د بهرنیو ژبو د ځینو ویینو په اصلي مانا پوهېدل اسانه کار نه دی! «اغېزمنتوب او وړتیا»

Effektivität , Effizienz

د لیکوال (زما ) یو څو مخکنۍ خبرې ـــ کله ناکله په الماني ژبه زما د خوښې وړ مسلکي کتابونو د لوستلو په ترڅ کې له یوشمېر داسې لغاتونو (کلېمو ) سره مخ کېږم ، چې که په پښتو ، انګلیسي ، روسي او یا نورو ژبو اړوند منابعو کې یې ماناوې ولټول شي ، سره یو شان او ورته مانا شوي وي . خو که چېرې داشان لغاتونه د یوې موضوع په منځپانګه کې څوڅو ځلې راغلي وي نو بیا په هر ځانګړې غونډله کې د موضوع د څرنګندوالي او اړتیا له مخې په جلا بڼه کارول کیږي . په تېره بیا که دا رنګه وییونه په مسلکي کتابونو کې ولیدل شي نو وار له واره کتوونکي پرته د کوم دلیله ددغه دواړو لغاتونو د مانا تر منځ د رښتینې توپیر د پېژندلو ، چې د بېلابېلو موخو لپاره د موضوع د ځانګړتیاوو له مخې کارول شوي وي ، په لټه کې کیږي . ما دا فکر کاوه ، ښایي دا ستونزه به یوازې همدا زه ولرم . او د خپلې کمزورۍ د بشپړ یقیني کولو په لټه کې وم . څه خو به زما کمزوري وي ، خو څه هم زمونږ په مورنۍ ژبه پښتو کې یو زیات شمېر علمي ترمېنالوجیو تر دې دمه په مسلکي ډګرونو کې د کارونې لپاره ځای نه دی موندلی . وړمه ورځ مې د یو سایټ پر مخ په الماني ژبه په دغه دوو لغاتونو ، چې لا وړاندې یې د اقتصادي سکالو اړوندو کتابونو کې د مطالعې پر مهال زما په ذهن کې ددوی تر منځ د یو روښانه توپیر پیژندلو په اړه پوښتنې لا ځوابه پاته وې ، سترګې ولګېدلې . چې د یادو لغاتونو په توپیریز مانا یې یو څه رڼا اچول شوې وه .
نو مې غوره وګڼله ، چې د یوې بېلګې په توګه ددغه پورته وړاندې شوو لغاتونو په هکله په الماني ژبه توضح شوي مالومات په پښتو وژباړم اوتاسو درندو لوستوونکو سره یې زما د پورتني ادعا د پخلي په موخه ، شریک کړم :

ژبـاړه :
(اغېزمنتوب او وړتیا)
د ډېــــرو لپاره د اغېزمنتوب ( Effektivität ) او وړتیا ( Effizienz ) تر منځ توپــــیر باندې پوهـــــېدل اسان نــــه دي . مونـــــږ دغــــــه تیارو ته رڼـــــا راوړو .
Effektivität
“Die richtigen Dinge tun ”
Effizienz
„Die Dinge richtig tun ”
۱ . د اغیز منتوب تعریف ( پیژند ) ( Definition Effektivität)
اغېزمنتیوب موخې ته د رسېدلود درجې پوهېدل دي ، چې له غوښتنو یا موخو ته د تلاش څخه تر لاس ته راوړنو پورې ځانګړو اړېکو نه مطلب دی . بنسټیز لګښت دلته کومه مانا نه لري .
یا هم :
اغېزمنتوب بشپړوالی او دقیقتوب دی ، چې ورسره یوه ټاکلې موخه تر لاسه کیږي .
„ د سمو شیانو کول „
پوښتنه راولاړیږي ، چې ایا د ولس یا د مشتریانو لپاره په ګټه دی او ایا „ سم شیان کیږي „ .
د اغېزمنتوب تعریف د اقتصادیت او ګټورتوب په پرتله یوه لوړه سیاسي مانا لري . ددې لپاره ، چې ناسم څیزونه اغېزمن اجرا شي ، موخې نه بدرګه کوي ، بلکه قاعدتآ بې ځایه د پېسو لګول دي .
۲ . د وړتیا تعریف (پیژند ) ( Definition Effizienz )
وړتیا د ورودي ( Input ) تناسب پر خروجي ( Output ) لکه د خدمت پر لګښت ښیي . وړتیا همدارنګه د اقتصادیت د زیات شمېر حالاتو سره مطابقت لري .
یاهم :
وړتیا د بشپړوالي او دقیقتوب د وړاندي شوي لګښت سره په ارتباط کې ، د کوم سره ، چې یو ټاکلی هدف تر لاسه کیږي . „ شیان ( کار ) سم کول „ د هغې نه دا پوښتنه مطرح ده ، ایا „ کار سم کیږي „ (د اغېز توپیر : „ سم کار کول „ .)
وړتیا بې له پوښتنې ډېره مهم ده . خو که چېرې ناسم شیان اغېزمن شوي ، دا اصراف او د عامه نظم د فرمان نه مراعات کول دي . د هغې مطابق اغېز یو لوړ ړومبیتوب لري . ستراتیژي د لیاقت مخې ته ځي .
۳ . اغېزمنتوب (Effektivitaet ( او وړتیا Effizienz) ( په ورځني کار کې ( مثال )
Rico غواړي د اوړي په یوه ګرمه ورځ خپل بایسکل ومینځي . نو که چېرې هغه ټوله ورځ یوازې لټي کوي او په لمر کې پیتاوی کوي ، او هغه په مانا کې د اصلي موخې ( بایسیکل پاکول ) لپاره ا غېزمن ( مؤثر ) نه دی . نو ځکه هغه ( موخې ته د رسېدو له نظره ) دغه سم نه کوي .
که چېرې هغه دغه بایسکل یوازې په اوبو او یوې ټوټې سره مینځي ، هغه پوره ( بیخي ) اغېزمن دی ( بلې هغه هلته خپلې موخې ته په رسېدو باندې کار کوي ) ، خو ګټور نه دی . هغه به هله اغېزناک او ګټور وو ، که چېرې هغه د سمو موادو ( مناسب د مینځولو مواد، برسونه او نور ) سره دغه کار ( بایسکل پاکول ) سم کولای .
۴ . نڅوړ یا لــــــــــنــډیز ( Zusammenfassung )
اغېزمنتوب د محصول ( Output ) لپاره یو کچ ( اندازه ) دی ـــ سم څیزونو کول . کېدای شي د اغېزمنتوب یوه لاندنۍ موخه وړتیا وي . دا د ورودي او خروجي تناسب ښکاره کوي . په دې توګه ، هغه د منابعو د اقتصادیت لپاره هم د یو معیار په توګه پکاریږي ـــ شیان سم کول . نو ځکه وړتیا د اغېزمنتوب لپاره نه پوره نه اړین شرط دی .
د اغېزمنتیا او وړتیا تر منځ توپیر تل په چټکه روښانه نه دی . „ کار سم کول „ د څــــــــه نه وروسته پوښتنه ځوابول ــ څــــــه باید شوي وي ، موخې ته د رسېدو لپاره څه باید وشي ؟ دا ســم هـــــله ددې لپــــاره چې درست کښـــــــــېنول شي ، د څرنــــګه پوښتنه ځوابوي ـــ څــرنګه کېدای شي هغه بدل شي ؟ په ورځني ژوند کې خپلې کړنې د اغېزمنتیا او وړتیا سره مرتب کړﺉ ، یوه دوامداره بریا ستاسو په شخصي ، مسلکي او موسساتي ژوند کې ګرنټي کوي » .

اخځ :
http://www.rechnungswesen-verstehen.de

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب