د جرګې بڼې او د پرېکړو عملي کېدل
د جرګې بڼه او ټولنځای:
(سبها) چې د آریایانو کوچنۍ جرګه وه، په هرکلي کې یې یوه خونه ورته ځانګړې کړې وه، چې د اړتیا پر وخت به
دې خونې ته را غونډېدل او ټولو خلکو به بې له خاص امتیازه ګډون پکې کاوه او خپلې شخړې به یې پکې فیصله
کولې، له دې خونو نه د ځینې لوبو له پاره هم کار اخیستل کېده، ښځو او نارینه و به ګډه غونډه پکې کوله، چې د دې
جرګو ژوندۍ بڼه اوس هم زموږ په قبایلو کې شته او دوی خپلې کلېوالي شخړې پکې فیصله کوي.
بیا وروسته د جرګې غونډې په جوماتونو او حجرو کې هم کېدې.
زیاتې جرګې ، چې ګڼ کسان ورته رابلل شوي وي په آزاده فضا کې جوړېدې، چې د جرګې ګډون کوونکو به بېله
حلقه جوړوله او په لږ څه فاصله کې به اورېدونکي هم ورته ناست وو، چې د جرګې خبرې او پرېکړې به یې
اورېدلې.
د جرګې غړي د سپین ږیري په نامه یادیږي او مشران هم ورته وایي. جرګه کوم خاص مشر نه لري، بلکې غړي
یې په مساوي شرایطو سره کښیني، په جرګه ځای کې، چې د جرګې غړي را ټولیږي نو غونډه په دایروي بڼه
جوړوي، چې د پورته او ښکته امتیاز پکې رانشې، کله داسې هم کېږي، چې جرګه پټه وي، په دې صورت کې جرګه
سیالنیان او اوریدونکي نه لري او نه څوک ور نږدې کېدای شي. د جرګې د جوړېدو لپاره هره قبیله جال ځای لري
او دا ځای سپیڅلی وي، چې په ځینې ځایونو کې بیرغ هم پرې رپول کېږي.
د جرګې ځای سر خالص وي او په عمومي ډول دا ځای پر ډاګ جوړ شوی وي، چې د جرګې د نندارې له پاره د
قبیلې ټول خلک د هغه پر شاوخوا را ټولیږي.
د جرګې امنیت او د متخلفینو مجازات:
له هغه وخته راهېسې، چې دولتونو جرګې جوړه ولوته مخه کړې، نو د امنیت چارې یې د دولتونو پرغاړه دي، د
جهاد په وختونو کې د جرګو امنیت د مجاهدینو له خوا نیول کېده، خوتر دې وړاندې په تېرو زرګونو کلونو کې جرګې
د خپل جزء په توګه یو امنیتي پوځ هم درلود، چې دا تشکل په پکتیا کې تر اوسه هم د اربکیانو په نامه پاتې دی.
اربکیان هغه قومي سپایان دي، چې د جرګې په وخت کې د جرګې امنیت ساتي او د پرېکړو څارنه یې کوي. اربکیان
په هر قوم کې یو میرلري او هغه له قوم څخه تکړه ځوانان له ځان سره منظموي او کله، چې اضطراري حالت
پېښېږي او یا جرګه جوړیږي میرخپل اربکیان را غوړي، وسله وال کوي یې او خپلې، خپلې دندې ورته ټاکي، دوی
په قام کې ځانګړی مصونیت لري او څوک نه شي کوالی، چې هغه ته زیان ورسوي. کوم وخت، چې اربکیان په
کار ګومارل کېږي، د دوی اجرااتو ته ټول قوم غاړه ږدي او مني یې.
اربکي د یوه لرغوني قبیلوي عرف له بقایا وو څخه دي. په آریایي قبیلو کې به د غسې قبیلوي سپایي د جګړې په
وخت کې په قبیلوي جګړو کې د جنګي ټولګیو مشر و او په عادي حال کې به یې د قوم د امنیت ساتل پر غاړه وو.
همدا اربکیان د جرګې د پرېکړو تر اعالنولو وروسته د هغو د تطبیق لپاره ګمارل کېږي او حتی هغه سزاګانې، چې
جرګې ټاکلې د هغه مرتکبینو ته ورکوي، که څوک د جرګې له پرېکړو څخه غاړه وغړوي دوی کوالی شي، چې پر
کور یې اور پورې کړي او ان چې د مرګ سزا ورکړي.
د پټو جرګو اسرار ساتل هم ډېر مهم دي که څوک د جرګې په دوران کې په پټه غوږ ورته کښېږدي او یا د جرګې
کوم غړی هغه پرېکړه رسوا کړي، نو د جرګې په امر سخته سزا ورکوله کېږي، چې د کور ترسیځلو او وژلو پورې
رسیدای شي.
د جرګې د پرېکړو عملي کېدل:
د جرګې پرېکړې بې له دې، چې په کتاب کې ولیکلې شي یا د اسنادو ثبت دفتر ولري په همغه شفاهي او ګړني ډول
د کاڼي د کرښې بڼه لري او عملي کول یې حتمي او الزمي دي. له همدې کبله د هېواد په ډېرو برخو کې له عمرونو
را هېسې خلکو خپلې شخړې د ولسوالۍ پرځای د ولس اصالحي جرګو ته رسولې او بې له رشوت او بې نیاوۍ نه
یې داسې پرېکړې تر السه کولې، چې دواړو اړخونو ته به د منلو وړ وې.
د اصالحي جرګو پرېکړې تر دې حده معتبرې وې، چې زموږ په هېواد کې به د شرعي محکمو قاضیانو، چې کومه
شخړه فیصله نه کړای شوه، نو مدعیانو ته به یې ویل، چې اصالحي جرګې ته سره کښینې او خپله شخړه فیصله کړي
او دا پرېکړه به دومره معتبره وه، چې دوی به د خپلو رسمي پرېکړو په کتاب کې درجوله او په دې توګه به یې د
شخړې دوسیه تړله او دا ښیې، چې په ولسي تعامالتو والړې پرېکړې ډېرې عادالنه او د خلکو لپاره د منلو وړ وې.
قاضیانو په داسې ډول جانبین راضي کوالی نه شول، د مسایلو په تحلیل کې د جرګې د ښه والي یو بل مهم دلیل دا
هم دی، چې جرګه د ډېرو غړو د افکارو له یوځای کېدو څخه جوړیږي او عمومي قضاوت پراخ او هر اړخیز نظر
لري او د شخړو او النجو په هوارولو او فیصله کولو کې نه تېر وځي.
په نړیواله سطحه هم عنعنه دومره ارزښتمنه ده، چې نړیوال حقوق پوهان عقیده څرګندوي، چې د هر ولس او ملت
د قوانینو په تدوین کې باید د دوی کلتور، دودونه او عنعنې په نظر کې ونیول شي.
جرګه د افغانیت او ملي عنعنې یوه بنسټیزه برخه ده، چې خان خوشحال خان خټک یې اهمیت داسې بیانوي:
بې جرګې نه به هیڅ کار په الس وانخلي
چــې خــبــر وي د جــرګـې پـه بــرکـت
داکتر محمد ایمل