د اندېښنو لرې کولو لارې چارې

 

فکر کوې چې چا دې په سر تفانچه اېښې،لکه د يو لوړ ځای نه چی غورځېږې،بې حضوره یې،فکر کوې هر څه برباد ډي، دا په دې معنی چې په لويو اندېښنو کې لوېدلی یې،دلته څو داسې لارې چارې درته وړاندې کوو چې د اندېښنو په وخت کې ستاسې قوت يو په دوه کړي.

۱-د تېروخت په اړه فکر وکړه،کېدی شي ددې نه په لويو ستونزو کې لوېدلی وې،فکر به دې کوه چې دا ستونزه نشې حل کولی،ستا د وسې باندې ده،نا امېده به وې،چادرسره مرسته نه کوله خو اوس هغه ستونزه حل شوې، هغه ستونزمن وخت تېر شوی،ژوند دوام کوی،دا اصل دی هیڅ شی په يو حالت نه پاتې کېږي نو امېد لره چې سبا به د پرون په څېر بيا رڼا راشي.

۲-فکر کوې غرق شوی یې،ختم شوي یې،یوازې پاتې شوی یې خو فکر وکړه ختم کېدل ستا په اند څه دي؟

د ځان نه دا پوښتنه وکړه چې ترټولو  بد احتمال به څه وي؟داسې مه وايه چې حتا نه غواړم فکر وکړم بلکه ارام کېنه او داسې فکر وکړه چې ترټولو بد احتمال څه دی؟ که دا بد احتمال ريښتيا شي څه به کوې؟کومه لاره به انتخابوې؟

ډېر وخت دا پوښتنه چې ترټولو بد احتمال به څه وي؟ سړي ته دا ځواب ورکوي چې دومره خو هم بد او خطرناک نه دی،کېدی شي ووايي چې په دومره خفګان نه ارزېده.

۳-په کومه ستونزه کې چې اوس ګير يې ددې آينده فکر وکړه ،مثلا د نن نه ۵ مياشتې وروستني وخت فکر وکړه،کېدی شي څو مياشتي وروسته دې دا ستونزه هیڅ په ياد رانشي،ډېر وخت لوي رسم ليدل او آينده په فکر کې را ژوندی کول ستاسې اندېښنې نيم په نيمه راکموي.

۴-په يو ځاي کې دنده ترسره کوي او ريس تل په تاسې انتقادونه کوي،سبا د يو ملګری څنګ ته ځي او خپل زړه مو ورته تشوی په پای هغه هم خپل حال تاسې ته وايي ګورې چې هغه هم همداسې فکرونه لري، دلته تاسې پوهېږي چې ستونزه دا ده چې تاسې د ريس خبرې يوازي ځان پورې تړلي حال دا چې دا خبرې ريسان ټولو د لاس لاندې خلکو ته کوي او حالت ډېرو ځايو کې يو شی دی.

۵-او اخري يې دا چې موږ مسلمانان يو په الله قادر مطلق دا باور لرو چې هغه په هرڅه قادر دی،د شپې په تياره کې په يوازی کوټه کې دوه رکعته لمونځ وکړې وروسته مو پخپلو ګناهونو اعتراف وکړي دالله نه بښنه وغواړی داسې هغه سره راز او نیاز وکړی لکه هغه چې تاسې اوري او ستاسې غوښتنې قبلوي، په خپلو اوښکو هغه رازي کړی او د خپل څښتن نه  څه چې غواړي وغواړی، دا به ستاسې زړه مطمين کړي او تاسې به دا فکر وکړی چې تاسې داسې پالونکي ذات لری چې نړی د هغه په امر يا ګل ده يا اغزی.

ليکوال: بيهان بوداک

ژباړن: منيب الرحمن رحماني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب