صحابه کرامو سیرت

د حضرت على رضي الله عنه وصيتونه

د حضرت على رضي الله عنه  وصيتونه

معاجرعامري رحمه الله  وايي: حضرت علي رضي الله عنه  خپل يو ملګرى  د يوې سيمي والي مقرر کړاو بيا يې ورته داسې  ليک وليکلو :

…امابعد! له لاندې خلکو څخه ډېر وخت ليرې مه ځه ! ځکه چې په دې سره عام خلک په تنګيږي او امير دعامو خلکو له حالاتو څخه  نه خبريږي، بيابه امير ته وړه خبره غټه او غټه خبره وړه وړاندې کيږي، په همدې ډول به حق او باطل سره ګډ شي، امير خو هم يو انسان دى او خلک چې کوم کارونه ترې په پټه کوي دى ترې خبر نه وي اود انسان په هره خبره کې هغه نښانې نه وي چې رښتيا او درواغ يې معلوم کړي، د دې ټولو خبرو دحل يوازينۍ لاره داده چې امير له خلکو سره راشه درشه زياته کړي او ځانته د خلکو راتلل اسانه کړي، په همدې ډول به بيا امير د هر وګړي حق پوره کولاى شي.

ته به له دوه حالاتو خالي نه يې! يا به ډېر سخي يې او په حق کې به دې لاس خلاص وي، که داسې يې بيادې نو له خلکو څخه جلاکېدو ته څه اړتيا ده؟ او که بخيل يې او خپل هرڅه له ځان سره خوندي ساتي بيا هم د جلا اوسېدا اړتيا نشته ، ځکه چې که ته په خپل ځاى يې نو خلک به يو څو ورځې تاته راشي؛ خو کله چې ستا له لورې هغوى ته هيڅ نه ورکول کيږي؛ نو هغوى به نا هيلي شي او نور به نه درته راځي او خلک خو هسې هم خپلې اړتياوې تاته وړاندې کوي، يا به د يو ظالم شکايت کوي يا به له تانه انصاف غواړي او دا اړتياوې داسې دي چې پرتا هيڅ بوج نه را ولي له همدې امله:ماچې څه درته ليکلي هغه پلي کړه او ګټه ترې واخله، زه تاته يوازې هغه خبرې ليکم چې تاته ګټورې وي او که خداى کول همدا خبرې به دې دلارې مشال وي ([1]).

مدائني رحمه الله  وايي: حضرت علي رضي الله عنه  خپل يو والي ته په  ليک کې داسي ليکلي و:

   …صبرکوه اوداسې وګڼه چې د ژوند وروستۍ شيبې دې دي او د مرګ وخت دې راغلى اوستا عملوبه هغه ځاى ته وړاندې کيږي چې په دنيا غره انسان به د ارمان چيغې وهي، دژوند ضائع کونکى به د توبې او ارمان کوي او ظالم به د بيا ستنيدا چيغې وهي ([2]).

د بنوثقيف قوم يوتن وايي: حضرت علي رضي الله عنه  زه د “عکبرا” ښار لپاره والي وټاکلم، هلته ډېر خلک ذميان وو، يو ځل زه له خلکو سره ناست وم حضرت علي رضي الله عنه  راته وويل : د عراق دکليو خلک ټګان دي، پام کوه چې غلط دې نکړي! د هغوى پر غاړه حق پوره ترې اخله! بيايې راته وويل: ماښام ته زما ځاى ته راشه ! چې ورغلم را ته يې وويل :

ماچې سهار تاته څه وويل هغه مې يوازې په هغه خلکو اورول، د جزيې په تر لاسه کولو کې څوک مه وهه او مه يې د خلکو په وړاندې دروه! وزې او غواوې مه ترې اخله!  مونږ ته دذميانو په هکله لار ښوونه شوي چې “عفو” ترې واخلو او ته پوهيږې چې عفو څه ته وايي؟ هغه چې هغوى يې په اسانۍ سره ورکولاى شي ([3]).

د بيهقى په يو روايت کې دى چې حضرت علي رضي الله عنه  ورته وويل: د هغوى غله، د دوبي او ژمي جامي، د هغوى کرونده او د قولبې څاروي مه خرڅوه او د پيسو د ترلاسه کولو لپاره څوک مه دروه! هغه امير وويل : بيا خوبه چې زه څه ډول ځم همداسې تش لاس به بېرته راځم، حضرت علي رضي الله عنه  ورته وويل: هيڅ پروانه کوي! مونږ ته همداسې لارښوونه شوې ده چې له هغوى څخه د هغوى تر اړتيا زياتي شي واخلو ([4])

ليکنه: نوميالی بلندوی مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

(د صحابه وو ژوند) د کتاب يوه برخه



([1] )                  (اخرجه الدينورى وابن عساكر كذا في منتخب الكنز ٥ ٥٨).

([2] )                 (هكذا).

([3] )                 (اخرجه ابن زنجويه كذا في الكنز ٣ / ١٦٦).

([4] )                 (اخرجه البيهقي ٩/ ٢٠٥).

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends
Back to top button
error: