د حضرت صهيب (رض) اسلام

حضرت صهيب (رض) د حضرت عمار (رض) سره يو ځاى اسلام راوړى ، رسول  الله(ص)د حضرت ارقم(رض) په کور  کي  تشريف درلودئ چي دوى  دوه  هر يو جلا ــ  جلا  د رسول الله(ص) په خدمت کي حاضر  سوه  خو ناببره په دروازه  کي سره يو ځاى سوه  خپلي موخي يې يو و بل ته  څرګندي کړې چي د رسول الله(ص) فيض لاسته راوړل وه  .

[irp][irp][irp] کوم تکليفونه چي  د مسلمانانو  ودغه  کوچنۍ ډلي ته  رسېدل ده ته هم ورسېدل  آخر تنګ سو  د هجرت  کولو  اراده  يې  وکړه  خو کافرانو داهم  نه خوښول چي مسلمانان  هجرت  وکړي او يو بل ځاى هوسا ژوند وکړي نو په هر  چا چي  به خبر سو ه چي هجرت کوي  نو دهغه د نيولو کوشش به يې کاوه  دنورو مسلمانانو په څېر چي کله په صهيب(رض) خبر سوه چي هجرت کوي په ده مبارک پسي يې هم  يو ډله  پسې کړه  چي وې نيسي او دتکليفونو څخه خلاص نه سي  حضرت صهيب(رض) د غشو کڅوړه  را وايستل  او هغې ډلي ته يې وويل : ګورئ ! تاسو پوهيږئ چي زه ښه غشى ويشتونکى يم  تر څو چي زما په لاس کي يو غشى وي هيڅوک به ماته را نژدې  نسي که مي غشي خلاص سي نو تر څو چي زما توره  په لاس کي وي يو به هم ځان ته نژدې نه پرېږدم  او که تاسو پيسې غواړئ نو زه به تاسو ته خپلي پيسې وښيم ورسئ هغه  واخلئ: دوې مينځياني  مي په مکه  کي دي  هغه هم  بوزئ  ده مبارک چي و خلګو  ته دا خبري  واورولې هغوى  په پيسو  راضي  سوه دى  يې پريښودئ  ده مبارک خپل ځان  په پيسو رانيوئ  او هجرت  يې وکړئ  په دې اړه لاندني آيات نازل سو :

šوَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاةِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ (207) ([1])

ژباړه :  ځيني د خلګو څخه د الله(ج)  د رضا دلټولو لپاره خپل ځانونه  په پيسو  اخلي  الله(ج) پر خپلو بندګانو باندي زيات  نرمي کوونکى دئ.

په دغه وخت کي رسول الله(ص) په قباء مسجد کښي تشريف درلودئ چي صهيب> يې وليدئ  او ورته  وې فرمايل: تا په خپل تجارت کي ګټه وکړه حضرت صهيب(رض) فرمايي : په دغه وخت  کي رسول الله(ص) خرماوي خوړلې  زما سترګه  خوږېدل  ما هم په خوراک شروع وکړه  رسول الله(ص) راته وويل : ستا سترګه  خوږ ده  ته خرماوي خوري ؟ ما ورته وويل : يا رسول الله(ص) ! وهغه لوري ته يې خورم  چي هغه سترګه روغه ده  رسول الله(ص) چي دده جواب واورېدئ  وې مسل  ، حضرت صهيب(رض) زيات  خرڅ کاوه  آن تر دې چي يو ځلي حضرت عمر فاروق> ورته وويل  : چي ته بې ځايه خرڅونه کوې ده مبارک ورته وويل : چي پر نا حقه کار هيڅ ځاى خرڅ نه کوم  حضرت عمر فاروق(رض) چي کله  وفات کېدئ نو وصيت يې وکړى چي ماته  دي  حضرت  صهيب(رض)  د جنازې  لمونځ  را کړي .([2])

([1] ) البقره الاية (٢٠٧) ،  درمنثور

([2] )  اسد الغابة

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب