د حضرت انس بن نضر (رض) د شهادت قصه

حضرت انس بن نضر (رض)  يو صحابي و چي د بدر په غزا کي يې ګډون نه و کړى نوموړي پدې وجه چي د اسلام په لومړنۍ لويه غزا کي يې ګډون نه وو کړى پر ځان به يې ملامتيا ويل  ډېر خوابدى او په زړه به غمجن و  په هر صورت  په دې هيله  که داسلام  بله غزا  پېښه  سوه  حتمًا  به ګډون په کښي کوي  ، د تقدير پرېکړه  وه  چي د احد غزا  پېښه سوه  حضرت انس بن نضر(رض) په ډېره مينه او زړورتوب په دې غزا کي ګډون وکړى  د غزا په لومړى سر کي مسلمانانو فتحه (برلاسي) تر لاسه کړ خو د يوې تېر وتني له امله مسلمانانو ماته  وخوړه  ، تېر وتنه له دې څخه عبارت وه ،چي رسول الله ﷺ ځينو اصحابو کرامو (رضی الله عنهم) ته دنده  ورکړې  وه چي د غره پر يوه کوتل به کښيني ، مسلمانان که فتحه  ترلاسه کړي او که ماته وخوري بايد دوى ولاړ نسي  خو له بده مرغه دوى هغه وخت ولاړ سوه چي په لومړيو کي مسلمانانو برياليتوب تر ګوتو کړ ، کله چي دوى ولاړېده په دوى کي چي څوک  آمر و  هغه منع کړه چي مه ولاړېږئ  خو دوى  دا ويل چي کافرانو ماته وخوړه د تيښتي په حالت کي دي بايد ورپسي ورسو او دغنيمت  مالونه ورڅخه را ټول کړو او دا فکر يې کاوه چي د رسول الله ﷺ امر چي موږ ته يې دنه ولاړېدو کړى و  يوازي  د برياليتوب تر وخته  پوري و آخر داچي مسلمانان  له دې ځاى څخه ولاړ سوه  دجګړې ډګر ته  ورسېدل ، تښتېدونکو کافرانو چي دغه  ځاى خالي وليدئ  نو دوخته څخه يې ګټه واخستل  او ددغه  لوري  څخه يې پر مسلمانانو باندي حمله وکړه  مسلمانان  د نا خبرۍ په حالت  کي وه چي د سختو  بريدونو سره مخ  سوه  د دووطرفونو څخه د کافرانو په منځ  کي راغلل په پايله کي د ماتي سر ه مخ  سوه  مسلمانان په وارخطايۍ سره پر هر لوري  تښتېدل ، حضرت انس(رض) وليد‌ل چي يو صحابي حضرت سعد بن معاذ(رض) را روان دئ ـ ده مبارک ورته وويل :

اې  سعده ! چيري  ځې ؟ په الله(ج) قسم کوم چي د احد دغره  څخه د جنت بوى راځي ددې خبري دکولو وروسته  يې توره  پورته کړه  په مېړانه د کافرانو په يوه ډله  ورننوتى سخته جګړه يې پيل کړه  ترهغه  وخته  پوري نه راووتى تر څو شهيد سو  د شهادت څخه وروسته  چي وکتل سوه ټوله بدن يې غلبيل  سوى و  تر اتياوو زيات زخمونه يې په بدن کي د تورو او غشو وه آن تر دې چي نه پېژندل کېدئ  آخر د ګوتو پر بندو وپېژندل سو .

فايده :څوک چي په ريښتني او مخلصانه  ډول د الله (ج) د خوښۍ غوښتني په موخه  زخمي سي يقينا ً به په دنيا کي  دجنت  بوى  ورته  راځي حضرت انس> چي په اخلاص د څښتن تعالي(ج) د رضا غوښتونکى و  په دنيا کي يې د جنت  بوى بوياوه  که په چا کي  اخلاص موجود سي  په دنيا کي به د جنت خوندونه ورته  راسي ، ما د يوه معتبر سړي څخه  چي  دحضرت مولانا شاه عبدالرحيم رائپوري مخلص خادم و ــ دده مبارک يوه خبره اورېدلې ده چي ده مبارک ويل : (دجنت خوندونه راځي ) د ( روژې په فضائلو) کي مي دا قصه ليکلې ده .

مأخذ: د اصحابو قصي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب