روژه

د حج او عمرې پيژندنه او لنډ لارښود [1]

د حج لغوي او اصطلاحي معنی:

حج په لغت کې : ارادې، عزم، تکل یا د سپېڅلو ځایونو د لیدلو هوډ کولو ته وایي. او په اصطلاح  کې : په ځانگړي  وخت کې  د ځانگړو ځایونو طواف او پکښې درېدلو ته حج ویل کیږي .

ټاکل شوی وخت :  شوال، ذوالقعده او د ذو الحجې لومړنۍ لس ورځې د حج لپاره ټاکل شوی وخت دی، او بیا د حج  هرې کړنې  ته ځانگړی وخت ټاکل شوی دی، لکه  طواف ته  د ذوالحجې د لسمې ورځ له سهار سپېدو څخه د عمر تر پایه، عرفات کې  درېدلو ته، د ذوالحجې د نهمې ورځې د لمر لوېدو څخه د لسمې ورځې تر سهار سپیدو پورې وختونه ټاکل شوي دي.

ځانگړې کړنې : احرام ،  طواف او عرفات میدان کې تمېدل دي.

ځانگړي ځايونه : د الله کور (کعبه ) او د عرفات میدان دی .

د حج فرضيت: د حج فرضیت له قرآن ،حدیث ، اجماع  او قیاس څخه ثابت دی .

له قرآن څخه د حج د فرضيت دليلونه

۱. الله جل جلاله فرمایي: وَلِلّٰهِ عَلَي النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْـتَـطَاعَ اِلَيْهِ سَبِيْلًا  ۭ وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِىٌّ عَنِ الْعٰلَمِيْنَ    [دال عمران سورت۹۷م ایت ]

ژباړه : او د الله لپاره پر هغو خلکو د کعبې حج فرض دی چې هغې ته د ورتگ وس لري او هر څوک چې کافر شي نو بېشکه الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی.

۲. وَاَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّٰهِ ۭ [ البقرة: ۱۹۶ ]

ژباړه : او یوازې دالله لپاره حج او عمره بشپړه کړئ.

۳. وَاَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰي كُلِّ ضَامِرٍ يَّاْتِيْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيْقٍ( 27) لِّيَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِيْٓ اَيَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰي مَا رَزَقَهُمْ مِّنْۢ بَهِيْمَةِ الْاَنْعَامِ  ۚ  فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَاۗىِٕسَ الْفَقِيْرَ [دحج سورت ۲۷-۲۸م ایتونه]

ژباړه : او خلکو ته دحج اعلان وکړه چې هغوی تا ته  له هر لیرې مزله پلي او پر اوښانو سپاره راشي (۲۷) څو هغه گټې وویني چې د هغوی لپاره (دلته) شته او په څو ټاکلیو ورځو کې پر هغو څارویو باندې د الله نوم واخلي چې هغه ورته د روزي په توگه ورکړي دي.

  د ذوالحجې ړومبۍ لس ورځې!
  يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟
  د مطالعې دوران کې د سستۍ لرې کولو لارې چارې!

له حديثو څخه د حج فرضيت

۱. عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ : خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ :« أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ فُرِضَ عَلَيْكُمُ الْحَجُّ فَحُجُّوا ».[1]

ژباړه : ابوهریره رضي الله عنه وایي: محمد صلی الله علیه وسلم موږ ته وينا کوله او ويې ویل: ای خلکو! پرتاسو حج فرض شوی دی؛ نوحج وکړئ.

۲. عن ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: بُنِيَ الإِسْلامُ عَلى خَمْسٍ: شَهادَةِ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ وَإِقامِ الصَّلاةِ وَإِيتاءَ الزَّكاةِ وَالْحَجِّ وَصَوْمِ رَمَضَانَ.([2])

ژباړه: ابن عمر رضي الله عنهما وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویلي دي:  داسلام بنسټ پر پنځو شیانو دی: گواهي ورکول چې له الله پرته دعبادت وړ  بل څوک نشته او محمد دالله بنده او استازی دی ، لمونځ کول ، زکات  ورکول، حج کول او  د رمضان میاشتې  روژې نیول.

۳. عن ابن عباس رضي الله عنه : أنَّ امرأة قالت : يَا رسول الله ، إنَّ فَرِيضَةَ اللهِ عَلَى عِبَادِهِ في الحَجِّ ، أدْرَكَتْ أَبي شَيْخاً كَبِيراً ، لاَ يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ أفَأحُجُّ عَنْهُ ؟ قَالَ : ((نَعَمْ)) .([3])

ژباړه : ابن عباس رضي الله عنه وایي : د خثعم قبیلې یوه مېرمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، پوښتنه یې وکړه : اې د الله رسوله! زما په پلار حج داسې وخت کې فرض شوی دی، چې هغه په سپرلۍ نشي کښېناستلی، ایا زه د هغه له خوا حج کولای شم؟ محمدصلی الله علیه وويل: هو .

له دې حدیث څخه څرگندیږي چې په چا حج  فرض شي او د کوم عذر له کبله یې پخپله سرته  نشي رسولای؛ نو بل څوک يې پر ځای حج کولای شي.

له اجماع څخه د حج فرضيت

۱. د حنفي مذهب یو ستر عالم علاء الدین الکاساني په خپل کتاب “بدائع الصنائع” کې دحج دفرضیت په اړه اجماع نقل کړې ده، وایي: أَنَّ الْأُمَّةَ أَجْمَعَتْ على فَرْضِيَّتِهِ.([4])

ژباړه: د حج په فرضیت ټول امت يوه خوله دی .

۲. دغه راز عبدالرحمن الجزائري لیکي: الحج فرض في العمر مرة علی کل فرد من ذکر او انثی بالشرائط الاتیة . وقد ثبتت  فرضیته بالکتاب والسنة والاجماع . . . واتفقت الامة علی فرضیتها فیکفر منکرها.([5])

حج  په هر مسلمان نر او ښځې باندې په ژوند کې یو ځل هغه مهال فرض دی چې شرطونه یې پلي شي، فرضیت یې له قرآن ، حدیث او اجماع څخه ثابت دی، دغه راز ټول امت یې پر فرضیت یوه خوله دی؛ ځکه يې منکر  کافر دی.

له قياس څخه د حج فرضيت

۱. عقل هم دحج د وجوب غوښتنه کوي، هغه داسې چې په حج کې انسان دالله جل جلاله په وړاندې خپله بندگي او عاجزي څرگندوي کومه چې پر انسان عقلا واجب ده، که دحج کړنو ته ځیر شو، جوتيږي چې د حاجي هر عمل د عاجزۍ او بندگۍ ښکارندوینه کوي، په ځانگړې توگه کله چې حاجي خپل کور -کلی ، وطن او خپلوان پرېږدي او د  هوسایي او ښکلا کالیو پر ځای په دوه کفن ډوله ټوکرونو کې ځان  پېچي (احرام تړي) او بیا دخپل پروردگار په دربار کې د داسې غلام په شان حاضریږي  چې د بادار حکم یې نه وي منلی او هغه ترې ناخوښ وي، دی دخپل بادار ستاینه کوي ، بخښنه ترې غواړي او په خپلو ناوړه کړنو پښېمانه وي، یوازې پر دې بسنه نه کوي؛ بلکې د هغه د کور(کعبې)  خوا او شا ته گرځي په دې هیله گوندې هغه پرې مهربانه او ورحمېږي،  دا د عاجزۍ او بندگۍ تر ټولو لوړه درجه ده، او د الله پر وړاندې بندگي او عاجزي څرگندول په انسان واجب دي.([6])

۲. دويم دا چې په حج  کې انسان دالله شکر باسي،  هغه داسې چې عبادتونه په دوه  ډوله دي : ځینې یې یوازې بدني دي، لکه : لمونځ او روژه، او ځینې یې یوازې مالي دي لکه : زکات او داسې نور؛ خو حج  هم بدني او هم مالي عبادت دی، د حج په سفر کې د مشکلاتو او تکلیفونو په زغملو سره مسلمان  د بدن شکر ادا کوي او د الله جل جلاله په لار کې د مال په مصرفولو د خپلې پانگې شکر ادا کوي، چې د بدن او مال دواړو شکر ادا کول پر انسان عقلاً واجب دي.([7])

له پورتنیو دلیلونو څخه څرگندیږي چې حج  یوه محکمه فریضه ده او په فرضیت یې عقیده لرل دایمان برخه ده او انکارکول يې انسان کافرکوي.

  د روژې ګټې ټولنيز ژوند کې
  د مطالعې پر مهال د سم تنفس ګټې!
  د سرسایې حکمت، اندازه او وخت

مسئله : يواځې بدني عبادتونه پخپله کول اړین دي، دبل چا له خوا بدني عبادت ترسره کول  بالکل روا نه دي برابره خبره ده چې هغه بل تن په خپله د ترسره کولو توان ولري او که یې ونه لري.

دبل چا لخوا مالي عبادت ترسره کول  روا دي که څه هم هغه بل تن یې پخپله د ترسره کولو توان ولري.

 هغه عبادت چې له مال او بدن دواړو څخه جوړ وي لکه حج، دبل لخوا یې هغه وخت ترسره کول روا دي چې هغه بل تن یې په ترسره کولو توان ونه لري او که هغه یې په خپله دترسره کولو توان ولري؛ نو بیا ترې اداکول روا نه دي.([8])

د حج د فرضيت وخت

صحیح قول دادی چې حج له  هجرت وروسته فرض شوی دی؛ خو بیا د علماوو اختلا ف دی چې حج د هجرت په کوم کال فرض شوی دی؟ ځینې یې دفرضیت کال پنځم او ځینې نور یې شپږم بولي خو ډیری علماء وایي چې حج دهجرت په نهم کال فرض شوی دی، او محمد صلی الله علیه وسلم په دې کال کې حج ځکه ونه کړ؛ چې د حج دفرضیت ایت  (وَاَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّٰهِ) دحج له میاشتو څخه وروسته نازل شوی.([9])

 د حج د فرضيت او وجوب اړوند مسئلې

مسئله: ټول عمر کې یو ځل پر مسلمان حج فرض دی، کله یې چې شرطونو پلي شي.([10])

مسئله: دحج د فرضیت منکر کافر دی.([11])

مسئله: د حج دنذر نیولو له امله هم حج واجیبیږي.([12])

مسئله: فرض اونذر حج ادا کولو کې هیڅ توپیر نشته.([13])

مسئله: له یو ځل زیات حج کولو ته نفلي حج ویل کیږي.([14])

مسئله: که  د کلي يا وطن خلک بې وزله وي او مرستې ته اړتيا ولري؛ نو شتمنو ته له نفلي حج کولو  هغوی  سره مرسته کول غوره ده او که هغوی مرستې ته اړتیا ونه لري نو بیا له صدقې څخه نفلي حج کول غوره دی.([15])

مسئله : د داسې شتمن حج چې پرې فرض شوی وي د هغه نېستمن له حج څخه غوره دی چې پرې فرض نه وي.([16])

مسئله : فرضي حج  د مور او پلار له خدمت کولو څخه غوره دی؛ خو دمور او پلار خدمت له نفلي حج څخه غوره دی.([17])

مسئله: مجاهدینو سره مرسته کول له نفلي حج څخه غوره ده.([18])

مسئله : که په چا حج فرض شي او د کوم عذر له امله یې ترسره نشي کړای؛ نو دحج  وصیت کول پرې واجب دی، او که وصيب ونه کړي او نه يې له مرگ وروسته وارثان پر ځای حج وکړي، بيا گناهگار دی.([19])

  د روژې ماتوونكي (مسایل، پوښتنې)
  دمدينې منورې  زيارت
  د لیکوالۍ لس اصول

د حج د فرضيت اړوند ځينې تېروتنې

۱. دمدینې دسفر لگښت دحج په لگښت کې نه حسابیږي؛ نو هغه څوک چې دحج لگښت ولري او دمدینې دسفر لگښت ونه لري حج پرې فرض دی او په نه کولو یې گناهگار دی.([20])

۲. کورنۍ، خپلوانو او ملگرو ته ډالۍ راوړل یا دحاجي پوښتنې ته راتلونکو خلکو ته تسبیح، جاینماز، خولۍ یا دسمال ورکول دحج په لگښت کې نه حسابیږي؛ نوکه څوک دحج لگښت ولري او د دغوډالیو پیسې ورسره نه وي، هم پرې حج فرض او په نه کولو یې گناهگاریږي.([21])

۳. ځینې خلک فکرکوي چې حج په هغه چا فرض دی چې دحج نغد لگښت ولري، دافکر ناسم دی، دحج فرضیت ته نغد لگښت درلودل شرط نه دی؛ بلکې په هغه چا هم حج فرض دی چې د همدمره قيمت ځمکه یا نوره شتمني ولري چې یوڅه برخه یې خرڅه کړي؛ نو دحج لگښت او دکورنۍ لگښت سره سره دومره ځمکه یا مال ورته پاتې شي چې له حج کولو وروسته پرې خپل ژوند تېر کړي.([22])

۴. ځینې ښځې پرته له محرم څخه دحج سفر کوي، پرته له محرم څخه حج ته تلل ناروا او گناه ده.([23])

۵- دحج په سفر کې ښځې زیاتره پردې ته پاملرنه نه کوي، پام مو وي چې هروخت پرده کول واجب دي او د حج په سفر کې خو ورته لا ډېره  پاملرنه پکار ده.([24])

۶. ځينې حاجیان دحج په سفر کې یو له بل سره جنگ او شخړې کوي، په ځانگړې توگه طیارې (الوتکې) ته دسامان سپارلو او اخېستل، په طیاره کې دسپرېدلو او کوزېدلو پرمهال دیوبل زیات احترام پکاردی.[25]



[1] – الصحیح لمسلم ۴/۲۵۹ حدیث شمیره: ۳۲۵۵

[2] -صحیح البخاري ۱/۹ حدیث شمیره: ۸

[3] – بخاري: ۱/۴۹۷ حديث شميره: ۱۸۵۵

[4] – بدائع الصنائع ۳/۴۰ دارالکتب العلمية

[5] – الفقه علی المذاهب الاربعة۱/۵۷۱

[6] -معلم الحجاج: ۲۸

[7] -بدائع الصنائع: ۳/۴۰ ط:دار الکتب العلمية

[8] – شامي: ۲/۲۵۷-۲۵۸

[9] – حاشية ابن عابدین۳/۵۱۷ الفقة الاسلامي۳/۷۹

[10] – هندیة۱/۲۳۸ ط: دارالکتب العلمية

[11] – هندیة ۱/۲۳۸ ط: دارالکتب العلمية

[12] – البحرالرائق۲/۵۴۳ ط:رشيدية

[13] – البحرالرئق۲/۵۴۴ رشیدیة

[14] – درالمختارمع الرد۲/۱۵۱ ط: حنفية

[15] – شامي۲/۲۷۵ط:حنفية

[16] – شامي۲/۲۷۵ط: حنفية

[17] – شامي۲/۲۷۵ط: حنفية

[18] – پورتنۍ مرجع

[19] – شامي ۲/۱۵۳حنفیة – بحر۲/۵۴۳ ، ط: رشیدیة   – ارشاد الساري: ۸۹

[20] -معلم الحجاج۳۱۸ط: البشری

[21] -شامي۲/۱۵۶ط: حنفية

[22] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۶۱ط:حقانية

[23] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۷۹ط: حقانية

[24] -ارشادالساري الی مناسک الملاعلي القاري۱۶۲ط: حقانية

[25] – الفقه الاسلامي وادلته: ۳/۳۶۹

  د روژې خوړل چاته جایز دی؟
  د روژي غوره والى + احادیث
  مدینې منورې او مسجد النبوي ته د تللو آداب

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close