د بانك نوټونو د زكات نصاب (فتوى)

پوښتنه:

په اوس وخت کې په څومره مقدار روپیو سره زکات واجبیږي . او که څوک پیسې ګټې خو پیسې ېې پلار ،مشر ورور یا د کور کوم بل ولي یا سرپرست په واک کې وي نو ددغو پیسو زکات د کور په څښتن یا د پیسو په سرپرست باندې لازم دی که د پیسو په ګټونکي باندې.ځکه ځمونږ په ټولنه کې خو اکثره مال او پیسې دکور د سرپرست په لاس کې وي.  او که چېرې د کور سرپرست زکات ادا نکړي نو آیا د هغه ګنا د پیسو په ګټونکي باندې ده او که د کور په سرپرست باندې؟؟؟

ځواب

قدرمنه وروره وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاتهzakah

د زکات نصاب په دوو شيانو اندازه شوى دى، لمړى سره زره چې په اوس وخت په ٨٥ ګرامو باندې زکات لازميږي، يعنې که څوک ٨٥ ګرامه سره زر (طلا) ولري او يا د دې قيمت ولري نو زکات ورباندې لازم دى، په اوس وخت کې د يو ګرام طلا قيمت ١٧٠٠ افغانى دى چې دا په ٨٥ کې ضرب شي نو ١٤٤٥٠٠يو لک او څلور څلويښت زره او پنځه سوه افغانى ترې جوړيږي، نو که څوک دومره پيسې ولري نو په هرو څلويښتو افغانيو کې به يوه افغانۍ زکات ورکوي او دويم د زکات نصاب په سپينوزرو (نقره) باندې تعينږي، چې په اوس وخت کې څوک ٦٠٠ګرامه سپين زر او يا يې قيمت ولري نو زکات ورباندې واجبيږي چې د يو ګرام سپينو زرو قيمت تقريبا ٨٠ افغانى دى چې دا په ٦٠٠ کې ضرب کړل شي نو٤٨٠٠٠ اته څلويښت زره افغانى کېږي، احناف وايي چې د هغه څه د مقدار په اساس به زکات ورکوي چې د فقير او مسکين لپاره پکې ګټه او فايده وي، نو په سپينو زرو کې د مسکين ګټه ده، ځکه چې زر او په لږو پيسو کې زکات واجبيږي .

خو په اوس وخت علماء په دې فتوى ورکوي چې په کومو شيانو کې زکات واجب دى د هغو ټولو قيمت اوچتيږي لکه غواګانې، اوښانې، ګډې او بيزې او همدارنګه طلا او د سپينوزرو قيمت په خپل ځاى ولاړ دى او په دې کې دومره خاص پورته والى نه راځي نو له دې معلوميږي چې د زکات نصاب په سروزرو (طلا) باندې اندازه شي نو که څوک د سروزو د نصاب په انداز پيسې ولري چې ١٤٤٥٠٠ افغانۍ کېږي نو زکات ورباندې واجب دى
او زکات په هغه چا واجبيږي چې د پيسو مالک وي، که چيرې د کور مشر ته پيسې د دې په خاطر ورکول کېږي چې ويې ساتي او د هغه په ملکيت کې نه وي نو بيا په ګټونکي زکات واجبيږي او که چېرې وربښل کېږي او هغه يې په کامله توګه مالک ګرځي نو بيا يواځې په هماغه د کور په مشر چې د پيسو مالک دى زکات واجبيږي او زکات به يې هماغه ورکوي او که چيرې زکات نه ورکوي نو ګناه هم د هغه په غاړه ده، خو لازمه ده چې د پيسو ګټونکى ورته توصيه وکړي او که چيرې يې نه مني نو نورې دې خپلې پيسې نه ورکوي ځکه بيا ګټونکى هم په ګناه  کې ورسره شريکيږي
والله اعلم

ځواب: مولوي مجيب الرحمن عاصم

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب