
سيدالانصار اُبي بن کعب رض د دنيا پر لوی حکمران باندي فرمان صادر کړ او دده په خلاف کي د حضرت عباس رض مقدمه جاري کړل.
مقدمه وړاندي سول لومړی حضرت عمر رض غوښتل يو څه ووايي – مګر د انصاف فاضل حضرت اُبي بن کعب رض هغه د خبرو کولو څخه منع کړ او وه یې فرمايل، «د مدعي حق دی چي لومړی خپله دعوه وړاندي کړي – تاسو د مهربانۍ له کبله خاموشه سئ.» خبري د قاعدې وې. امير المؤمنين خاموشه سو او د مقدمې کار شروع سو.
حضرت عباس رض بيان وکړ، «جناب زما په کور کي ناوه له سره څخه د مسجد نبوي وه طرف ته ول. د حضرت محمد ﷺ په دور کي هم ول او همدا شان د لومړي خليفه حضرت ابوبکر رض په دور کي هم پر همدغه ځای ول. لاکن امير المؤمنين هغه ايسته کړل او وه یې غورځول. پدې عمل سره ما ته زيان او بې حده تکليف ورسېدی. زما غرض دادی چي زما سره انصاف وه سي. »
حضرت اُبي بن کعب رض وفرمايل، «بېشکه چي ستا سره به انصاف کيږي – وفرمايل، یا امير المؤمنين! تاسو پخپل حق کي څه ويل غواړی؟» حضرت عمر رض وفرمايل، «ناوه بېشکه چي ما ايسته کړل او د هغه کښونکی زه يم.»
حضرت اُبي بن کعب رض: تا ته نه ښايي چي د نورو د کورونو ناوې بغير د کور د مالک نه وکاږې؟ تاسو ما ته دليل وواياست چي ولي مو دا کار وکړ؟»
حضرت عمر رض: «اې محترم ابوالطفيل! د ناوې څخه کله نا کله اوبه را څڅېدلې او په هغه سره په مسجد کي د خلکو لباس خيرن کېدی، هغوی ته تکليف رسېدی. نو ما په دې خاطر وکښل تر څو خلکو ته آرامي او د مسجد احترام وه سي، او تر څو چي خبر يم ما کوم غير واجب عمل نه دی اجراء کړی.»
اُبي بن کعب رض: «ووايه ابوالفضل! دده په ځواب کي کوم څه وايې؟»
حضرت عباس رض: «واقعه دا وه چي حضرت اکرم ﷺ پخپل لاس باندي زما وه مخ ته پر دې ځمکه نښانۍ واچولې او ما پر هم هغه نښانيو باندي خپل کور جوړ کړ. کله چي کور جوړ سو نو رسول اکرم ﷺ د کور ناوه په خپل حکم سره پر همدغه ځای کښېنول – رسول اکرم ﷺ وه ما ته وفرمايل چي زما پر اوږه کښېنه او دا ناوه ولګوه – ما انکار وکړ لاکن رسول الله ﷺ ډېر ټينګ سو او زه يې پر اوږو کښېنولم او ناوه مي پر هماغه ځای کښېښودل.»
اُبي بن کعب رض: «ابوالفضل! آيا ته ددې واقعې د حقيقت لپاره کوم شاهد وړاندي کولای سې؟»
حضرت عباس رض: «يو دوه نه بلکه ډير وړاندي کولای سم.»
اُبي بن کعب رض: « ډير ښه او اوس یې راوله تر څو ددې دعوې فيصله هم اوس وه سي.»
حضرت عباس رض بهر ووت او يو څو انصاري خلک یې را وستل او شاهدي یې اداء کړل.
د شاهدۍ ورکول وروسته د نړۍ لوی حکمران تر اوسه سترګي لاندي اچولي خاموش ولاړ، مخ ته راغلی او حضرت عباس رض ته یې وفرمايل، «اې ابوالفضل! د الله ﷻ لپاره ما وبخښه – ما ته ددې هيڅ علم نه ؤ چي رسول الله ﷺ خپله دا لګولې ول، که نه ما به هيڅکله دا عمل سرته نه وای رسولای – که نه زما به څه حق وای چي ما به دا کښلای – دا ټوله چي سوي دا لا علمۍ له وجهي سوي او اوس د هغه حق اداينه بايد په دې طريقه اداء سي چي زه به کښينم او تا به پر خپلو اوږو پورته کوم او دوباره به یې پر هماغه ځای لګوې. »
اُبي بن کعب رض: «هو امير المؤمنين انصاف هم دا خوښوي او تاسو بايد چي همداسي وکړئ.»
تر لږ ځنډ وروسته خلکو وليدل هغه خليفه چي جرنيل ته يې ماته ورکړې وه پر ځمکه ناست او وه عباس رض ته اوږه ورکوي تر څو هغه ناوه ونښلوي. د دنيا ټوله تاريخ وه ټوکوه خپل د مطاع داسي اطاعت او محبت، انصاف او عدل او مساواتو کارنامه په هيڅ کتاب کي نه وه ليکل سوې.
دا یو فرضي افسانه نه ده بلکه یو مستعد تاريخي واقعه ده – معتبر او متعدد تاريخ پاڼو کي ثبت سوې. د اسد انعابه تاريخ، سيرة العباس رض، سيرة الانصار او د ابن بطوطه په سفر نامه کي هم ثبت راغلې
رحمت الله پښتون