د انسان بدن کې اوبو ارزښت اسلام او ساینس کې

اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه او څړ ځایونه راوایستل – (النازعات ۳۰، ۳۱)

 هرشی په اوبو سره ژوندی دی، یقینا که انسان د مځکې کُرې ته ځیر شس او یو نظر ورته واچوئ او څه فکر او د ښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چې دهرژوندی شی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چې دایونړیوال ساینسی ، انسانی اومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه، هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چې دی خوری زیاته برخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔
وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چې زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کی ګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چې له دې څخه وروسته انسان دخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔
(Urea) څه شی ده؟
دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لوی محصول چې په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔

(Creatinine)څه شی دی؟

کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چې دپښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔
دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې په اخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه واله داوبوده لکه په سورت محمدکی چې راځی:
مثل دصفت بیان دجنت هغه چې وعده ئې کړی شوی ده له پرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچې نه به وی بدخونده (بدلېدونکی په مزه اوبوی کښې)اوویالې دی دشیدوچې نه به وی متغیرې خونددهغو،اوویالې دی له شرابوچې مزه ورکوونکی دی څیښونکوته، اوویالې دی له شاتو(عسلو) صفاکړشوی.اودوی ته به دغه (جنت) کی له هرډول میووڅخه، اومغفرت دی له ربه ددوی په شان دهغه دی چې تل دی په اورددوږخ کښې اوپه وبه څیښلی شی اوبه ډیرې تودې پس پرې به کړی کولمې ددوی.۔ (سورت محمد ۱۵)

په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، که موږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته؛ هلته چې ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅه لیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅ څرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لری چې په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئې هیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګو(اسیا)ته راشواویاپه عمومی ډول سره وځمکې ته راشونوداهغه ځمکه ده،چې ۱۲۴۰۰۰ دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریت لومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځای دژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشوی وای، اوحال داچې دادقران کریم فیصله ده چې هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکې څخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربل ځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، چې هرې سیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چې داپه ساینس سره څرګندیږی چې دځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم نقلا،

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې (کل شی ء خلق من مآء) هرشی داوبوڅخه پیداشوی دی۔
په تفسیر ماجدی په دوهم ټوک کی راغلی دی:
دژوندپوهنې (Biology) په څېړنوکی راځی چې دهرشی اصلی عنصرپروتوپلازم (Protoplasm) دی، چې دپروتوپلازم زیاته برخه اوبه دی۔

پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟
یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چې دژوندۍ ژونکې (حجرې) لپاره اړینه ده۔
یوساینس پوه پخپلوڅېړونوکی وایی چې دژوندارزښتناکه شی اوبه دی، اوتراوبوپه ژوندکی بله قیمتی اواوزښتناکه مایع اونعمت نشته، که داوبوپه نظام کی څه لږفکروکړونوهمدااوبه چې دبخارپه بڼه ورڅخه وریځ جوړیږی، اوهرځای چې قحطی اویاوچکالی وی هلته دباران، دواورې اویاهم دژلیوپه بڼه سره اوری اوانسانان ورڅخه خپله پوره استفاده کوی، په پای کی وایم چې اوبه دانسان د ژوند، کښت اوزراعت اوهرڅه اصلی محوردی۔

اوبه په قرانکريم کې:

په عربی ژبه کی واوبوته (مآء) ویل کیږی، چې په قرانکریم کی د(مآء) توری دنطفې لپاره هم استعمال شوی دی، اوکله هم د(مآء) توری ددوږخ دایشولواوګرمواوبولپاره هم استعمال شوی دی۔
په قرنکریم کی داوبوتوری (۶۵) ځلی راغلی دی، اوس زه غواړم چې یوڅوځایه ئې ذکرکړم۔

۱:
له اوبوڅخه موهرژوندی شی پیداکړی دی؟ نوایادوی ایمان نه راوړی؟ (سورت الانبیاء ۳۰)
۲:
هغه (الله) چې ځمکه ئې درته غوړولې ده اواسمان ئې درته چت کړی اوله اسمانه ئې اوبه راورولې اوپه همدې (اوبو) ئې ستاسودروزۍ لپاره هرډول میوې رابهرکړی؛ داچې تاسی په دې پوهیږی نودالله سره سیالان مه ګرځوی ۔ (البقره ۲۲)
۳:•
له دې تیږوڅخه شته چې وچوی اواوبه (چینې) ترې راووځی۔ (البقره ۷۴)
۴:
اودغه (الله) همغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه راکوزی کړی اوبیاموږدهغه په وسیله ټول زرغونېدونکی شیان (نباتات) راایستلی دی اوبیاموله هغه څخه شین کښت راایستلی دی۔ (الانعام ۹۹)
۵:
اوپرتاسی ئې داسمان څخه اوبه نازلی کړیدی چې په هغوسره تاسی پاک کړي۔ (الانفال ۱۱)
۶:
الله له اسمانه اوبه وورولې اوپه هرلښتي کی دهغه دوړتیاپه اندازه اوبه روانې شوی بیاکله چې سیلاب راپورته شونوپرسرئې ځګ هم راپورته کیږی۔ (الرعد ۱۷)
۷:
اوته وینی چې ځمکه وچه کلکه پرته وی، بیاچې پرې باران واورووپه ناڅاپی ډول وخوځیږی اوډډه شی اودهرې جوړې ښیرازه شینکي راوټوکوی ۔ (الحج ۵)
۹:
اوالله هرساکښ(ژوندی موجود) له یوډول اوبوڅخه شته کړ۔(النور۴۵)
۱۰: ایاودی نه لیدل چې الله له اسمانه اوبه راورولې دی؟ نودهغوپه وسیله مومیوې په بېلابیلورنګونو۔
۱۱:
اوله ځمکې څخه موچینې جارې کړیدی، نو(دغه) ټولې اوبه دهغه کار(دسرته رسولو) لپاره چې ټاکل شوی و۔ (القمر۱۲)
۱۲: 
اوله اسمانه مواوبه واورولې بیاپه ځمکه کی مورازرازپه زړۀ پوری شیان شنه کړل۔ (لقمان ۱۰)
۱۳:
الله دی چې اسمانونه اوځمکه ئې پیداکړی دي اوله اسمانه ئې اوبه اورولې دی اودهغه په وسیله ئې تاسی ته له میووڅخه روزې راایستلې ده۔ (ابراهیم ۳۲)
۱۴:
دی هغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه رااورولې چې ستاسی څښل له دې (اوبو) څخه دی اوله هغې څخه (ستاسی) ونې(اوواښه هم) شته چې په دغووښوکی (خپل څاروي) څروی۔ (النحل ۱۰)
۱۵:
اوموږله اسمانه په یوه ټاکلی اندازه اوبه واورولې نوهغه موپه ځمکه
کښې تم کړې اوموږچې څنګه وغواړوله منځه ئۍ وړلی شو۔(المومنون ۱۸)
۱۶: ایادوی ونه لیدل چې موږاوبه په وچې اوبې ګیاه ځمکه کی جاری کوو؟ نودهغه په وسیله کښت راباسوڅوئې دوی هم وخوری اوڅاروی ئې هم ، ایادوی نه وینی۔ (الاحزاب)
۱۷: اودالله له نښانوڅخه یوه داده چې ته ګوری ځمکه ویده پرته ده نوکله چې موږپرې اوبه واوروونوپه ناڅاپی ډول هغه خوځیږی اوغوړیږی ۔(حم السجده ۳۹)
۱۸:
اوله اسمانه څخه موبرکتناکې اوبه نازلې کړیدی اوپه هغوسره موباغونه اودرېبلووړکښتونه، غلې دانې رازرغونه کړی۔ (ق ۹)
۱۹:
اوپه هغې کې موټینګ اولوړغرونه ځای پرځای کړل اوپرتاسې موخوږې اوبه وڅښلې۔ (المرسلات ۲۷)
۲۰:
او له اوروونکو وریځو مو تویېدونکی اوبه راکښته کړیدی۔ (النبا ۱۴)

عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب