د اولاد روزنې (۳۹) مهم ټکي

 ۱: سوغات لومړی لورته ورکړئ.

۲: له خپل ماشوم سره د ماشومتوب په اندازکي لوبي وکړئ.

۳: په سلام ور اچولو سره خپلو اولادونو ته شخصیت ورکړئ.

۴: له خپلو اولادوسره د شخص په چلند هغوی ته شخصیت ورکړئ.

۵:خپل اولادونه ښکل(مچ) کړئ، بیشکه په هروار ښکلولو به په جنت کي یوه درجه درکړله شي.

your ads

۶: ماشوم دهغه دماشومانه کړنو په وجه مه مسخره کوئ او دماشومتوب  کارونه یې ناپوهي مه ګڼئ.

۷:اولادونه  زیات د امر اونهی په رسۍ کي مه راټینګوئ ترڅوجر ئت پیداکړي،او په لوی عمرکي بیانافرمان نشي اوپه هره شیطاني او حیواني وربلنه پسي لاړ نشي.

۸: ماشومان د ژړا په وجه مه وهئ؛ ځکه تریو وخته ژړا دخدای تعالی په وحدانیت او د رسول الله په رسالت ګواهي ورکول او د مور او پلار لپاره دعاوي.

۹: له دوی سره په کړیو وعدو وفاکوئ.

۱۰: په ماشومانوکي له لمانځه سره مینه پیداکړئ او تل یې کولوته وهڅوئ.

۱۱: ماشوم خوار او بې ارزښته مه ګڼئ.

۱۲: خپلو اولادونو ته دعاکوئ؛ په ځانګړي توګه پلرونه دي دا له یاده نه باسي.

۱۳: خپلي غوښتني اوسپارښتني په نرمۍ ترهغوی ورسوئ ترڅو د اولاد اومور پلار ترمنځ خنډ ترې جوړ نشي.

۱۴: که ماشوم ته په کورکي احترام کېږي نو بیا ډیرکم دمور اوپلار له وینا سرغړونه کوي. ماشوم ته احترام او دمورپلار لخوا ورسره ښه چلند په هغه کي  دلوړشخصیت دایجاد ترټولو بنسټیز عامل دی.

۱۵:ترټولو ښه روزونکی هغه دی چي د ماشوم غوشتنوته  له سمولارو اوپه  ښه چلند تغیر ورکړي.

۱۶: په خپلو اولادونو کي ایمان قوي کړئ.

۱۷: له ماشومانوسره د مزکواخستو او سرورانه چلنده  ډډه وکړئ.

۱۸: ماشومان داسي وروزئ چي همېشه رښتیا وایي او ددې لپاره په کورکي داسي چلند خپل کړئ چي ماشومان موپه رښتیا ویلو عادت شي.

۱۹: ماشوم مه وېروئ ؛ ځکه چي وېره دماشوم شخصیت له منځه وړي او په رواني رنځ یې اخته کو ي.

۲۰:  نازول دماشوم رواني غذاده ، نو خپل اولادونه ترې په کافي اندازه تغذیه کړئ.

۲۱: ماشوم دګناه په بدوالي اوله ګناه څخه د خلکوپه نفرت  وپوهوئ.

۲۲: ترشپږ کلنۍ وړاندي لا دماشومانو د ویدېدلو ځایونه له یوبل سره بیل کړئ.

۲۳: نصیحتونه اوسپارښتني په اولادونو هغه وخت اثرکوي چي موراوپلار پخپله هغه عملي کوي.

په دې ښه پوه شئ چي ماشومان هغه ډول نه کېږي  څنګه چي موږ غواړو؛ بلکي داسي به وي څنګه چي موږ یو.

۲۴: دا ومنئ چي د کور  او دباندي نظم له یوبله جلادي؛ نوماشومانوته اجازه ورکړئ ترڅو په کوردننه په ازادۍ لوبي وکړي.

۲۵: تریوه بریده دخپولو اولادونو هغه کړني وزغمئ چي تاسویې له دوی څخه دکېدو توقع نه درلوده.

۲۶: دنصیحت پرمهال بل څوک ددوی پرمخ مه وروهئ او داسي مه ورته وایئ چي «ته خولکه پلانی» .

۲۷دوی ته ښې کیسې وکړئ، له خوند اوپنده ډک داستانونه ورته ولولئ  اوله دې لاري کڼ ښه او ګټور مفاهم تردوی ورورسوئ.

۲۸: په وړوکوالي کي شرارت په لوی والي کي دماشوم د زیاتي ځیرکتیا او پوهي نښه ده نود ټپ خاموشولو پر ځای په ښه لوري د هغه د رهبري کولو هڅه وکړئ.

۲۹:په  ۷ کلني کي خپل ماشومان په لمانځه ودروئ ؛ځکه لمونځ په ماشومانوکي د روح او زړه ارام پیداکوي.

۳۰: خپلو اولادونو ته قرآنکریم ورزده کړئ ځکه چي د قران وظیفه د ماشوم فکر او ذهن روښانه کوي.

۳۱: ماشومان په دې مه تورنوئ چي « درواغ دي وویل» یا « ته دروغجن یې».

۳۲: ماشوم همیشه کنجکاو  وي، د دوی له دغه حس سره په ډیره حوصله چلند وکړئ.

۳۳: دخپلو اولادونو په وړاندي هیڅکله هم له  چاسره شخړه مه کوئ.

۳۴: ماشومان له مرګه ډارېږي په ځانکړې توګه دمورپلار له مړيني ډیرپه ویره کي وي؛ نو همیشه مه ورته وایئ چي« الله دي مادرنه مړکړي» او په نورو ډولونو هم ماشومان له خپله مرګه مه وېروئ.

۳۵: دماشومانو وړتیاوي ځان ته معلومي کړئ او بیا د دغو استعدادونو د ودي لپاره کاروکړئ.

۳۶: له مادي پلوه که بې توجهي کوئ او که د ماشوم ټولي غوښتني منئ دواړه له خطره ډک کارونه دي.

۳۷: دماشوم د امید اوخوشحالۍ ټوله پانګه  دخپل مور اوپلار مینه ده ؛ نو دوی  په رواني خپګان مه اخته کوئ.

۳۸: دماشوم د ودي په اندازه  هغه ته خپلواکي  ورکړئ او ازاد یې پرېږدئ.

۳۹: دماشوم روزنه او زده کړه د مور اوپلار له واجباتو څخه دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب