د بایبل تعریف

نړیوال عیسایي مذهبي قاموس د بایبل تعریف داسي کوي:

بايبل د یوناني ژبي د(Biblia) څخه اخیستل شویدئ، چي(بیبلیا)د کتابو په معنا سره دی، د پنځلسمی پېړۍ راهیسي دا نوم ودې سپېڅلو کتابونو ته ورکول شویدئ، دا سپېڅلي کتابونه د پروتستانو په نزد (۶۶) کتابونه دي او د کاتولیکانو په آند (۷۳) کتابونه دي، د مشرقي ارتودوکس کلیسا په آند(۷۸) کتابونه دي، چي (۴۰) څلویښتو مختلفو لیکوالانو یا زیاتو په مختلفو وختو کي په مختلفو ژبو سره لیکلي دي ، چي په دې لیکوالانو کي د دبدبې څښتنان، واکمنان، دهقانان، پاچایان، کب نیونکي، مذهبي مشران، مالیه ټولونکي، کېږدۍ جوړونکي، شپانه، پوهه درلودونکي ، بې تعلیمه، عیسویان او یهود شامل دي،چي دوی اکثرو یو د بله سره نه پېژندله۔

(Easton’s Bible Dictionary)

چي همدا اصطلاح اوس په نړیواله توګه سره استعمالیږي، بیا هم په کتابونو کي ډېر توپیر له ورایه معلومیږي، دغه بایبل چي اوس په ۲۷۰۰ ژبو سره ژباړل شویدئ، او په ټوله نړۍ کي شتون لري، د کاتولیکانو بایبل ۷۳ کتابونه لري، او بل لور ته د پروتستانو بایبل بیا ۶۶ کتابونه لري، پروتستان بیا دغه کتابونه لکه:

دا هم ولولئ  ملا اختر محمد منصور د معاصر جهادي قیادت نوښتګره څیره

(استر، باروک، ددانیال یوه برخه، طوبیا، یهودیت، پوهه، واعظ، لومړی مقابین، دوهم مقابین، دریم مقابین، څلورم مقابین،لومړی اسدراس، دوهم اسدراس، ۱۲ واړه پیغمبران) چي ټول ۱۴ کتابونه کيږي، په عمومي ډول سره ۷ کتابونه نه مني او اوس و۱۴ ته رسیږي، هغه عیسایي علماء چي دغه کتابونه نه مني دوی یوه اصطلاح ورته کاروي اپوکريفه، Apocrypha یعني مشکوک ، غیر صحیح او غیر الهامي کتابونه.

د بایبل دا تعریف هر څه روښانه کړل چي دا مختلفو خلکو په مختلفو وختونو کي په بېلا بېلو حالاتو کي لیکلی دی چي دا په ښکاره سره جوتیږي چي دا (بایبل)کوم الهي کتاب نه دی، که موږ یواځي ددې قاموس و تعریف ته ښه ځیر شو نو دا به راته جوته او روښانه شي چي حتی د حضرت عیسی علیه السلام او یا بل پېغمبر نوم پکښې نشته او ددې قاموس لیکوال یقینا په رښتني ډول سره د بایبل پېژندنه درک کړې ده، ایا ودې کتاب (بایبل) ته بیا الهي کتاب ویل د انصاف، عقل او شعور څخه لیري خبره نه ده؟؟؟!!

دا هم ولولئ  د شهید او شهادت ورځ…!!

د دهقان په لاس لیکل شوی کتاب بیا څنګه یو اسماني کتاب و بولو؟

د بې تعلیمه سړي کتاب او کرښو ته څنګه یوالهي کتاب ووایو؟

ایا دا د یوه الله جل جلاله په لوړ شان کي کفر او ګستاخي نه ده؟

په مجموع کي د یوه انسان د لاس ولیکل شوي کتاب ته څنګه یو اسماني وحي ووایو؟

دا هیڅ عقل او نقل نه مني چي بایبل دي د خدای جل جلاله کتاب وي، او نه یې هم کوم عقل سلیم او نه یې هغه سر چي د یوې مرغۍ په شان ماغزه ولري ورته د منلو وړ ده۔

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب