د جماعت لمونځ- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! تر اوسه دې چې څه وويل له هغې مننه کوم او هيله لرم چې د جماعت لمانځه، د هغې فضيلت، څرنګوالي او د امامت د شرايطو په اړه هم راته څه ووايې؟

ځواب: په حنفي مذهب کې په جماعت لوستل مؤکد سنت دی، د جماعت د لمانځه د ارزښت او فضيلت په اړه د نبي ﷺ همدا حديث کافی دی چې وايي: «په جماعت د لمونځ لوستل ۲۷ مرتبې له يوازېتوب څخه ښه دی».

(دا حديث له مسلم او بخاري څخه روايت شوی دی).

په لمانځه کې بايد داسې کس امام شي، چې د حضرت محمد ﷺ په سنتو تر ټولو ښه پوه وي، که کله ټول يو شان ول، بيا دې داسې څوک امام شي چې ښه قرائت ولري او که نه متقي او مشر دې امامت وکړي.

که په لمانځه کې یوازې يو کس مقتدي و، نو هغه دې د امام په ښۍ خوا کې ودرېږي، خو کله چې مقتديان زيات وي د امام شا ته دې صف جوړ کړي، د صف برابرول او په منظمه توګه درېدل د جماعت لمونځ بشپړوي، په دې اړوند نبي ﷺ فرمايلي دي:

«خپل صفونه برابر کړئ، ځکه نظم او ترتيب لمونځ بشپړوي».

(دا حديث له مسلم او بخاري څخه روايت شوی دی).

له امام څخه وروسته نارينه، ماشومان او له هغوی څخه وروسته دې ښځې ودرېږي کله چې څوک د جماعت په منځ کې لمانځه ته ورګډ شي، نو لومړی دې تکبير ووايي او وروسته دې اقتدا وکړي، که چېرې کوم رکعت ترې پاتې وي، د امام د سلام ګرځولو څخه دې يې وروسته اداء کړي، که امام د سهوې يا تلاوت سجده اداء کړه، نو دی یې هم بايد ورسره اداء کړي.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب