢).

([4] )                 (اخرجه ابن جرير ٣ / ٩٢ من طريق سيف).

([5] )                 (اخرجه ابن جرير ٤ /١٥٠ او رواه على بن محمد المرائنى مثله كذا في البداية ٧ /٤٨).

([6] )                 (اخرجه ابن سعد٤ / ٧٨).

([7] )                 (اخرجه الدينورى كذا في الكنز ٣ /٤٩ او ابن ابى شيبه و ابونعيم كما في الكنز ٨ / ٢٠٩).

([8] )                 (اخرحه ابن ابى شيبه كذا في الكنز ٨ /٢٠٨).

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: