د بېنډۍ (بامیه) یو شمیر حیرانوونکي روغتیايي ګټې

بېنډۍ یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې بې شمیره روغتیايي ګټې لري او انسان له یو شمیر مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

بېنډۍ ډیره لږه کالوري لري خو د ګټورو روغتیايي موادو تر ټولو غوره منبع ده. دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber)، ویټامین اې (Vitamin A)، ویټامین سي (Vitamin C) او فولېټ (Folate) نومې ګټور روغتیايي مواد لري. همداراز د ویټامین بي (Vitamin B)، ویټامین کې (Vitamin K)، کلسیم (Calcium)، پوتاشیم (Potassium)، اوسپنه (Iron)، مګنیزیم (Magnesium)، منګنیز (Manganese) او زینک (Zinc) له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. په دغه خواړه کې یو شمیر انټي اکسیډنټس لکه بیټا کیروټین (Beta-Carotene)، لیوتین (Lutein) او ژانتین (Xanthine) هم شتون لري.

بېنډۍ یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې د زیات شمیر ناروغیو په وړاندې د بې ضرره درمل رول لوبوي. بېنډۍ د لاندې ناروغیو په درملنه کې مرسته کولی شي:

د وینې لږوالی (Anemia): بېنډۍ د وینې له حجراتو سره د وینې بیا تولید کې مرسته کوي او د انیمیا د ناروغۍ مخه نیسي.

د سرطان ضد: په دغه خواړه کې شته انټي اکسیډنټس (Antioxidants) د بدن دفاعي نظام څخه د هغو ازادو رادیکالونو په وړاندې چې حجرات ته بدلون ورکولو سره هغوي ته سرطاني خاصیت ورکوي ساتنه کوي.

نفس تنګي: په بېنډۍ کې شته انټي اکسیډنټس او ویټامین سي د نفس تنګۍ ناروغي په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

هډوکي غښتلی کوي: په بېنډۍ کې شته فولېټ نومې مواد هډوکي پیاوړي کولو سره انسان د هډوکو مختلو ناروغیو څخه ژغوري.

کولیسټرول: په بېنډۍ کې پیدا کیدوونکی محلول فایبر په بدن کې مضر کولیسټرول ټیټولو سره د زړه د حملې او د زړه یو شمیر نورو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

هاضمه: په بېنډۍ کې شته فایبر او نور ګټور مواد د خوړو په هضم او په کولمو کې د هغوي په انتقال کې ډیره زیاته مرسته کوي. له بدن څخه د زهري موادو په خارجولو کې هم مهم رول لوبوي.

شکر: دغه خواړه انسولین (Insulin) ته ورته خاصیت لري او په وینه کې د قندي موادو اندازه کموي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب