د بني قینقاع غزا | نبوي سیرت ۳۰ برخه
٣- د بني قينقاع غزا
په تيرو پاڼو كې مو له يهودانو سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د معاهدې يادونه وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل ټول وس سره ددې معاهدې د تطبيق كوښښ كاوه د عملي كولو هيله يې درلوده. او د تطبيق په ميدان كې له يوه مسلمان نه هم داسې كوم كار ندى صادر شوى چې د نوموړې معاهدې له كوم بند او مادې سره دې تناقض ولري، خو يهودانو چې تاريخ يې ټول له غدر، خيانت، بى وفايۍ، جفا او عهد شكنۍ نه ډك دى، دا ځل هم وفا ونه شوى كړى، ډير ژر خپل پخواني حالت ته واوښتل د مسلمانانو په مينځ كې يې د توطئو، فتنو، پريشانيو او سازشونو راولاړولو لپاره هلې ځلې پيل كړې. راځئ د يهودانو ددې ډول مكاريو او توطئو يو مثال هم تر نظر تير كړو:
د يهودانو د مكر او فريب يوه نمونه
ابن اسحاق وايي: يو ځل يهودي شاس بن قيس چې ډير بوډا، غټ كافر او د مسلمانانو له ټولو نه لوى دښمن وْ د اصحابو (رضي الله عنهم) په يوه مجلس تيريده، كه ګوري چې هلته د اوس او خزرج خلك ګډ سره ناست دي يو له بل سره خبرې اترې كوي. يهودي چې دا حالت وليد چې اسلام هغه د جاهليت په دوران كې سره دښمنې قبيلې څه ډول سره يو كړيدي، د مينې او محبت په مزي يې سره تړلې دي، نو په زړه كې يې د عداوت او حسد د اور لمبى بلې شوې، ويې ويل: دلته د بنو قيله سرداران سره يو شوى دي، قسم په خداى د دوى له اتحاد او يووالي نه وروسته دلته زمونږ ټيكان او ګذران ډير ګران دى، دا فكر يې وكړ او هغه يهودي ځوان ته يې چې ور سره ملګرى وْ وويل: د دوى مجلس ته ورشه ورسره كينه د بعاث د جګړې او له هغه نه مخكې حالاتو يادونه وكړه او هغه اشعار ورته ووايه كوم چې دواړو طرفونو (اوس – خزرج) پدې هكله ويلي وو. هغه ځوان لاړ او همداسې يې وكړل، نو اوس او خزرج خبرې او مناقشې پيل كړې، يو په بل يې د فخر او وياړ څرګندونه كوله، سره مخالف شول تر څو له دوى نه دوه كسان راپورته شول، يو د بل په خلاف يې خبرې وكړې، بالاخره يوه بل ته وويل: كه غواړي، نو همدا اوس به بيا د همغې خپل منځي جګړې اور بيا راتازه كړو! دواړه قبيلې په غوسه شوې او سره ويې ويل: سيي ده نو راځئ د حره ميدان ته چې سره معلومه يې كړو! نارې يې وكړې وسله راوړىْ ، ټول راووتل او نژدې وه چې د جګړې اور بل شي.
دا خبر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسيد، هغه مبارك له يو شمير مهاجرينو سره يو ځاى تشريف راوړ او ويې فرمايل: (يا معشر المسلمين، الله الله، أبدعوى الجاهلية وأنا بين أظهركم بعد أن هداكم الله للإسلام، وأكرمكم به، وقطع به عنكم أمر الجاهلية، واستنقذكم به من الكفر وألف بين قلوبكم).اې مسلمانانو! الله در په ياد كړىْ، خداى ته وګورىْ، بيا د جاهليت ناره او دعوه، هغه هم پداسى حال كې چې زه ستاسې په مينځ كې يم او وروسته له هغې چې الله تعالى په اسلام مشرف كړىْ، له جاهليت نه يې را بيل او له كفر نه يې نجات دركړ، او په زړونو كې يې درته يو د بل مينه او الفت واچاوه؟
همدا وه چې دوى (اوس او خزرج) پوه شول چې دا يو شيطاني حركت، وسواس او د دښمنانو چل او فريب وْ، ژر په حقيقت پوه شول، له سترګو يې اوښكې روانې شوې، يو بل يې په غيږ كې ونيوه او بيا له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره په پوره اخلاص او اطاعت او داسې حال كې روان شول چې الله تعالى ورته د اسلام د دښمن شاس بن قيس له مكر او فريب نه نجات ورپه برخه كړى و.(1).
دا د مسلمانانو په مينځ كې د يهودانو د توطئو او فتنو يوه وړه نمونه وه او د هغې سلسلې يوه كړۍ وه كومه چې يهودانو د اسلامي دعوت د مخنيوي لپاره په كار اچولې وه. هغوى ددې شوم هدف او مقصد لپاره مختلفې لارې او ډيرې منصوبې جوړې كړې وې، بې اساسه او دروغجن تبليغات به يې كول، سهار به يې ايمان راوړ او ماښام به بيرته كفر ته اوړيدل دا ددې پخاطر چې له كمزورو مسلمانانو سره د اسلام په هكله شكوك او شبهې را پيدا شي.
او پر هغو مسلمانانو به يې اقتصادي فشار راوړ، ژوند به يې ورباندې تنګاوه له كومو سره به يې چې مالي معامله درلوده. كه قرض به يې ورباندې وْ ، نو سهار، ماښام به يې دروازې ته ولاړ او د قرض د ادا غوښتنه به يې ورنه كوله او كه د مسلمان قرض به پر دوى و، نو نه به يې وركاوه، په ظلم او زياتي سره به يې ورنه خواړه او ورته ويل به يې: ستا قرض خو هغه وخت راباندى وْ چې ته پخپل پلرني دين وې، اوس چې تاسو خپل دين پرې ايښى، نو زمونږ او ستاسې څه معامله نشته.(٢)
دا بايد په ياد ولرو چې يهودانو دا ډول كارونه او فتنې له بدر نه مخكې شروع كړې وې، دا سره لدې چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې معاهده هم درلوده.
د يهودانو ددې ناوړه اعمالو په وړاندې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو له صبر او زغم نه كار اخيست، او دا طمعه يې درلوده چې كيداى شي هغوى د هدايت او حقيقت لاره غوره كړي. او بله دا چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) غوښتل په سيمه كې امن او آرامي حاكمه وي.
د بني قينقاع له خوا د تړون ماتول
كله چې يهودو وليدل الله تعالى د بدر په ميدان كې د مسلمانانو بې كچه مرسته وكړه، عزت او شوكت يې ور په برخه كړاو د هر چا ليرې دى كه نژدې پر زړه د اسلام او مسلمانانو د هيبت او عظمت اثر پريوت، نو د دوى په زړونو كې د دښمنۍ او حسد اور په لمبو شو، نور يې خپل عداوت پټ نه شواى كړى په ښكاره يې د بغاوت بيرغ اوچت كړ او د مخامخ مقابلې ميدان ته راووتل.
په يهودانو كې له ټولو نه لوى كينه ناك او ډير شرير انسان كعب بن اشرف وْ چې وروسته به ورنه خبرې وكړو، او له ټولو نه زياته شريره ډله او طايفه د بني قينقاع قبيله وه. دا قبيله په مدينه كې د ننه اوسيدله، كلى يې په همدې نامه ياديده. زياتره خلك يې يا زرګران وو يا آهنګران او يا لوښي جوړونكي كلالان، او د همدې كسب و كار له بركته له هر يوه سره د جنګ ساز و سامان هم وْ. دوى اوه سوه جنګيالان درلودل په غيرت كې هم له نورو يهودانو نه وړاندې وو، او همدوى له ټولو نه ړومبى عهد او تړون مات كړ.
وروسته له هغې چې الله تعالى مسلمانان په بدر كې بريالي او برلاسي كړل، نو ددې يهودانو طغيان او سركشي زياته شوه د مسلمانانو په خلاف يې خپل شرارتونه او خباثتونه زيات كړل. له هيڅ ډول ګډوډۍ نه يې لاس نه نيوه، هر مسلمان به چې د دوى بازار ته ورتله ملنډې او مسخرې به يې ورپورې كولى او تكليف به يې ورساوه، ان تردې چې ددې خبيثانو له شر نه مسلمانې ښځې هم په امن نه وې. او كله چې د دوى سركشي او شرارتونه له حده نه زيات شول، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راټول كړل، وعظ او نصيحت يې ورته وكړ، د حق او هدايت لور ته يې راوبلل، د ظلم او بغاوت له بد انجام نه يې وويرول، خو هغوى له خپل شر او تكبر نه لاس وانه خيست او خپله بد معاشي يې جاري وساتله. ابو داود او نور له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه روايت كوي چې وايي: كله چې د بدر په ورځ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) قريشو ته ماتې وركړه، او بيا مدينې ته راغى، يهودان يې د بني قينقاع په بازار كې راټول كړل او ورته ويې ويل: (يا معشر يهود، أسلموا قبل أن يصيبكم مثل ما أصاب قريشاً). يهودانو! مخكې لدينه چې د قريشو له سرنوشت سره مخامخ شىْ اسلام راوړىْ. دوى ورته وويل: اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ګوره دا دې په غوره كې نكړي او په دې غره نشي چې يو څو له جګړو سره نا اشنا قريشان دې ووژل، ته كه له مونږ سره د جګړې ډګر ته ووزي، نو پوه به شې چې مونږ څوك يوو، او باور به دې راشي چې مخكې زمونږ په شان خلكو سره نه يې مخ شوى. نو پدې هكله الله تعالى دا آيتونه رانازل كړل:
((قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ (12) قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لأُوْلِي الأَبْصَارِ)) (١).
(آل عمران: 12، 13)
[ووايه (اې محمده!) هغو كسانو ته چې كافران شويدي ژر به مغلوب كړى شئ تاسې په وژلو يا شړلو سره په دنيا كې او جمع به كړى شىْ ((شړلى به شىْ په عقبى كې)) طرف د دوزخ ته، او بد ځاى د هستوګنى دى ((دغه دوزخ)) په تحقيق سره دى تاسې ته لوى عبرت (نمونه اې ناظرينو!)) په هغو دوو فرقو كې چې سره مخامخ شولى (په (( بدر)) كې له پاره د جنګ) يوه فرقه چې جنګ يې كاوه په لاره د الله كې او بله فرقه وه چې كافره وه، ليدل به دوى هغوى لره دوه چنده د هغوى په ليدلو د سترګو سره او الله قوت وركوي په نصرت مرسته خپله سره هرچا ته چې اراده وكړي (د نصرت) بيشكه په دې ((لا زيات او كم ليدلو)) كې خامخاه عبرت (پند) دى له پاره د خاوندانو د بصيرت.]
څرګنده ده چې د بنو قينقاع ددې ځواب معنى په حقيقت كې د جنګ اعلان وْ، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو له صبر او زغم نه كار واخيست، او د فرصت انتظار يې كاوه.
پدې سره د بني قينقاع يهودان نور هم سپين سترګي شول، او په ډيره لږ موده كې يې په مدينه كې داسې يوه فتنه راولاړه كړه چې لومړى يې همدوى وخوړل او پخپلو لاسونو يې ځانونه د مرګ او وركې خولې ته ورټيل وهل.
ابن هشام له ابي عون نه روايت كوي وايي: يوې عربي ښځې څه سامان د خرڅلاو لپاره د بني قينقاع بازار ته راوړ او د يوه زرګر له دكان سره كيناستله. يهودانو د فتنې پخاطر غوښتل مخ يې لوڅ كړي، خو نوموړې خپل مخ نه لوڅاوه، نو همدا وه چې زرګر پاڅيد او په پټه سره يې ددې ښځې د كاليو (كميس) وروستۍ برخه په شا پورې وروتړله، دا نه وه پرې خبره، او كله چې پاڅيده نو بې پردې شوه. د يهودانو له خنداګانو نه خولې وازې شوې. ښځې چيغه وكړه، يوه مسلمان چې دا چيغه واوريدله فورا راغى او هغه يهودى زرګر يې وواژه. ورپسې يهودان راټول شول او دا مسلمان يې وواژه، بيا د مسلمان خپلوانو نورو مسلمانانو ته د يهودانو په مقابل كې د فرياد چيغه وكړه، او نتيجه دا شوه چې د مسلمانانو او بني قينقاع يهودانو تر مينځ شر او جګړه جوړه شوه.(1)
محاصره بيا تسليميدل او له وطن نه شړل
نور نو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د صبر او زغم كاسه په ډكيدو شوه. ابو لبابه بن عبدالمنذر يې د مدينې خليفه وټاكه، د لښكر بيرغ يې حمزه بن عبدالمطلب ته وركړ او د بني قينقاع په لور وخوځيد.د دوهم هجري كال د شوال له نيمايي نه يې چې د هفتې ورځ وه د هغوى محاصره پيل كړه. دا محاصره ترذي القعدې پورې يعنى پوره پنځلس ورځې اوږده شوه. بالاخره الله تعالى د يهودانو په زړونو كې ويره او ترهه واچوله ټول تسليم شول، ځانونه، مالونه او اولادونه يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر او فيصلې ته وړاندې كړل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فوراً د يهودانو د تړلو امر صادر کړ او پدې ترتيب سره ټول وتړل شول.
پدې وخت كې د منافقانو مشر عبدالله بن ابي بن سلول را وړاندې شو او په ډير اصرار سره يې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه د هغوى د عفوې او خوشي كولو غوښتنه وكړه او ورته ويې ويل: اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! زما له حليفانو سره نيكي وكړه! ځكه بنو قينقاع له خزرج قبيلې سره د دوستۍ تړون درلود. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ځواب ورنكړ، هغه ( منافق عبدالله) خپله غوښتنه بيا تكرار كړه، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخ ورنه واړاوه، منافق پدې هم نه شو بلكه را وړاندې شو او خپل لاسونه يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ګريوان كې ورواچول. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ډير په غوسه شو او ويې فرمايل: پرې مې ږده، خوار شې، پرې مې ږده! خو منافق په پوره سپين سترګۍ خپله غوښتنه تكراروله او ويل يې: تر هغې دې نه پريږدم تر څو زما دوستان معاف نكړې، دا درې سوه زغره لرونكي او څلور سوه بې زغرو ځوانان چې زه يې له سړو او تودو نه ساتلى يم په يوه ورځ وژنې؟ قسم په خداى چې زه د زمانې له ګردشونو نه ويره لرم.
په پاى كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له نوموړي منافق سره چې د اسلام ښكارولو نه يې تقريباً يوه مياشت تيره شوې وه د نرمۍ او بخښنې معامله وكړه او دده په مخ يې ټول يهودانو وبښل، خو دايې ورته وويل: چې په مدينه او شاو خوا سيمو كې د اوسيدو اجازه نلري. پدې ډول سره هغوى له مدينې نه ووتل او د شام په اذرعات نومي ځاى كې يې واړول، چې يو زيات شمير يې څه موده وروسته په هلاكت ورسيدل.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغوى مالونه او جايدادونه ضبط كړل، او له هغې جملې نه يې درى ليندۍ، درى زغرې، درى تورې او درى نيزې د ځان لپاره خوښې كړې، نور غنيمتونه يې چې د محمد بن مسلمه په واسطه راټول شوي وو د خمس (پنځمې) له بيلولو نه وروسته په حساب برابر وويشل.
ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح