د ايمان فضيلت
ډير خلك د ايمان په فضيلت نه پوهيږي . دوي د ا خيال كوي چى صرف ښه كارونه سرته رسول ، په چا ظلم نه كول ، لمونځ كول ، روژه نيول ، د حج د فريضى ادا كول د دين چارى دي او نور څه نشته . دى خلكوته په خداى باندى ايمان ، پر جنت او جهنم باندى ايمان هم كوم خاص اهميت نه لري په داسى حال كښې چې د قران او احاديثو له مطالعې څخه دا معلوميږي چې كامياب انسان هغهدى چې په خداى پاك ايمان لري . الله پاك ته د نژدى انسان معيارونه څه دى ؟ دا معيارونه د العصر په آيت كښې راغلي دي .
خداى پاك فرمايي : ( و العصر (1) إن الإنسان لفي خسر (2) إلا الذين آمنوا و عملو الصالحات و تواصوا بالحق و تواصوا بالصبر (3)
قسم په زمانى ! چى انسان په خساره كښې دى ، پرته له هغو خلكو نه چې ايمان يى راوړى دى او نيك اعمال سرته رسوي او يو بل ته د حق تلقين وركوي او په صبر تا كيد كوي يعنى له صبر څخه كار اخلي .
د العصر كلمه په عربي كښې مازديګر ته واي او عصر زمانى ته هم وايي . د مازديګر لمونځ ته په عربي كښې صلاة العصر وايي.
عصر داسى وخت دى چى ور ځ په تيريدو وي او ماښام او شپه په نژى كيدو وي . يو سړى چې سهار له كوره د كار او غريبۍ پسى ووځي نو مازديګر بيرته خپل استوګنځي يا كورته را ستنيږي ، ټوله ورځ تيره شي ، انسان په خساره كښې دى ځكه چې د هرى ورځى په تيريدو يى د عمر شپې لنډيږي ، انسان په روزانه ژوند كښې كار كوي ، غريبي كوي ، ډير څه ويني ، له نويو خلكو سره آشنا كيږ ي ، هر انسان په خساره كښې دى بغير له هغه چا نه چې په خداى يى ايمان راوړى وي او صالحه كارونه سرته رسوي ، او د حق او صبر څخه كار اخلي .
په پورتني آيت كښې دا لاندې اعمالو ته اشاره شوى او دا اعمال د يو مسلمان لپاره ډير مهم دي :
1- په خداى باندى ايمان لرل.
2- د صالحه اعمالو سرته رسول
3- د حق تلقين
4 په صبر باندى تاكيد .
په خداى پاك ايمان لرل خو په هر مسلمان فرض دي ، څوك چې په خداى پاك ونلري ، هغه مسلمان نه كڼل كيږي.
د يو مسلمان لپاره صالحه اعما ل سرته رسول ډير مهم دي ، هر مسلمان په دى پوهيږي چې يوه ورځ به له دى فاني دنيا نه رحلتځ كوي ، در به له ځان سره څه وړي ؟ آيا دى به له ځان سره هغه پيسى وړي چې په بانكونو كښې يى جمع كړي دي ، آيا دى به هغه بلند منزلونه او فيشني كورونه له ځان سره وړي چى جوړ كړي يى دي ، آيا دى به له ځان سره مجوهرات او سره زر له ځان سره وړي ؟ نه نه ! دى له دى شيانو نه هيڅ هم له ځان سره وړلى نه شي. يو شى چى هغه يى له ځان سره بلى دنيا ته وړلى شي ، هغه صالحه اعمال دي ، نو هر مسلمان ته په كار دي چى د صالحه اعمالو په بانك كښې خپل صالحه اعمال جمع كړي ځكه چې همدا سرمايه به له ځان سره وړي او هلته په ورځ د قيامت كښې به يىپه كاريږي.د حق تلقين : د حق كلمه ډيره مباركه كلمه ده ، خداى پاك هيڅ مسلمان ته دا حق نه وركوي چى د بل بنده پر حق خيټه واچوي او يا د چا حق وخوري ، د خداى حق ، د رسول حق ، د پلار حق ، د مور حق ، د ورور حق ، د خور حق ، د غريب حق ، د يتيم حق ، د وطن حق ، د همسايه حق داسى ډير حقونه دي چى يو مسلمان بايد هغه وپيژني او احترام يى وكړي . كه څوك د چا حق وخوري نو هغه سړى ظالم كڼل كيږي ، وايي فلان سړى ډير ظالم دى د خپل ورور حق نه وركوي ، د يتيمانو حق خوري . نو خبره د حق ده . د حق تلقين او په ذهن او دماغ كښې د حق د كلمې خايول د يو مسلمان د پاره د سعادت او نيكمرغۍ سبب ګرځي . مونږ وينو چې په هيواد كښې يو شمير خلك د پيسو ، بلند منزلونو ، هوټلونو ، ماڼيو ، موټرو خاوندان شوي دي ، په دوي كښې داسې كسان شته چې د خلكو او ملت حق يى خوړلى او دا هر څه يى پيدا كړي ، داسى خلك دپوره ايمان خاوندان نه دي ، ددوي ايمان ضعيف دى ، ددوي نفس ضعيف دى.دوي په پورتني آيت عمل نه دى كړى او څوك چې په پورتني قراني آيت عمل ونه كړي هغه د خداى په نزد د بخښلو نه دى.
د صبر كلمه هم چې په پورتني آيت كښې ذكر شوى ده ، ډيره مباركه كلمه ده. ( إن الله مع الصابرين ) خداى پاك له صابرينو سره دى . په پښتو كښې يو متل دى وايي : ” د صبر ميوه خوږه ده ” .
يو مسلمان ته ښايي چې په هر وخت او هر كار كښې له صبر څخه كار واخلي ، دا ځكه چې دا د خداى پاك امر دى چى انسان بايد له صبر څخه كار واخلي . مونږ ډير خلك وينو چې له صبر څخه كار نه اخلي ، هر كار په منډه او بى صبرۍ سرته رسوي . څوك چې له صبر نه كار نه اخلي له هغه سره شيطان ملګرى وي ، څوك چې صبر لري هغه ايمان لري او څوك چې ايمان لري هغه د شيطان تر تاثير لاندې نه راځي.
ډير خلك دي چې پنځه وخته لمونځ ادا كوي مكر په خوا كښې يى د خلكو حق خوري ، په هر كار كښې له بى صبرۍ كار اخلي او نور غير صالحه اعمال سرته رسوي ، داسى خلك د ايمان خاوندان نه شي ګڼل كيداى ، ددوي ايمان ناقص دى او دوي د ايمان له فضيلت څخه نا خبر دي .
خداى پاك په بل آيت كښې فرمايي : ( ولكن البر من آمن بالله و اليوم الأخر و الملائكة و الكتاب و النبيين )
په حقيقت كښې نيكي هغه ده چې انسان په خداى باندى ، د قيامت په ورځ باندى ، په فرشتو باندې په كتابونو باندې او ټولو نبيانو باندې ايمان ولري )
كوم شيان چې په غيب پورى تعلق لري لكه د خداى په وجود اقرار كول ، په فرشتو باندى ايمان ، په جنت او جهنم باندى ايمان ، په آسماني كتابونو باندى ايمان لرل ، د قبر په عذاب او انعام باندى ايمان لرل ، د محمد (صلى الله عليه و سلم ) په شفاعت باندى ايمان لرل ، په حوض كوثر باندې ايمان لرل ، په پل صراط باندى ايمان لرل، په قدر او قضا ايمان لرل دا ټول ايماني چارى دي او په دى چارو باندى ايمان لرل په حقيقت كښې له هر څه نه ستره نيكي ده. د ايم ان فضيلت په همدى شيانو كښې دى .

فضل الله رشتين