د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو

د نوو طبی څیړنو د پایلی په اړه لیکلی چی ډاکتران د مفصلونو ( بندونو ) د غضروف د تخریب کیدلو پټ راز پیدا کوی . داچی دا ډول دردونو دا مهال د ټولنی د زیاتی برخی ګریوان ته لاس اچولی دی ، ځکه نو غواړم د نوموړی لیکنی د منځپانګی پښتو ژباړه په لاندی کرښو کی د لوستونکو سره شریکه کړم :

      د ارتروز د نه زغمونکو دردونو په وړاندی مرسته راتلونکی ده . یو شمیر مخکښو څیړونکو دا خبره برملا کړه چی د پروتین یو ځانګړی مالیکیول په بدن کی د ناروغو بندونو د غضروف د تخریب په چټکتیا کی پریکنده اغیز لری . ددی سره سم ډاکتران د یو ډول پروتینی تابلیت په تر لاسه کولو بریالی شوی او ډیر ژر به د ډیرو هغو کسانو سره د مرستی په موخه وکارول شی چی هره ورځ ددی ډول ناوړی ناروغی د  سختو دردونو سره لاس او ګریوان دی .
دا چاری د ارتریت د څیړنی (arthritis research ) په برخه کی د نړی د یوشمیر وتلو څیړونکو لخوا د برټانیی د Westminster او Manchester په پوهنتونونو کی تر سره شوی او له مخی یی دا راز موندلی چی د urocortin پنامه د پروتین مالیکیول په باوری ډول کولای شی د ډیرو مهمو غضروفی حجرو (chondrocytes ) بقا تضمین کړی . دغه حجری دی چی د هډوکو روغ غضروفونه تولیدوی او ساتنه یی کوی .
د ارتروز ناروغی د غضروفی حجرو شمیر په پراخه پیمانه سره را ټیټوی ، مګر په بدن کی د دغو اړینو پروتینی مالیکیولونو د تراکم په زیاتولو سره ، همدا اوس دا امکان تر لاسه شوی چی د نوموړو حجرو د مړینی څخه په اړینه کچه مخنیوی وشی .

نوی لاسته راوړنی :

نوی څیړنی چی پدی وختونو کی د Cell Death and Disease ( د حجرو مړینه او ناروغی ) پنامه یوه نړیوالی مهالنۍ کی نشر شوی ، د نړۍ په کچه یوه لویه لاسته راوړنه یاده شوی ده .
په Westminster کی د څیړنیزی پروژی مشر ښاغلی Lan Locke  وایی : « په بندونو ( مفصلونو ) کی د یاد شوی مالیکیول د اغیز کشف د نوو په زړه پوری څیړنو د پاره لاره هواروی چی له مخی یی هم د ناروغۍ علت پیژندل کیدلای شی او ور سره سم هم د ناروغۍ مخنیوی کیدلای شی او هم یی درملنه » .
په ډنمارک کی هم ددغی ناروغۍ طب پوهان د نوموړو څیړونو پایلو ته په مثبت نظر ګوری او د فریدریکزبورګ روغتون سرطبیب او د څیړنو د ډنمارکی څانګی مشر ، پروفیسور  Henning Bliddal وایی : « ښایی اوس هغه چاره پیدا شوی وی چی له مخی یی د غضروفی حجرو ژوند وساتل شی . که دا چاره  وشی نو یو د نه منلو ترکچی به په زړه پوری یو کار وی . په دی کی هیڅ شک نشته چی ددغو څیړنو پایلی ډیری مهمی او دپام وړ دی » . نوموړی پروفیسور زیاتوی : « پدی اړه تر ټولو په زړه پوری دا مونده ده چی غضروفی حجری د پروتینو دغه مهم مالیکیول تولیدوی او دا امکان تر لاسه شوی نوموړی مالیکیول په زیاته پیمانه جوړ شی او پربنسټ یی د غضروفی حجرو د تخریب څخه مخنیوی وشی . که دا بریالیتوب تر لاسه شو نوبیا به د تل دپاره ستونزه حل شی . کیدلای شی دا ډول پروتینی مالیکیول د فامیل دغړو څخه چی پیژندل شوی هارمون ولری ، دناروغ بدن ته د درملو ( تابلیت ) په بڼه ور داخل کړل شی .  دا کار ښایی تر هغه زیات وخت ونیسی چی همدا اوس حساب ورباندی کیږی . هر مواد چی بدن ته ور داخلیږی ، کیدلای شی نامطلوب اړخیز ( جانبی ) اغیز ولری ځکه نو د کارولو څخه یی باید ډډه وشی . وخت به دا وښئی چی په عمل کی څه پیښیږی » .
د ډنمارک د فریدریکزبورګ ښار د Parkinson په انستیتوت کی د ارتریت متخصصه پروفیسوره اغلی Bente Danneskiold-Samsøe د خپل لوړ یاد شوی همکار پروفیسور دخبری په تائید سره یادوی چی موږ اوس دڅیړنو د هغو پایلو سره ولاړ یو چی خورا زیات او د پام وړ اهمیت لری . دا وایی : « دا په رښتیا هم ډیره په زړه پوری ده او زه د یوه زیات شمیر ناروغانو په استازیتوب دا دډیری خوښۍ ځای بولم چی موږ به ډیر ژر د یوی اغیزمنی درملنی او مخنیوی کولو سره لاس پکار شو . دا یوه منل شوی خبره ده چی د chondrocytes پنامه فعالی حجری په تخریبونکی پروسه کی اغیز لری چی د ناروغانو په غضروف کی منځته راځی » .
دا ناروغی په نړی کی ورځ تر بلی په زیاتیدو ده . د بیلګی په توکه یوازی په ډنمارک کی چی نژدی پنځه میلیونه وګړی لری ، اوه لکه کسان په یوه یا بل ډول ددغی ناروغۍ له دردونو څخه رنځ وړی او شمیر د راکټ په چټکتیا مخ په زیاتیو دی . یو د لویو علتونو څخه هم پدغی ناروغۍ کی د وزن زیاتوالی ګڼل شویدی .
د ناروغۍ د منځته راتلو جریان داسی دی : کله چی په بندونو کی د دوو مخامخ کیدونکو هډوکو د سرونو په برخه کی غضروفی حجری تخریب شی ، سطح یی نا هواره کیږی او هډوکی سوکه سوکه یو د بل سره سم نه برابریږی ، یو دبل پر سطح په ښوی او لزجی ډول د حرکتی ګرځیدو قابلیت د لاسه ورکوی . پدی توګه هډوکی یو دبل سطح توږی چی دردونه ورڅخه را زیږی . ددی سره سم د بند ( مفصل ) کپسول چی بند یی احاطه کړیدی ، د وخت په تیریدو سره ورځ تر بلی پاړسوب کوی ، پنډیږی او په بندونو کی دهغو اوبړنو موادو ( مایعاتو ) مقدار چی باید دردمن بند غوړ کړی ، زیاتیږی . په تدریجی ډول د بند هډوکی بدلون مومی ¸ خپل طبعی شکل د لاسه ورکوی او ورانیږی ، پنډوالی یی سخت او کلک کیږی چی دپخوا پشان په اسانی سره بی تکلیفه حرکت نشی کولای او د سختو دردونو لامل ګرځی .
د بندونو د دردونو په وړاندی څو ګټوری مشوری :
۱ –  د وزن کمول : د وزن زیاتوالی د نورو ناخوالو تر څنګ دلته هم خطرناک دی . څیړنو ښودلی چی په سلو کی لس د وزن کمول ، ددی ناروغی په اړه ۳۰ په سلو کی مخنیوی کوی .
۲ ـ د کلسیم اخیستل دی ناروغی ته ډیر ګټور دی . د کلسیم ستره سرچینه شیدی او د شیدو محصولات دی .
۳ ـ طبعی درملونه : څیړنو ښودلی چی کورکومن ( زردچوبه ) د التهابی کیدو مخنیوی کوی او ددی ناوِړتیا په وړاندی ډیر ګټور دی . کورکومن د اندورفین Endorfin تولید په بدن کی زیاتوی چی دا بیا د خپل بدن مورفین ډوله مواد دی ، هم دردونه اراموی او هم یی مخنیوی کوی . پکار ده چی هره ورځ غذا ته یوه یا دوی د چایو کاچوغی کورکومن واچول شی . شونډ ( زنجبیل یا زنجفیل ) هم د التهاب مخه نیسی او باید هره ورځ لږ تر لږه څلور ګرامه شونډ د غذا سره وخوړل شی . د نسترن د بوټی میوه چی د ګل تر رژیدو وروسته پاتیږی ددی ناروغی په مخنیوی کی ډیر رول لری .
۴ ـ مناسبه غذا ډیره مهمه ده . ویټامین ( C) دی ناروغۍ ته ډیر ګټور دی چی لویه سرچینه یی مالټی ، دولمه ای مرچ او د نسترن د بوټی میوه ده . چاغ د وازګو ډک کبان لکه ساردین ، لاکس او ماکریل چی نامشبوح غوړی یی ډیر دی ، خوړل یی د بندونو د پاره ډیره ګټه لری .
۵ ـ په دی ناروغی اخته ډیرۍ کسان داسی فکر کوی چی باید پرخپلو بندونو باندی زړه سوی وکړو او په حرکت کولو سره یی و نه ځوروو .  مګر څیړونکی دا نه تائیدوی او وایی چی څومره توان لرو ، باید فعال اوسو او حرکت وکړو ، داځکه چی پدی کار سره عضلی غښتلی کیږی او ور سره سم د بند پر غوټه ، پرتونو او د بند هډوکو باندی بار کمیږی او داکار بیا دردونه اراموی . څیړونکی وایی چی په منظم ډول د عضلاتو دغښتلی کیدو په موخه اړوند تمرینونه کولای سی پدی ناروغۍ کی کله ناکله ان د زنګنونو او ورنونو د بندونو د حراحی مداخلی اړتیا له منځه یوسی .

د ژباړی پای

د ژباړونکی یادوونه :
ارتروز یا اوستیوارتریتیز osteoarthritis هغه ناروغی ده چی اصلی علت یی تر اوسه پوری په دقیق ډول پیژندل شوی نه دی ( ښایی ددغو نوو څیړنو په پایله کی به وپیژندل شی ) ، مګر معلول پخپله دغه ناروغی بللای شو چی په مفصل کی د اړوندو هډوکو د سرونو د برخی د غضروف د تخریب کیدو له کبله منځته راځی . پدی توګه پکار ده چی د نوموړی غضروف د تخریبولو لامل تشخیص شی او دا بیا هغه څه دی چی له مخی یی دتخریب کیدو مخنیوی او درملنه کیدلای شی . دا ناروغی په پراخه پیمانه په ټوله نړۍ کی لیدل کیږی . د ځینو سرچینو له مخی په امریکا کی تر ۲۱ میلیون کسانو پوری پری اخته دی . د همدی ناروغۍ له مخی انسان د کار وړتیا تر ډیره حده له لاسه ورکوی او ژوند یی بیخونده کیږی . د زاړه او پاخه عمر والا خلګ تر نورو ډیر ورباندی مصاب کیدلای شی . په ځوان عمر کی  نارینه تر ښځو زیات او په پاخه عمر کی بیا ښځی تر نارینه وو زیات ورباندی مصاب کیږی . ارتروز کولای شی د بدن ټول مفصلونه په ځانګړی توګه د غاړی ، ملا ، پښو ، لاسونو ، ګوتو ، زنګنونو ، ورونونو او نور بندونه مصاب کړی . د ناروغی نښی نښانی داسی څرګندیږی : د پیل په پړاو کی دردونه لږ او معمولا د کار یا فزیکی فشار سره منځته راځی او د استراحت پرمهال بیرته ورک کیږی . په وروستیو پړاوونو کی دردونه زیات وی او ان د استراحت او خوب پروخت هم انسان زوروی . دا دردونه ددی لامل ګرځی چی د مفصل حرکتونه کم ، پاړسوب منځته راولی او داړوند غړی د ګوډ کیدو باعث شی .
د بندونو ارتروز کیدلای شی د لابراتواری کتنو او رادیوګرافی د لاری تشخیص شی . د وزن کمول ، مناسب فزیکی فعالیتونه ، سپکه غدا کولای شی د ناروغۍ په مخنیوی او درملنه کی مثبت رول ولوبوی . لدی نه پرته کمیاوی درملنه یانی د اړوندو دواګانو کارول هم تر یوه حده ګټه رسوی .
د دردونو د کموالی په موخه که مفصلونه وی ، باید ګرم وساتل شی او مساژ ورکړل شی ، که غاړه وی باید د ځانګړی جوړ شوی غاړی بند نه کار واخیستل شی څو د غاړی د حرکت مخنیوی وکړی ، که شمزۍ وی باید پر نسبتا کلکه توشکه باندی پر شا بیده شی . د ډیرو شدیدو دردونو پر وخت جراحی مداخله هم اړینه وی . که دردونه ډیر شدید نه وی ، مناسب ورزش ګټه رسوی خو که شدید وی بیا د استراحت حالت تسلی کوونکی دی . ددی دپاره چی پر اړوندو مفصلونو فشار کم شی ، کیدلای شی د ځانګړو لکړو څخه کار واخیستل شی .
دا هغه څه دی چی پدی اړوند د لا زیاتو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه د بیلابیلو لیکنیزو او انترنیتی سرچینو څخه رالنډ شول تر څو د ناروغو کسانو سره مرستندویه وګرځی .      پایپوهنمل حاجی محمد نوزادی

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب