
د حضرت ابوبکر صدیق (رض) مېړانه!
یوه ورځ حضرت علی (رض) په خپله وینا کې وویل: اې خلکو! ماته تر ټولو میړنی سړی را وښیئ!!
خلکو ورته وویل: اې امیر المؤمنین! ته یې! حضرت علي (رض) وویل: زه چې د کوم دښمن مقابلي ته وتلی یم خپل حق مې ترې اخیستی دی؛ خو ماته تر ټولو زیات غیرتي سړی راوښیئ!
خلکوم ورته وویل : موږ خو بل څوک نه پیږنو ته یې وښایه، حضرت علي (رض)وویل ابوبکر صدیق (رض) دی،
بیا یې وویل: د بدر په ورځ چې موږ پیغمبر (ص) ته څپر جوړ کړ؛ نو اعلان مو وکړ چې د رسول الله (ص) ساتنه به څوک کوي؟
په الله قسم ! ددښمن له ویرې هغه وخت هېچا له پیغمبر (ص) سره د پاتې کېدو زړه و نکړای شو یواځې ابوبکر صدیق (رض) و چې توره یې را ووېسته د پیغمبر (ص) سرته ودرېد او هر چا به چې د وړاندې راتلو هڅه کوله ده به ورمنډه کړه ، بیا یې وویل: همدا ابوبکر (رض) ترهر چا زیات مېړنی دی.