اسلام له نظرهاسلامي نړۍ او امت

د انسان مسؤليت د قرآن په رڼاكې

ليكوال: څيړنوال فضل الرحيم  محمود.

انسان ته تر ټولو لويه سرلوړي، پدې دنيا كې، هغه ته د الله تعالى له لوري د خلافت د منصب وركول دي، لكه چې الله تعالى فرمايلي:

«اني جاعلٌ في الارض خليفة[1]»

زه په ځمكه كې پيدا كوونكى د يوه نايب يم.

ذكر شوى آيت د انسان په تكريم او عزت باندې دلالت كوي چې الله تعالى پدي ځمكه كې انسان خپل خليفه ګرځولى تر څو د هغه اوامر د خلكو په منځ كې تبليغ او تنفيذ كړي.[2]

د آدم خليفه ټاكل د الله تعالى له لوري په ټولو بنيادمانو باندې رحمت دي، الله تعالى آدم عليه السلام او د هغه په واسطه يې د هغه او لادې ته څلور لوړتياوې وركړي چې د هغه د شرف نښې دي هغه دادي:

الف: الله تعالى آدم عليه السلام په خپل لاس خلق كړى الله تعالى فرمايي:

« يا ابليس ما منعك ان تسجد لما خلقت بيدى[3]»

اي ابليسه! څه شى منع كړې د سجدې نه هغه چا لره چې ما په خپلو لاسونو پيدا كړى.

ب: د هغه په جسد كې يې روح پوه كړى، الله تعالى فرمايلي:

و نفخت فيه من روحي[4]

او پوه مې كړ په ده كې د روح خپل نه.

ج: ملايكې يې پدې باندې مامورې كړې چې هغه ته د درناوي سجده و كړي.

«فقعو له ساجدين[5]»

پس پريوځئ هغه ته سجده كوونكي.

د: هغه يې د ټولو شيانو په نومونو پوه كړى، الله تعالى فرمايي:

«و علم آدم الاسماء كلها[6]»

او وښود آدم عليه السلام ته الله تعالى نومونه ټول.

بناءً د الله تعالى عنايت او پاملرنه كله چې يوه شي ته واوړي هغه شى ډير د قدر او احترام وړ ګرځي لكه چې خاورې ته يې خپل عنايت پيرزو كړه  له هغه نه يې اشرف المخلوقات يعني انسان خلق كړ.

د ظلم سره د مبارزي په اړه د انسان مسؤليت پدې توګه دى چې:

د ظلم او تيرى غندنه په قرآن عظيم الشان كې داسې شوى چې هر ظالم ته دوه ډير دقيق صفتونه ( جبار او عنيد) كارول شوى هر كله چې دغه صفتونه په يوه انسان كې پيدا شي هغه مبتكر، مغرور، بې رحمه، د حق دښمن او د باطل په دفاع كې ولاړ وي. الله تعالى خپلو بندګانو ته د تاريخ په اوږدو كې دا دستور وركړى چې ځانونه د هر ظالم له واكمنۍ نه خلاص كړى او د نورو انسانانو د خلاصون او خپلواكى لپاره د ځمكې پر مخ هر ډول ظلم سره مبارزه وكړي الله تعالى فرمايې:

 «و ما ربك بظلام للعبيد[7]»

او نده رب د تا ظلم كوونكى په خپلو بندګانو.

څرنګه چې الله تعالى خپله په بندګانو ظالم نده او ظالم نه خوښوي نو د هر انسان دنده او مسؤليت دى چې ظالم ته به سر نه ټيټوي، د ظالمانو پيروي كول د تباهي او لعنت لامل ګرځي الله تعالى فرمايلي:

« و تلك عادٌ جحدوا بآيات ربهم و عصوا رسله و اتبعوا امر كل جبارِ عنيد[8]»

دغه دي عاديان، د خپل رب له آياتونو منكر شول د پيغمبرانو خبره يې ونه منله او د هر جابر سركش پيروي يې وكړه، په پاى كې په دنيا كې هم په هغو لعنت وشو او په آخرت كې هم.

د تاريخ په اوږدو كې د پيغمبرانو د رسالت دنده د انسانانو خپلواكى، د هر راز خرافاتو، استبداد، ظلم، مظلوميت او ناروا عبادتونو څخه ده. څرنګه چې په انساني ټولنه كې پيغمبران د حق پلويان، د مظلومانو حاميان او د ټولنې مخكښان دي په لاندنې كرښو كې به د قرآن په رڼاكې د هغو د مسؤليتونو څو بيلګې وړاندې كړم، چې د پيغمبرانو په ژبه يې انسانانوته رسولي او هغوى يې پرې مكلف كړى دي:

  • · د نوح عليه السلام دعوت د نورو انبياءُ په څير د واحد  الله د عبادت او اطاعت په لورى دعوت وه چې شعار يې (لا تعبدوا الا الله[9]) وو يعني د الله نه پرته د بل چا عبادت و نكړى.

د دعوت په لاركې صبر د برياليتوب او هوساينې كلۍ ده څرنګه چې نوح عليه السلام او نورو اولوالعزم پيغمبرانو د خپل مسؤليت د سرته رسولو په لاره كې په ربړنو صبر و كړ، په پاى كې برياليتوب او د الله نصرت د دوى په برخه شو، نو د هر انسان مسؤليت دادي چې د حق پلوى و اوسي او پدې لاركې په كړاوونو صبر وكړى.

  • · هود عليه السلام به عاديانو ته خپل مسؤليت هغو ته د ايمان او تقوى په توصيې اداكولو ځكه چې ايمان او تقوى په دنيا او آخرت كې د ژغورنې او برياليتوب يواځنى كلۍ ده ورته ويل به يې:

«اني اخاف عليكم عذاب يوم عظيم[10]»

زه ويريږم په تاسو د لويې ورځې د عذاب نه.

كله چې يو څوك د الله جل جلاله نه ويره ولري هغه بيا هيڅكله په ټولنه كې د الله تعالى د شريعت او قانون په وړاندې تيرى او سرغړونه نه كوي او په همدې ترتيب د ځمكې په مخ د ټولو جرمونو، جناياتو او فسادونو د مخنيوى لامل ګرځى.

  • · صالح عليه السلام هم ثموديانوته د خپل مسؤليت د ادا كولو په خاطر وويل: په ځمكه كې د فساد د خپرولو نه ډډه و كړئ، د مفسدينو او اسراف كوونكو اطاعت مه كوئ.

«و لا تطيعو امر المسرفين، الذين يفسدون في الارض و لا يصلحون.[11]»

الله تعالى ټولو پيغمبرانو ته امر كړى چې خپل امتيان دې لوري ته را دعوت كړي تر څو له ګناه او فساد نه لاس وكاږي تر څو ټولنه له بد مرغى او تباهى سره مخامخ نشي. ځكه چې هر مصيبت او بدمرغي په خپله د فعل كوونكي د فعل په پايله كې مينځته راځي.

  • · ابراهيم عليه السلام د خپل مسؤليت د ادا كولو په لړ كې د غلط تقليد قباحت او بدي څرګندوي،

« قالو وجدنا آباءنا لها عابدين[12]»

مونږ خپل پلرونه نيكونه ددې بتانو عبادت كوونكي ميندلي.

دغه راز دا دانسانانو مسؤليت دي او تل دې ته ليواله دي چې د مجهولو چارو پيژندګلوي بربنډ كړي لكه چې ابراهيم عليه السلام د مړو مرغانو د بيرته ژوندي كيدو څرنګوالى د الله تعالى نه د خپل ايمان د لاقوت او د زړه د ډاډينې لپاره و غوښت، هر كله چې انسان د الله تعالى د قدرت نښې په خلاصو سترګو باندې و ويني پدې صورت كې يې ايمان او يقين لا قوي كيږي.[13]

همدا رنګه ابراهيم عليه السلام د خپل مسؤليت د ادا كولو په لړ كې داسي دعا كوي:

« واجنبني و ابني ان نعبد الاصنام[14]»

پروردګاره ما او زما اولاده د بتانو له عبادت نه وساتي.

ابراهيم عليه السلام د خپل ژوند په ټولو چارو كې د الله جل جلاله د امر پلې كولو ته چمتو والى درلود او خپل ژوند يې په تقوى، طاعت، صبر او مننه كې تير كړ او دا هغه ځانګړتياوې دي چې د قرآن په رڼا كې د هر انسان مسؤليت دي.

  • كه په قرآن كې د لوط عليه السلام قصې ته سترګې وغړوو له هغه نه د ميلمه پالنې، غيرت او د مظلوم نه د دفاع درس اخلو. الله تعالى د هغه ذكر داسي كوي:

«فاتقوا الله و لا تخزون في ضيفي اليس منكم رجل رشيد[15]»

له الله نه وويريږئ او ما مه آزاره وئ د ميلمنو په آزار، آيا په تاسو كې يو هوښيار سړى نشته.

د ميلمنو څخه استقبال د اسلامي اخلاقو له ښكلا او محاسنو څخه شميرل كيږي او د انبياء او صالحينو سنت دي چې ټول انسانان د هغه د عملي كولو مسؤليت لري، اسلام د ميلمه پالنې په هكله خلك هڅولي، او د ميلمه پالنې نه يې د ايمان د رښتنولى او كمال تعبير كړى يعني هغه څوك چې د ميلمنو هر كلى كوي په حقيقت كې دوي د خپل ايمان د صدق او بشپړتيا درجې ته رسيدلى. له ميلمه څخه هركلى او درناوى هغه حق دى چې هر مسلمان يې په بل مسلمان لري بلكه د هغه نه وړاندې په مجموع كې د انسانيت حق دى، يعني غير مسلمان وګړى هم په مسلمان باندې د ميلمه پالنې حق لري، د لوط عليه السلام د كيسې  په لوستلو سره د ميلمه د عزت د خوندي ساتلو او دفاع، د مسؤليت احساس د هر انسان په زړه كې پيدا كيږي.

مؤمن انسان تل د الله تعالى په حرماتو غيرت كوي او د هرې پېښې د پيښيدونه د مخه د مخنيوي او مبارزې چمتو والى نيسي.

  • د يوسف عليه السلام پيغام انسانيت ته لدې آيت نه جوتيږي:

«لا تثريب عليكم اليوم يغفرالله لكم و هو ارحم الراحمين.[16]»

نن په تاسو كومه پړه نشته الله تعالى دې تاسو ته بښنه وكړي هغه تر ټولو زيات رحم لرونكى دى. د الله تعالى سره مينه، د قدرت په وخت كې پښنه، په چارو كې ښه تدبير سنجول او بالآخره عفت او تقوى هغه صفات دي چې د يوسف په سورت كې انسانان پرې مكلف شوي دي.

  • د شعيب عليه السلام اصلاحي كړنلاره قرآن عظيم الشان مونږ ته داسي بيانوي:

«و ما اريد ان اخالفكم الى ما انهاكم عنه ان اريد الا الاصلاح ما استطعت و ما توفيقي الا بالله عليه توكلت و اليه انيب.[17]»

زه هيڅكله دا نه غواړم د كومو خبرو چې تاسو منع كوم، زه پخپله د هغه مرتكب شم، زه  خو اصلاح كول غواړم تر څو پورې مې چې وس رسيږي او  د كوم شي سرته رسول چې غواړم هغه د الله تعالى په توفيق پورې منحصر دي، ما په هغه باندې توكل كړى او په هره معامله كې د هغه لوري ته رجوع كوم.

د شعيب عليه السلام غوښتنه يو د عقيدې سوتره كول وه، بل د ټولنيز ژوندانه سوتره كول له فساد او درغلۍ نه.

پاى كې به پدې آيت بسنه وكړو چې الله تعالى فرمايلي:

«ان الله ياّمر بالعدل و الاحسان و ايتاء ذى القربىٰ و ينهىٰ عن الفحشاء و المنكر و البغى يعظكم لعلكم تذكرون[18]»

الله تعالى حكم كوي په انصاف او احسان كولو، او په وركولو خپلوانو لره او منع كوي د قبيحو كارونو او له نارواوو نه او له ظلم كولو نه، پند دركوي تاسې لره ښايي چې تاسو پند واخلئ.

پورتنى آيت چې په قرآن كې جامعترين آيت دى ټولې هغه نيكى چې د انسان د نيك مرغۍ لامل ګرځي او هغه بدي چې  د انسان د بد مرغى لامل ګرځي په لنډو او جامعو الفاظو ذكر شوي.

د پورتني بحث نه دا جوتيږي  د الهي ارشاداتو په رڼاكې چې د پيغمبرانو په ژبه انسانانو ته رسيدلي د هغو مسؤليت په لومړي سر كې د عقيدې سمون او له هغه وروسته د كړنلارې روڼتيا او سمون دى.

ماخذونه

 


[1] – البقره۳۰

[2] – تفسير المنير۱۱۳۸

[3] – ص۷۵

[4] – الحجر۲۹

[5] – پورتنى

[6] – البقره۳۱

[7] – حم السجده۴۶

[8] – هود ۵۹

[9] – هود۲۶

[10] – شعراء ۱۳۵

[11] – شعراء ۱۵۱

[12] – الانبياء ۵۳

[13] – قطب، سيد. في ظلال القرآن ۴ ۲۳۸۷

[14] –  ابراهيم ۳۵

[15] – هود۷۸

[16] – يوسف ۹۲

[17] – هود ۸۸

[18] – النحل۹۰

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: