د تيليفون د استعمال آداب

تليفون د الله تعالی له نعمتونو څخه يو داسې نعمت دی چې مونږ ته يې د اړتيا د پوره کولو او د وخت د ساتلو له پاره راکړی دى، دا به ښه نه وي چې مونږ له دې نعمت څخه زحمت جوړ کړو، او له اړتيا پرته يې وکاروو، په کار ده چې د تليفون په اړه لاندې لارښوونې په پام کې ونیسو:

۱- له بې ګټې کارولو څخه ځان ساتنه، لکه د ټوکو، تنګولو، او بې اړتيا کار له پاره يې استعمال.

۲- په هغه وخت کې بايد چا ته تيليفون و نه کړو چې په هغې کې په شرعي ډول ليده کاته منع دي، لکه سهار وختي، د غرمې د استراحت پر وخت او د شپې ناوخته.

۳- په کار ده چې خبرې ډېرې اوږدې نه کړو، ځکه کیدای شي بل لوری ضروري کار ولري، يا يې له چا سره وعده وي، يا ور ته نور خلک د تيليفون په کرښه انتظار کوي څو ور سره خبرې وکړي.

۴- باید د السلام عليکم په ويلو خبرې پيل او د السلام عليکم په ويلو يې پای ته ورسوو.

۵- له تيليفون څخه د خپلوۍ په پاللو، له مور او پلار سره د نيکۍ او د دوستانو د احوال اخيستلو او اړتیاوو پوره کولو په برخه کې ګټه واخلو.

مسلمانه وروره! د تيليفون په اړه لاندې آداب په پام کې ونيسه:
• خبرې په سلام پيل او په سلام يې پای ته ورسوه.
• تيليفون د خپلوۍ په پاللو او د ښو کارونو په تر سره کولو کې استعمال کړه.
• له بې ګټې خبرو او د نورو له تنګولو څخه ځان وساته.
• په نامناسب وخت کې تيليفون مه کوه.
• خبرې لنډې کوه او خپل او د بل وخت ته پام کوه.

لیکنه :استاد مصطفی محمد طحان

ژباړه :دکتور رحمت الله زاهد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب