اسلامي کیسې

د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه!

یو ځل حضرت علي(رض)وویل: څومره چې زه خبر یم له مکې نه هر مسلمان په پټه هجرت وکړ یواځې عمر بن خطاب و چې له راتلو وړاندې یې توره په غاړه ، لينده پر وږه او څو غښي په  لاس  کې ونیول او بیت الله ته ورغی اووه طوافونه یې وکړل بیایې د مقام ابراهیم تر څنګ دوه رکعته لمونځ تر سره کړ، دغه وخت دکعبې خواو شاته ډلې ډلې مشر کان ناست و؛  نو هرې ډلې ته جلا جلا ورغی او ورته ویې ویل: اې مختورنو! که څوک غواړي چې مور یې بوره ، اولادونه یې یتیمان او ښځه یې کوڼده شي ؛ نو ماسره دې له دې کنډو نه ها خواته واوړي(چې سره معلومه یې کړو) خو هیچا دومره جرات نه درلود چې ځواب ورکړي.

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: