د جانان په هركلي كې! -معراج شپه

دا ډيره موده يې د راتلو په تمه وم، په پاى كې تر يوولس مياشتو انتظار وروسته الله جل جلاله د جانان د راتلو پيرزوينه راباندې وكړه. جانان دا ځل په داسې حال كې كور ته راوګرځيد چې د كلي ډيرى خلكو نږدې هير كړى و، خو بيا هم په كلي كې ځينې خلك داسې و چې په پوره چمتووالي يې د جانان د راتلو تابيا كړې وه.

جانان د هر خت په څير له دې امر سره كلي ته راغلى و چې د كلي اوسيدونكي دې هر يو د يوې مياشتې په ترڅ كې د ورځې له خوا ځان له خوراك، څښاك او خپلې كډې سره له يوځايوالي نه وژغوري او د شپې له پلوه دې په لمنځونو كې د الله جل جلاله په ياد بوخت شي. د دې ترڅنګ يې د رحمت، مغفرت او اور نه د خلاصي سترې ډالۍ هم له ځان سره راوړې وې او هيلمن و څو هره يوه ډالۍ د مياشې په بيلا بيلو لسيزو كې د كلي په خلكو وويشي.

جانان له ټولو كليوالو غوښتل څو د الله جل جلاله د ستر كتاب د لوستلو، اوريدلو، نفلو، تهجدو او نورو ښو كړو وړو له لارې په ځانونو كې تقوا پيدا كړي. جانان په دې هم ټينګار كاوه چې د دې مياشتې په اوږدو كې د كلي هر وګړي ته د الله جل جلاله بښنه ورپه برخه شي او د ريان په دروازه جنت ته د ننوتونكو له ډلې وشميرل شي. جانان د ستر لارښود دا خبره هم كوله چې په هغه چا دې لعنت وي چې دا سپيڅلې مياشت پرې تيره شي او الله جل جلاله ورته بښنه ونكړي.
ما او نورو كليوالو هم ورسره په ډير اخلاص ژمنه وكړه چې په پوره ايمان او د ثواب لپاره به د جانان امر په سر سترګو منو او په شپه كې به د الله جل جلاله د عبادت لپاره دريږو څو په مونږ كې د الله جل جلاله ويره پيدا او له امله يې الله جل جلاله راته د ګناهونو بښنه وكړي او حنتيان مو وګرځوي.
جانان زمونږ د ژمنې په اوريدو له خوښۍ په كاليو كې نه ځاييده او مونږ يې په خپله ژمنه په كلكه دريدو ته هڅولو.
د جانان د اوسيدو وروستۍ ورځې او شپې وې او هر چا هڅه كوله څو خپل ډير وخت له جانان سره تير كړي. ځينو بيا خپل كور او ټول كارونه پريښي و او د الله جل جلاله په كور كې يې پدې تكل شپې كولې چې له جانان سره ګوښه د زړه ځانګړې خواله وكړي.

د جانان د اوسيد په ورستۍ شپو كې يوه شپه داسې وه چې له نورو زرو مياشتو يې ارزښت ډير و. جانان كليوالو ته د دې شپې د عبادت او په ويښه سبا كولو هم ويلي و تر څو په دې توګه هغوئ ته د بښنې غوښتلو يوه بله موكه په لاس ورشي.
هوكې! د رمضان مياشت پاى ته ورسيده او ما او نورو كليوالو د خپل جانان په تلين كې د خوښۍ اخترونه لمانځل.

محمد مدثر اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب