د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ؟

زما پوښتنه:

د شغار په باره کی ده آیا په اسلام کی شغار شته دی او کنه؟ که وی نو دلیل سره یی واضح کړی او که نه وی نن ورځ په افغانستان کی ولې عام رواج ګرځیدلی دی او  حال دا چی خلک یې له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړي دي او هغه زنانه چی دوی په بدل کې ورکول کیږي هغوی هم د ژوند تر پایه پوری ناراضه او له ژوند نه بیزار وي  .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:
 وروره ستاسو دپوښتني ځواب  باید لمړی له دي ځایه واضح کړم  چې شغار دي ته  وايې : چې یوتن دبل سړي لور یاخور په دي ډول په نکاح کړي چې دغه تن بیاخپله لور یاخور هغوئ ته ورپه نکاح کړي  نوله دوئ نه هره یوه نجلۍ دبلي  مهروګرزوي  .

او اوس دشغار حکم درته بیانؤو:

شغار دمنعي په هکله  صریح حدیثونه راغلي  ، فقهاؤ لیکلي دي چې شغار مکروه  دی ،اونکاح صحیح کیږي ، البته  دشغار په صورت کې  منعقده شوي نکاح کې   دهمدغه منکوحو لپاره په خاوندانو مهرمثل لازم ګرزي  .
اوپاته شوه دا خبره چې شغار په افغانستان کې عام  ګرزیدلی دی ،نوداخبره سمه  نه ده ځکه دشغار صورت تاسوته معلوم شوو چې مطلق یوه نجلۍ  دبلي نجلۍ مهروګرزوي  ، بعینه داصورت په وطن کې نشته ، بلکه هغه  علماء چې دهمدي ډول نکاح  عقدکوي نوپه همدي مهال  ضرور مهرونه متعین کوي ،که څه هم اقل مهر وي  .
اوپه ځینو سیموکې بیاددغه مهر په مقابل کې پلار یاورور نجونو ته  د کورسامان  اخلي چې دایې په مهر کې حساب وي  یادغه دکور سامان  دمهردمقاصاة [ادا په اداکیدل ] په ډول وي  .
اوکه چیرته شاذا  بعینه دشغار صورت واقع شوی وي نوهلته  خومهر مثل په زوج باندي لازم دی  خوکه میرمن یې خاوند ته ددغه مهر مثل عفوه  وکړي نوبیا هم دغه کراهیة  له مینځه ځې  .
 في المشکوة ۲\۲۹۲ عن ابن عمر رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن الشغار والشغار ان یزوج الرجل ابنته علی ان یزوجه الآخر ابنته ولیس بینهماصداق  . متفق علیه
قال الشارح الغورغوشتوي رح : ووجه قول ابي حنیفة رح ومن وافقه ان کلا منهما سمی مالایصلح صداقا فیصح النکاح ویلغوالتسمیة لعدم صلاح البضع صداقا ویجب مهرالمثل کمااذاتزوج وسمی الخمر اوالخنزیر اوتزوج بشرط نفی المهر اوتزوج بلاذکر المهر الخ
في الهدایة  ۲\۳۴۵ باب المهر :  ویصح النکاح  وان لم یسم فیه المهر  لان النکاح عقدانضمام  وازدواج  لغة فیتم بالزوجین  .  ثم المهر واجب  شرعا ابانة  لشرف المحل فلایحتاج  الی ذکر ه لصحة النکاح  الخ
وفي الهندیة  ۱\۳۱۶ للمرأة  ان تهب مالها لزوجها من صداق دخل بها زوجها اولم یدخل   الخ
وفي ردالمحتار ۲\۳۶۱ مطلب  في نکاح  الشغار  وحاصله انه مع ایجاب مهرالمثل لم یبق شغارا حقیقة وان سلم فالنهی علی معنی الکراهة   الخ
وفي الفتاوی الفریدیه  ۴\۴۲۲  ولان نکاح  الشغار منهی عنه مادام  کان شغارا  والامر  ان نکاح  الشغار یلزم فیه  مهر المثل  فینقلب  الی النکاح  الشرعي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب