د حشرو تولګی (Class Insects )  

د حشرو تولګی(Class Insects )

د حشرو ټولګی چې د ارتروپودا فایلم پورې تړی دی. ملخان، مچان، پتنګان، ورږې، ماشي ټولې حشرې دي. د حشرو پیژندنې علم د انتومولوژي په نامه یادیږي. په یوناني ژبه کې انتومون د حشرې په معنا دی. Insecta لاتین کلمه ده چې د بند بند په معنا ده.

د بې شمزۍ حیواناتو زیاته برخه حشرو تشکیل کړې ده. حشرې د نړۍ په هر ځای کې پیدا کیږي لکه په خوږو اوبو، تروو اوبو، وچه، د نباتاتو د پاسه، د حیواناتو د بدن دننه یا بهر د پوټکې دپاسه يي توافق حاصل کړی وي.

د حشرو نوعې د نباتاتو د مختلفو برخو لکه ریښه، ساقه، پاڼه میوه دانه او نورو څخه تغذیه کوي. زیاتره حشرې ګل دسته یا په ګل کښیناستونکي دي. نو له دې کبله د ګردې په خپروونه کې مرسته کوي. یو شمیر یې د حیواناتو له اطراحې موادو څخه استفاده کوي. لاش خوړونکې حشرې د حیواناتو او نباتاتو مړه مړه جسدونه خوري. ځینې یې د تخمونو پرازیت دی. یو شمیر یې د ناروغیو مینځ کوربه یا میزبان او مستقیما د ناروغیو د لیږدول لامل ګرځي.

د حشرو عمومي ځانګرتیاوې

د حشرو بدن له درې برخو جوړ دی. سر، سینه او ګیډه. په سر کې یوه جوړه ښکرونه یعنی انتن دی، دخولی مختلفې برخې یې د ژولو، ځبیښلو، سټلو او خوړولو لپاره جوړې دي. سنیه یې له دریو کړیو څخه جوړه ده چې په هره کړۍ کې یې یوه جوړه پښې لیدل کیږي. معمولا حشرې دوه جوړه وزرونه لري خو ځینې یې یوه جوړه او ځینې نه لري. ګیډه یې یوولس یا له یوولسو څخه د کمو کړیو لرونکي وي. نری زړه او یو مخکینی شریان لري. ویښته رګونه وریدونه په کې نه لیدل کیږي. تنفس د هوايي نلونو یا تراکیا په واسطه کوي. د ګیدې او سنیې په دواړو اړخونو کې د سپایریکل په نامه واړه تنفسې سورې وجود لري. د تنفسې له لارې اکسیجن اخلي او انساجو ته يي رسوي. ځینې حشرې د برانشونو په واسطه تنفس کوي. اطراح د دوو یاد زیاتو مالپیکې تیوبونو په واسطه سرته رسوي. عصبې جهاز او حسې غړي لري. ځینې یې د اواز د تولید لپاره ځانګړې غړې لري. نر او ښځینه جنسونه په کې جلا دي. القاح یې داخلي ده. د ودې او انګشاف پړاو یې د څو ځلې پوټکې اچولو په وسیله صورت نیسي چې مستقیما پوټکې اچوي یا تدریجي استحاله لري. د لرګیو په چینچو کې د پارتینو جینیسس عملیه هم لیدل کیږي. د نارینه او ښځینه ګمیتونو له یو ځای والي څخه پرته د ښځینه ګمیت د نمو او ودې عملیو ته پارتینو جینیسس وايي.

معمولي ملخ (The grass hopper)

آیا تاسو ملخ لیدلی دی؟ څو ډوله ملخان پیژنئ؟

ملخان ګټورې حشرې دي که زیانمنې؟

ملخان بیلا بیل ډولونه او شکلونه لري. په ټوله نړۍ، په تېره بیا د څړ او هغو ځایونو کې چې واښه او نور نباتات ولري، پیدا کیږي. ځینې ملخان په ډله ییزه توګه له یو ځای څخه بل ځاې ته الوزي او نباتاتو د منځه وړلو لامل ګرځي.

د ملخ د بدن بهرنی جوړښت

د ملخ بدن له دریوو برخو څخه جوړ دی. د سر برخه چې په کې یوه جوړه ښکرونه او نازک ویښتان، دوې مرکبې جانبې سترګې او درې ساده سترګې لري. مرکبې سترګې یې له څو وجهي عدسیو څخه جوړې دي چې په یو وخت کې هره خوا لیدلی شي. د ملخ د سر په لاندنۍ برخه کې خوله واقع ده.

د ملخ سینه له دریو برخو څخه جوړه ده، الف: مخکنۍ سینه، ب: منځنۍ سینه، ج: وروستنۍ سینه. د سینې په منځنۍ او او اخري کړۍ کې یوه جوړه وزرونه هم شتون لري. ګیډه یې بند بند ده، تناسلي غړي په کې واقع دي.

د شاتو مچۍ

د شاتو مچۍ ګټوره حشره ده، ټولنیز ژوند لري. د عمومي جوړښت له پلوه ملخ ته ورته ده. استحاله یې بشپړه ده. د کار او دندو له مخې په درې ډوله دي.

ا- ملکه، چې هګۍ اچوي. ۲- نران، چې دنده یې یوازې د ملکې القاح ده، ۳- کارګران، چې ښځینه شنډې مچۍ دي. دندې یې، ځاله جوړول، د کندو پاک ساتل، خواړه جوړول، د ملکې او بچیانو ساتنه ده. د کارګرې مچۍ د ګلانو زوښا راټولوي کیمیاوي تغیر ورکوي او د قندي موادو محلول په ډول یې په شاتو بدلوي. کارګرې مچۍ د ګلانو له زوښا څخه د لاروا لپاره سپین ډوله مواد جوړوي. همدارنګه د نباتاتو کنډ ټولوي او له هغي څخه د مچۍ چسپ یا موم جوړوي چې د کندو په جوړولو کې ورڅخه کار اخلي.

شات (Honey)

کله چې کارګرې مچۍ په یوه کرونده کې د خوراک منبع پیدا کړي، د ګلانو له زوښا څخه د شاتو معده ډکه کوي او کندو ته راځي. نکتار د شاتو په معده کې دخولې د خاصو انزایمونو تر تاثیر لاندې راځي. قندي مواد یې په د کستروز او لولوز قندونو بدلوي. کارګرې مچۍ دغه مایع د کندو په یو کور کې ځای په ځای کوي چې بیا نورې مچې د خپلې خولې په وسیله کیمیاوي تغیر ورکوي. اوبه  یې تبخیر کیږي. په شاتو کې ۱۷٪ اوبه او ۷۷.۵٪ بیلا بیل قندونه همدارنګه یو اندازه معدني  مواد، انزایمونه او ګرده شتون لري. د شاتو رنګ او بوی د ګلانو یا خوراکي توکو په منبع پورې اړه لري، چې د شاتو مچۍ ورڅخه ګټه اخلي.

 

د وریښمو چنجی

د وریښمو چینجی یوه ګټوره او اقتصادي حشره ده. د دې حیواناتو له غوزې څخه طبیعي وریښم لاس ته راوړل کیږي.

که هګۍ یې په مناسبو شرایطو کې وساتل شي، له هګیو څخه یې سپین رنګ چینجي راوځي. چینجی تر یو وخته پورې د توت پاڼې خوري. په چټکۍ سره غټیږي. په دې وخت کې خوراک نه کوي د خولې په لاندینۍ برخه کې یې غده ده. غده لزجي او سریښناکه ماده څڅوي چې د هوا په واسطه وچیږي او د وریښمو په تار بدلیږي. لاروا ترا له ځان څخه تاووي او غوزه جوړوي. په غوزه کې د استراحت پړاو تیروي، په شفیره بدلیږي. شفیره دوه جوړه وزرونه پیدا کوي. غوزه سورۍ کوي او الوزي. مخکې له دې چې چینجی غوزه سورۍ کړي، فني کسان غوزه په جوش اوبو کې اچوي، حیوان مري او طبیعي وریښم ور څخه په لاس راوړي.

ماشی

ماشي پوست او نری بدن، اوږد سوری لرونکس خلتم لري. د مرغانو، انسانانو او نورو تي لرونکو حیواناتو په بدن کښني  او وینه یې ځبېښي ماشس زیانمنه  حشره ده، د ځینو ناروغیو د لیږدونې لامل کیږي. ماشي ډیر ډولونه لري چې یو مثال یې د انافیل ماشی دی چې د انسان د ملاریا پرازیت (پلازمودیم) انتقالوي.

ورږه

ورږه ډیر ډولونه لري. دا حشره لنډ بدن، ساده سترګې  او لنډ ښکرونه لري. د خولې ضمایم ی ېتخریش کوونکې  او ځبیښونکي دي. پښې یې اوږدې او ټوپ وهلو ته جوړې دي له رڼا  څخه تښتي، توده سیمه خوښوي، هګۍ د اوسیدلو په چاپیریال یا د کوربه د بدن د پاسه اچوي. ورږه ګنده عضوي مواد خوري، ځینې یې د شمزۍ لرونکو حیواناتو وینه ځبیښي. یوه نوعه یې د انسان ورږه ده چې په چټلو او ناپاکو نمناکو ځایونو کې ژوند کوي، انسان ډیر ځوروي. ځینې ورږې د ناروغیو لیږدونکي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

تمرین

لاندې خالي ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. په شاتو کې ………….. فیصده اوبه موجود دي.
  2. په شاتو کې ……….. فیصده بیلا بیل قندونه موجود دي.
  3. د ملخ سینه …………… برخې لري.
  4. د …………….. ماشې د ملاریا انتقالوونکی پرازیت لري.
  5. ……………. د ملاریا د ناروغۍ سبب ګرځي.

 

حل

  1. ۱۷٪
  2. ۷۷.۵٪
  3. درې
  4. انافیل
  5. پلازمودیم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب