د اولاد په روزنه کې د اسلام کړنلاره
ځينې خلک داسې ګڼي چې هغوى د اولاد د روزنې حق ادا کړى دى، حال دا چې دوى په رښتينې توګه سره دې فريضې ته پاملرنه نه ده کړې. دوهم هغه خلک دي چې په حسد، کينه، بغض، د اسلام څخه لريوالي، سياسي فکرونو او خپل منځي شخړو کې را ښکېل دي اسلامي روزنه ناممکنه ګڼي. له هم دې امله اسلامي کړنلارې ته ناخوښه کړنلاره وايي او له هم دې امله غافل پاتېږي.
درېيمه هغه ټولۍ خلک دي چې د هغوى ايماني ضمير هغوى ته احساس ورکوي چې د اولاد اسلامي روزنه وکړي. له هم دې امله په دې لړۍ کې هغوى له چا څخه لار ښوونه هم تر لاسه کوي تر څو د داسې خبرو څخه مخنيوى وشي چې د زړونو ټوټه-ټوټه کوونکې وي. کله-کله د دوى په زړونو کې دا خيال هم ټوپونه وهي چې د روزنې لاره هم دا عصري علوم دي او هغوى هغه د نوي دور عصري او غربي روزنه،د اولنى نشو-نما له پاره کټور بولي.
له دې ټولوشبهاتو څخه مخکې موږ لږه اندازه د هغه مسلمان ازمايو چې د هغه په غوږ کې بايد دا خبره واچول شي چې د عقيدې اړوند ده. د شرعي احکامو او د اسلامي کړنلارې د پېژندلو څخه هم ډېره اړينه ده، هغه خبره دا ده چې اسلام د الله تعالى همېشنى دين دى، قران پاک د الله تعالى هغه کلام دى چې د ټولو کلامونو عاجز کوونکى دى. شرعي احکام د انسان پيداکوونکي نازل کړي دي چې له خپلو مخلوقاتو څخه اګاه دى. دا ستر دين د ژوند هر اړخ له پاره بشپړه او شامله برنامه ده او مسلمان خو همېشه په هره معامله او سودا کې د خپل پالونکي د کتاب خو ته مخه کوي، د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم په شريعت کې غور کوي، د علم د څښتنانو څخه د احکامو د وضاحت غوښتنه کوي، خپل زړه ډاډه کوي؛ د هرې وړې او سترې خبرې پوښتولو سره خپل قناعت تر لاسه کوي. الله تعالى هم په قران کريم کې د دې حکم فرمايل دى چې:
((ستا په پالونکي قسم! چې هغوى به ايمانداره نه شي تر څو خپل اختلافي خبرې په تاسو باندې فيصله نه کړي. بيا ستاسو په کړې فيصله سره يې زړه تنګ نه شي او په پوره ډول سره يې خپله کړي)).
د روزنې په فريضه کې د اسلام لارښوونه:
اسلام د والدينو څخه د اولاد د روزنې هسې غوښتنه نه ده کړې، بلکې په دې مسئوليت کې اسلام ښه ترينه لارښوونه کړې ده، عمده ډول تګ لاره يې د مور او پلار لاس کې وکړې ده؛ يو داسې دومدار، شامل د ژوند ضابط نظام يې انسان ته ورکړى چې د ږېږېدنې څخه مخکې هغه تګ لاره او نظام خپل کړي. بيا د دغه ماشوم د ږېږېدنې څخه وروسته د ژوند په مختلفو پړاونو کې لکه: وړکتوب، خالپوڅې، بلوغ او په ځواني کې هم ترې ګټه واخلي. او بيا يې د ماشوم د بالغ او مکلف کېدو وروسته لارې-چارې هم ښودلي تردې چې هغه بشپړ انسان، عقلمند، هوښيار او د پوه ځوان په څېر ښکاره کېږي بيا هم د اسلام لارښوونې هغه راتلونکې او رسېږي.
د نن-سبا دينداره او مخلص مسلمان په دې فکر کې وي چې د خپل اولاد روزنه څرنګه وکړي؟ څرنګه هغوى د فساد او بربادۍ څخه وساتي، د ژوند د اولنيو خطرو څخه يې په امان کړي، له ناوړه جنګ-جنجال يې هم په امان کړي او څرنګه د راتلونکي خاندان پالنه وکړي تر څو هغوى د مخکنيو صالحانو ځاى ناستي شي او دې امت ته عزت، مشرتوب او شرافت لاسته راشي، په دولتي سطح ازادي، خپلواکي او جهادي فکر د هغوى تقدير جوړ شي…؟؟؟
د دې ټولو شبهاتو او سوالونو بې تکلفه جواب دا دى چې قران کريم ، حديث شريف او شرعي احکام کې هڅه او هاند کولو سره هغه وسيلې ولټول شي چې د اسلامي روزنې له پاره دومداره وي او د دې له پاره بنسټيز حيثيت ولري.
د ډېرې ښې کوروالا ټاکل:
روزنکي عالمان فرمايي: ((پر پلار او مور باندې لازمه ده چې هغوى د ماشوم د روزنې شروع د ږېږېدنې څخه مخکې وکړي)).
په دې لړۍ کې چې اسلام موږ د کوم شي اړخ ته متوجه کړي يو هغه د ((ژوند ښه ملګرى)) ټاکل دي، ځکه د نن ځوانان چې د کومې نجلۍ سره د دوستۍ اراده کړې ده سبا به د ده کوروالا وي، د راتلونکي مور به وي او د ماشومانو او کورنۍ روزونکې به وي.
مور هغه اولنى روزنتون چې د هغه څخه د ماشوم پالنه شروع کېږي. مور ته په کار ده چې هغه ته د ادب او روزنې شېدې ورکړي. د عمر په لومړيو پړاونو کې د هغه ښه څارنه وکړي، د هغه په زړه او عقل کې له شروع څخه دغه کښت اوبه کړي چې سبا پرمختک کوي. د هغه فطرت له ککړتيا څخه وساتي. مور ته چې کوم عمده او پاکيزه طبيعت او قدرتي وړتياوې په ميراث کې په برخه شوې دي هغه ماشوم ته هم انتقال کړي.
نو ښه او نېکه ښځه ټاکل د اولاد د پالنې له پاره له هغو ټولو عواملو څخه ډېر ضروري دي چې د نکاح او تړون پر مهال د ښځې څخه عبارت دي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ((تخيروا لنطفکم)). [ ابن ماجه]. ژباړه: يانې د خپلې نطفې له پاره کوروالا وټاکئ. بل ځاى فرمايي: ((فاظفر بذات الدين تربت يداک)). [بخاري]. ژباړه: يانې په ديندار کوروالا ټاکلو سره بريالي شئ، ستا دي لاس په خارو ککړ شي. يو عربي شاعر وايي:
الام مدرسة اذا اعددتها == اعددت شعبا طيب الاعراق
يانې مور د ماشوم له پاره مدسه ده، که چېري تاسو هغوى تيار کړل نو تاسو يوه ډېره ښه رېښه لرونکې قبيله تياره کړ! نو مور د ماشومانو روزونکې او نشو-نما کولو والا ده. پر هغوى امينه او د هغوى د څارنې مسئوله ده. که هغه شېدې ورکوي نو په داسې ډول دي يې ورکړي چې هغه د عقيدې، اخلاقو او ديني فريضې شېدې وي. که دا روزنه کوي نو داسې مصلحين او سرداران دي وروزي چې هغوى حکومت وچلوي، د اصلاح د کښتۍ کښتيوان وي، د لښکرو سر مشران وي او د دعوت او فکر سرښندونکي وي.
له هم دې امله څومره چې شونې وي پلار بايد ډېره ښه ښځه وټاکي تر څو د ږېږېدنې څخه مخکې بنسټيزه خښته په سلامتيا سره ځاى پر ځاى شي، ځکه چې ښځه داسې هستي ده چې شريعت د هغې له پاره ځانکړي د حمل او شېدو ورکولو حکمونه رالېږلي دي. دا هر څه د ماشوم د ساتنې له پاره دي. تر دې چې د حاملې او شېدو ورکولو والا ښځې له پاره د مجبورۍ له مخې د رمضان په مياشت کې روژه ماتول هم مباح ګرځول شوې ده. ځکه چې شېدې چېښل د بچي حق دى. داسې لکه پالنه چې د مور حق ده.
نو تر ټولو لومړى د روزنې په خواري کې دا ده چې په کور کې په ځانکړي ډول صالحه او نېکې ښځې ته توجه وشي چې روزونکې وي، نېکه وي، امينه او ډېره ښه د دين او دنيا ساتونکې وي. د هرې زماني د سترو-سترو پېښو په شاليد کې له غور او پلټنې څخه ښکاري چې د سترې مور روزنه هم داسې وه او يا د ستر پلار او يا د سترو والدينو چې نن دغه ستره کار نامه تر سره شوه.
ليكنه: د- وهبة الزهيلي
ژباړه: عبدالنصير مرستيال