د تشویش او اندېښنو زیانونه

که تاسي په ذهن او بدن کي هر ډول آندېښنه وزېږوئ، تاسي پخپل ژوند کي بل دښمن ته آړتیا نه لرئ!
تاسي کرار_کرار نه يوازي په فزيکي ژوند، بلکي په بېلابېلو برخو کي د خپل ځان په ضد کار کوئ؛ تاسي پوهېږئ!
تاسي خپل ژوند د خپل ځان په ضد ګرځوئ، نن ورځ موږ ډېر ښه پوهېږو، هغه خلک چي تر ډېر ذهني فشار لاندي راځي، حتماً ناروغيو ته بلنه ورکوي او په دې کي هيڅ شک نه شته!

په روغتيايي لحاظ دا يو ثابت حقیقت دی او له دې څخه ډېر څه پېښيږي. تاسي نه يوازي ناسلامتۍ يا بد روغتيايي وضعيت ته بلنه ورکوئ؛ بلکي تاسي په نړۍ کي د ستونزو بشپړ کوربه توب ته بلنه ورکوئ.
ځکه لکه څنګه چي تاسي په کوم ډول بیرته راپورته کېږئ؛ په همدې اساس تاسي دا ډول وضعیت خپل ځان ته راجع کوئ. ستاسي په وړاندي دا خلک مو ژوند ته حتماً دا ډول پایلي هم لري؛ نو هغه څه چي موږ یې په اړه خبري کوو د ذهني فشار ماتول نه دي.
دلته یوازي د څه ډېري سوله ييزي فضاء په اړه خبري نه کوو، بلکي که غواړئ خپل ژوند هغه ډول جوړ کړئ، چي تاسي یې غواړئ؛ نو آړتیا لرئ، چي ځیني بنسټونه چارج کړئ؛ کنه نو تاسي به یوازي خپله انرژي د خپل ځان په ضد کار کړئ.
دا هغه وخت نه دی، چي ما وويل د خپل ځان په ضد د يوه قوي دښمن رامنځ ته کولو سرچينه دلته ده. دا ښه او غوره ده، چي احساس جوړونکې سرچینه ستاسو لپاره کار وکړي؛ نه ستاسي په ضد. همداسي نه ده!
دا دومره غښتلې قوه باید تل ستاسي لپاره کار وکړي؛ که دا ستاسي په ضد کار وکړي؛ تاسي ختم ياست؛ چي بيا هيڅوک تاسي نه شي ژغورلای، زه درته وایم!
که ستاسي په منځ کي د احساساتو رامنځ ته کېدو سرچینه ستاسي په ضد کار پیل کړي، په دې نړۍ کي هیڅ شی تاسي نه شي ژغورلای؛ نو دا خورا مهمه ده. دا يوازي له ذهني فشار څخه د څه ناڅه خپلواکۍ په معنا نه دی او نه هم ډېر آرام او خوښ اوسېدل ددې سره تړاو لري.
که خپل ژوند هغه ډول جوړوئ، چي تاسي یې غواړئ، خورا مهم دی؛ خو تر ټولو لومړی باید تاسي خپل بدن، بيا ذهن او ورپسې انرژي په کار واچوئ او دا شیان په خورا دقت سره زموږ ټولو په اختیار کي دي.
دا دومره مهم دي، څومره چي تاسي بهر وځئ او پیسې ګټئ، خپله کورنۍ جوړوئ، یاهم هرکار ترسره کوئ، ځکه چي ټول هغه شیان، چي تاسي یې هیله لرئ، هغه واقعاً هم ولرئ او لرئ يې؛ يا به بدبخته ياست! په دې سره نه یوازي د خپل ځان بلکي د شاوخوا خلکو لپاره هم د ډېری بدبختۍ لامل کیږئ.
نه دا چي تاسو ښه یا بد یاست! هغه ځکه چي تاسي له ژوند څخه ناخبره یاست! خلک یو بل ته سردرد جوړېږي، نه دا چي دوی ښه یا بد وي؛ ځکه دوی د ژوند له لارو_چارو او اصولو څخه بې خبره دي، آيا نه دي؟
کله چي يو څوک د نورو کسانو په ضد نوکان جنګول پيل کړي، داسي برېښي، چي هغه وویل دوی نه پوهیږي، چي څه کوي؟ دوی ټول وايي، چي يوازنۍ ستونزه ناپوهي ده؛ آيا نه وايي؟
دوی بد نه دي، نه هم ددې لپاره يوشمېر شيطانان آجنټان دي، جهالت يوازنۍ ستونزه ده؛ دغه کسان نه پوهېږي، چي دوی څه کوي؟ دا يوازنۍ ستونزه ده؛ آيا نه ده؟
ژباړه: عزت الله ذکي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب