د اولاد په روزنه کې د میندو او پلرونو نهه تیروتنې

د الجزیرې نړیوالې ټلویزیوني شبکې د اولاد په روزنه او پالنه کې د میندو او پلرونو د نهو غټو تیروتنو په اړه یوه علمي او اکاډمیکه څیړنه خپره کړې چې لیکواله یی میرمن مادلین المشارقه ده. دا چې څیړنه ډیره په زړه پوری او د ګڼ شمیر سروې ګانو او احصائیو پر بنسټ ولاړه ده، نو ومې پتیل چې ستاسو درنو لوستونکو چوپړ ته یی وړاندی کړم. البته باید یادونه وکړم چې دا ټکې په ټکې ژباړه نده، بلکې له دغې لیکنې څخه می الهام اخیستی او د یو پلار په صفت زما خپله نیمګړې تجربه هم ورسره شریکه ده.

نصیحت،‌ مشوره، نازول، هڅول، امر کول او منع کول هغه میراثي او فلکولوریک سیستم دی چې تقریبا هر مور او پلار یی په هره ټولنه، هر وخت او هر ځای کې د خپلو اولادونو د روزنې او پالنې پخاطر تر سره کوي. دا چې مور او پلار د خپلو بچیانو په سترګو کې اتلان، له هر چا ځواکمن او د غم او ډار په مهال د پناه ځایونه ګڼل کیږي،‌ نو د دوئ هرعمل او چلند د هغوئ په ژوند او برخليک کې ستر رول لوبوي. په زړونو او ذهنونو کې یی انځور پریږدي او د کور د انګړ دننه او د باندې د مور او پلار هر ټولنیز سلوک د کوچنیانو ورځنی ژوند او چاپیریال د خپل وزر لاندی نیسي او له هغه څخه رنګ اخلي.

ډیر کله لیدل شوي چې دوه تنه ناروغه کسان چې یو ډول ناروغي لري، یو متخصص ډاکټر ته ورځي او هغه د خپلې تجربې له مخې دواړو ته یو شان نسخه لیکي، خو بیا یو مریض ډیر ژر ښه کیږي او په هغه بل باندې هیڅ کرښه نه کاږي. همدغه ډول د میندو او پلرونو یو ډول مشوره د هغوئ په ټولو اولادنو باندی ورته اغیز نکوي، بلکې د تاثیر کچه یی یو له بله جلا وي. څرنګه چې د انسانانو فطري جوړښت، غریزې، احساسات،‌ ذهني او روحي ظرفیتونه یو شانته ندي، نو له همدی امله اکثره میندې او پلرونه کله په شعوري او کله په غیر شعوري توګه د یو رنګه پایلو د درلودلو تمه کوي چې له بده مرغه ډیر کله یی پایلې ویجاړونکې او دردونکې وي.

دغه غلطۍ پدی ډول دي:
۱- خپل اولادونه دیته نه هڅوي چې نوښت وکړي، پخپله تصمیم ونیسي او د مشروعې خپلواکۍ په چوکاټ کې، خپل شخصیت ته وده او تبارز ورکړی. تشویق او معنوي ملاتړ هغه څه دي چې د ماشومانو او په ځانګړي ډول د تنکیو ځوانانو او پیغلکیو په فکر او ذهن کې انکشاف را منځته کوي، پخپل ځان یی باور زیاتوي او ویسا یی ځواک مومي. مور او پلار باید پریږدي چې بچيان یی د خپل کوچنیتوب او معصومیت پدی کوچني او تنګ ماحول کې د خپلې خوښې وړې فیصلې پخپله وکړي او د هغوئ په هر څه کې بی ضرورته مداخلت ونکړي.

۲- د اولادونو رټل،‌ د خلکو په وړاندې د هغوئ توهینول، له هغوئ سره په لوړ او تند غږ خبرې کول او د هغوئ په وړاندی چیغې او کړیکې وهل، ډیرې ناوړه پایلې لري. په ۲۰۱۳ م کال کې د پیټس برګ په پوهنتون کې یوه سروې او څیړنه په ګوته کوي چې دغه ډول چلند د ماشومانو د روحي نارامۍ او ژور خپکان لامل ګرځي او ددی په ځای چې اولاد با تربیه شي، د بی ادبۍ خوا ته یی بیایي.

۳- د چورلکې روزنه سرچپه نتیجې لري. په ۱۹۶۹م کال کې ډاکټر هایم جنیوټ یوه څیړنه ترسره کړه او هغې ته یی د هیلوکوپټر د روزنې نوم ورکړ چې بیا یی نړیوال شهرت وموند. ددې اصطلاح مطلب دادی چې مور او پلار باید د څرخي الوتکې په څیر هر ځای خپل اولادونه تعقیب نکړي، د هرې وړې او زړی محاسبه ورسره ونکړي، بلکې هغوئ ته دی روحیه او احساس ورکړل شي چې دوئ قابلیت او وړتیا لري او خپلې چارې پخپله پرمخ بیولای شي. د یو امریکایي پوهنتون په دری سوو محصلینو کې د هغو شاګردانو نمرې ډیرې عالي او اندیښنې یی ډیرې کمې وې چې پخپله خوښه یی مضامین غوره کړي او پخپله یی پریکړې کړې وې او میندو او پلرونو یی ورباندی خپل نظرونه نه وو تپلي.

۴- د خوب او ویده کیدو پریکړه باید کوچنیانو ته پرینښودل شي، پکار ده چې هغه کنټرول او مهال ویش ورته وټاکل شي. یوه پیرنګۍ څیړونکې،‌ ایون کیلي کاږي: موږ ټول پوهیږو چې خوب د یو کوچني په ودې،‌ روغتیا او ذهني پرمختیا کې څومره ستره ونډه لري، نو ځکه میندې او پلرونه باید دی ټکي ته ډیره جدي پاملرنه وکړي تر څو ماشومان یی نا انډوله او ګډوډ خوب ونکړي، کوم چې له نورو سره په برخورد او هم په ټولنه کې د ماشوم پر احساس ناوړه لنګر پرې باسي.

۵- په تنکي عمر او کوچنیتوب کې د ټلویزیون پردې ته ډیر کتل سختې بدې پایلې لري. یوه څیړنه څرګندوي هغه ماشومان چې عمرونه یی له دری کلونو کم او د ټلویزیون او ټلیفون پردې ته ډیر ګوري، هغوئ بیا د ژبې د زده کړې او خبرو کولو له ستونزې مخ کیږي. کله چې لږ غټ شي نو له خلکو سره د خبرو په ځای ګوښه توب او چوپتیا خوښوي، ذهن یی پوره او پخپل وخت وده نکوي، حافظه یی کمزورې کیږي او چې نور غټ شي بیا له همصنفانو او ملګرو سره په پیل کې د شرم او خجالت احساس ورته پیدا کیږي.

۶- د اولادونو له حده زیات او بی ضرورته نازول، همدومره تاوان لري لکه څومره چې قهرجنې میندې اوغصه ناک پلرونه خپل اولادونه په لوی لاس بی زړه کوي او شخصیت ته یی تاوان رسوي. البته په هرڅه کې بی پروایي او لاوبالي هم ښه انجام نلري. ناز نخرې او غصه دواړه باید د توازن او اعتدال له چوکاټ څخه پښه د باندی نکړي.

۷- د خپلو اولادونو او کوچنیانو سره د خبرو او ناستې په مهال، له ټلیفون، فیسبوک او ټويټر سره ډیر مشغولیدل، ښه نښه نده. په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا معتبرې ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال ولیکل چې پدغه کال کې د روغتونونو بیړنیو( ایمرجنسي) څانګو ته چې کوم کوچنیان وروړل شوي وو، اکثره یی له هغو حالاتو سره اړه درلوده چې پلرونه یا میندې یی له هوښیارو تلیفونونو او ټولنیزو رسنیو سره بوخت او له اولادونو څخه بې پروا وو.

۸- له اولادونو سره سوړ چلند او له هغوئ څخه لری او یا ځانته اوسیدل، بل هغه منفي لامل دی چې کوچنیان د ډار، بی امنۍ، انزوا او د کمزوري احساس خوا ته بیایي. ښکاره ده چې حیوانات هم له خپلو بچیانو سره مینه او عاطفه لري،‌ د هغوئ په دفاع او ساتنه کې حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي، کوم چې یوه فطري او الهي غریزه ده. خو په انساني ټولنه کې د دفاع ترڅنګ د تربیې، پالنې،‌ پوهې، معرفت، صحت،‌ ژوند او ښې راتلونکې خبره مطرح ده. د ۱۹۸۶ کال یوه پراخه سروې څرګندوي د ښوونځیو هغه ماشومان چې د پلرونو له شابسي، هڅونې او فکري ملاتړ څخه برخمن نه وو، پایلې یی کمزورې او په ټولنه کې یی احساس ټکنی وو.

۹- د ماشومانو وهل او ټکول، ډیرې بدې او زښته ناوړه اغیزې لري. د ورستیو رواني او سایسني څیړنو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د زرګونو ماشومانو سره د مرکو او سروې ګانو له مخې، د پښتو دا متل چې ( چیرته ډب نه وي، هلته ادب نه وي) له سالمې روزنې سره چندان اړخ نه لګوي. ډیر کله ځینې میندې او پلرونه فکر کوي چې د مخ په ځای د خپل کوچني د شا،‌ څټ او کوناټي وهل کومه غټه خبره نده. ولی د امریکا د ټکساس پوهنتون لخوا د زرګونو ماشومانو سره د خبرو او سروې ګانو پایلې ښایي چې د بدن په یادو ځایونو کې د ماشومانو وهل د هغوئ د ذکاوت چې په انګریزي کې ورته (آي کیو) ویل کیږي په پنځه کلنې کې پنځه سلنه راټیټوي او دغه رنګه کوچنیان له خپلو همصنفانو او ملګرو سره د تشدد او سرزورۍ چلند ته مخه کوي.

تمه ده چې زموږ په بیچاره، له تعلیمه محرومې او جنګ ځپلې ټولنه کې به میندې او پلرونه د خپلو کړاوونو او غمیزو زور له خپلو بچیانو او لمسیانو څخه نه باسي او تر ممکنه بریده به هڅه کوي چې د دغو نهو غلطیو څخه ځان وژغوري. ځکه د نن ورځې دغه تنکي او ګلالي ماشومان او ماشومانې ددی هیواد د سبا ورځې مشران، واکمنان او وارثان دي.

ولي الله ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب