انبیاء عسیرتشرعي پوښتنې او ځوابونه

د انبیاو عصمت یا معصومیت۔دویمه برخه

دعصمت تعريف اوشرعي معنى يې:

ايا دانبياؤ علیهم السلام عصمت تر نبوت وړاندي و او که وروسته ؟
دانبياؤ علیهم السلام په عصمت کي ځيني شبهې او پرهغو رد.
دانبياؤ علیهم السلام او دټول بشريت دپلار آدم علیه السلام عصمت.
دابراهيم خليل الرحمان علیه السلام عصمت
ديوسف صديق علیه السلام عصمت
ايا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کومه خطا صادره سوې ده ؟
ټول هغه فضائل چي انبياء علیهم السلام دټول بشريت څخه امتياز په لري دوى يې دشک څخه وتلي څښتنان دي همدا ډول ټول هغه شيان چي انساني درنښت ته تاوان رسوي لکه ګناوي ، شهواني غوښتني او داسي نور د ټولو دغه شيانو څخه دوى مبارکان پاک دي ، انبياء علیهم السلام دکمال ، فضيلت او شرافت نمونې پاته سوي دي او انبياء علیهم السلام دپوهي ، عقل ، مرتبې، ښه اخلاقو او ښه سلوک له مخي کاملترين انسانان وه او الله جل جلاله موږ ته امر کړى دئ څو ددوى لاره تعقيب کړو او کامله پيروي يې وکړو يعني دژوندانه په هر ډګر کي په دوى پسي ولاړ سوځکه الله جل جلاله فرمايي:
أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ . (سورة انعام الاية ٩٠)
ژباړه : دغه انبياء علیهم السلام هغه کسان دي چي الله جل جلاله هدايت ورته کړى دئ نو تاسو د دوى په هدايت سره پيروي وکړئ.
په بل ځاى کي الله جل جلاله فرمايي :
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا . (سورة احزاب الاية ٢١)
ژباړه :بېشکه ستاسو لپاره دالله جل جلاله په رسول پسي نېکه پيروي ده ، دهغه چا لپاره چي الله جل جلاله او قيامت ورځي ته اميد لري او دالله جل جلاله ذکر ډېر کوي.

دغه ډله علماء ددليل په موخه وايي :انبياء علیهم السلام الله جل جلاله دټول بشريت له منځ څخه انتخاب کړي او ممتاز کړي دي نو ځکه الله جل جلاله دوى دماشومتوب څخه تر خپل حفاظت لاندي نيسي لکه چي الله جل جلاله دموسى علیه السلام په مورد کي فرمايي :
وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي . (سورة طه الاية ٣٩)
ژباړه :ددې لپاره چي ستا پرورښت په خپل حضور کي وکړو.
همدا ډول الله جل جلاله ددوى په اړه فرمايي :
وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ . (سورة ص الاية ٤٧)
ژباړه : بېشکه دوى زموږ په نزد دنېکو غوره سوو انسانانو څخه دي.
بناءً انبياء علیهم السلام تر نبوت وړاندي او وروسته دهر ډول ګناهونو څخه پاک او معصوم دي.
ځيني علماء بيا په دې آند دي چي انبياء علیهم السلام تر نبوت وروسته دکبېره او صغيره ګناهونو څخه پاک دي او تر نبوت وړاندي معصوم نه دي ځکه دوى هغه وخت مکلف کيږي چي الهي وحي نازلي سي بيا نو په الهي احکامو سره مکلف ګرځي کله چي الهي احکام نازل سوي نه وي نو دوى هم دنورو انسانانو په څېر دي البته ناوړه اخلاق او کړني ددوى څخه فطرتا نه ترسره کيږي که څه هم دوى تر نبوت وړاندي معصوم نه دي مګر ديوه فطرتي حکم پر بنسټ دوى د رذيلو او ناوړه کړنو څخه ساتل سوي دي.
عقيده اسلامي نومي کتاب ليکي :
انبياء علیهم السلام تر نبوت وړاندي دوه ډول دي :
لومړى : دا چي نبي تر نبوت وړاندي دکوم دين په پيروۍ مکلف نه وي په دې صورت کي دعصمت موضوع هيڅ مطرح نه ده ځکه مخالفتونه او معاصي په هغه وخت کي منځته راځي چي يو شريعت موجود وي او دهغه څخه د مخالفت په صورت کي معاصي منځته راځي په داسي صورت کي دعصمت دشتون او نه شتون په اړه بحث کولو ته اړتيا نه تر سترګو کيږي ځکه مکلفيت نسته البته د نبي سپېڅلتيا، فطرتي علويت ، پاکي لمني ، روحاني لوړوالى او دعقل صحت هغه شيان دي چي دنبوت نوم يې تقاضا کوي او بايد په فطرتي ډول په نبي کي دغه شيان موجود وي ځکه که دغه شيان په نبي کي موجود نه وي نو دقوم په منځ کي به دى منل سوى کس نه وي يا په بل عبارت نبي بايد په فطرتي ډول دټولو هغو شيانو څخه پاک وي چي سالم طبيعت کرکه ځني کوي ترڅو دقوم له خوا پرده باندي کوم تور ونه لګيږي.
دوهم : هغه نبي چي ترنبوت وړاندي ديوه بل نبي په شريعت باندي مکلف وي لکه لوط علیه السلام چي تر نبوت وړاندي د خپل اکا ابراهيم علیه السلام په دين باندي مکلف و او يا د بني اسرائيلو انبياء چي تر نبوت وړاندي د موسى علیه السلام په دين باندي مکلف وه په دغه حالت کي دانبياؤ علیهم السلام پر عصمت باندي هيڅ قاطع دليل نسته نه د کبېره ګناهونو په اړه او نه دصغيره ګناهونو په اړه البته کوم سيرت چي دانبياؤ علیهم السلام رانقل سوى دئ ددې شاهد دئ چي دوى مبارکانو د هر ډول ګناهونو څخه تر ټولو انسانانو پاک او معصوم انسانان وه.
پاته دي نه وي چي هغه سهوه او نسيان چي دځينو پيغمبرانو څخه څرګندي سوي دي ډېر کمي او نادري دي . ددوى دعالي فطرت ، نفسي سپېڅلتيا او هغه درنې دندي پربنسټ چي دوى ته ور دغاړي کېده ددې لامل نه ګرځي چي پردوى دي طعن واردسي دا يوازي ددې څرګندونه کوي چي دوى انسانان دي ځکه انسانانو ته هغه صفات شوني نه دي چي هيڅ ډول تېروتنه دي ځني ترسره نه سي ځکه دبشريت سره سهوه اونسيانه حتمي وي . ددې ترڅنګ ددوى مبارکانو دغه سهوه اونسيانه ددوى دنبوت وړاندي حالت او وروسته حالت توپيروي څو دا څرګنده سي چي دغه حالت ددوى تر نبوت وړاندي دئ او دغه حالت ددوى تر نبوت وروسته حالت دئ.( عقيده اسلامي ص : ١١٦)
دپورته خبرو په نظر کي نيولو سره ويلاى سو چي صحيح او داعتماد وړ قول دادئ چي انبياء علیهم السلام تر نبوت وروسته دټولو علماؤپه اتفاق سره دهر ډول ګناه څخه پاک دي او تر نبوت وړاندي کېداى سي چي ددوى څخه دي کوچنۍ تېروتنه ترسره سوې وي البته دغه تېروتني ددوى درنښت ، عزت او سپېڅلتيا ته کوم تاوان نه رسوي. (خو بیا هم ناوړه اخلاق او کړني ددوى څخه فطرتا نه ترسره کيږي د يوه فطرتي حکم پر بنسټ دوى د رذيلو او ناوړه کړنو څخه ساتل سوي دي.)
علامة قرطبي رحمة الله علیه په خپل تفسير جامع احکام القرآن کي ليکي:
علماؤ کرامو په دې موضوع کي اختلاف کړى دئ چي دانبياؤ علیهم السلام څخه صغيره ګناهونه سوي دي که يا؟ په داسي حال کي چي علماء پردې خبره په يوه خوله دي چي انبياء علیهم السلام دلوي ګناهونو او هر هغه چټل عمل څخه پاک دي چي ددوى عزت او شرافت ته نقص رسوي.
جمهور علماء په دې اند دي چي انبيآء علیهم السلام څرنګه چي د لوي ګناهونو څخه پاک دي په دغه ډول دکوچني ګناهونو څخه هم پاک دي ځکه ددوى دکړنو او سيرتونو پيروي دکومي قرينې دالتزام پرته پر موږ په مطلقه توګه لازمه ده نو که چيري ددوى څخه کوم ګناهونه ترسره سي نو بيا امکان نه لري چي ددوى کامله پيروي دي موږ وکړو ځکه موږ خو عموما ددوى دکړنو په تقليد امر کړل سوي يو که داسي موږ وکړو يعني ددوى دټولو کړنو تقليد وکړو نو ښکاره خبره ده چي موږ به هم ددوى په تقليد کي په ګناهونو باندي اخته سو او ددې توپير به موږ ته ممکن نه وي چي ددوى کومه کړنه جائز عمل دئ او کومه کړنه يې ناجائز عمل دئ ، همدا ډول به موږ دمعصيت ، اباحت ، حظر او قربت توپير نه سو کولاى.


داحنافو علماؤ د ډلي څخه ابواسحق اسفرائيني وايي : د پيغمبرانو علیهم السلام څخه هيڅ ډول ګناه نه ترسره کيږي نه صغيره ګناه او نه کبېره ګناه . ددې نظر دليل د معجزې پر مقتضا بنا دئ.
يوه ډله بيا په دې آند ده چي دانبيآؤ علیهم السلام څخه صغيره ګناهونه ترسره کيږي خو دغه ډله کوم اصل او دليل نه لري ، زيات علماء دغه رايه جائز نه بولي.
ځينو متاخرينو علماؤ ويلي دي :
کوم څه چي ښکلا څرکندوي هغه دا دئ چي د ځينو انبياؤ علیهم السلام دتېروتنو څخه الله جل جلاله بيان کړى دئ او دوى ته يې ددغه تېروتنو نسبت کړى دئ ،دوى دملامتيا مورد ګرځولي دي همدا ډول انبياؤ علیهم السلام هم دخپلو ځينو تېروتنو بيان کړى دئ ، پر هغه يې پښيماني او بېزاري ښودلې ده او توبه ګا رسوي دي ، داسي تېروتني دي چي تاويل يې نه سي کېداى او که هم وسي دټولو پيښو تاويل نسي کېداى که کېداى هم سي نو دځينو پيښو تاويل کيږي دټولو پيښو تاويل نه کيږي البته ددوى دغه تېروتني ددوى کرامت اوعزت ته کوم نقص نه رسوي بلکي دغه تېروتني دسهو او نساني سره تړل کيږي . علاوه پردې ويلاى سو چي کوم مسائل دعامو خلګو په نسبت حسنات دي ددوى مبارکانو په حق سيئات دي . (حسنات الابرار سئیات المقربین)

همدا وجه ده چي جنيد بغدادي رحمة الله علیه فرمايي : دنېکو خلګو نېکۍ والله جل جلاله د مقبولو بدۍ دي. دمثال په توګه پاچا يو وزېر پر يوه موضوع باندي سزا کوي خو هغه کړنه چي يو عام مزدور ترسره کړي انعام ورکوي .
علامة قرطبي رحمة الله علیه ليکي : که څه هم دځينو پيغمبرانو په اړه څرګند نصوص سته چي ددوى څخه تېروتني ترسره سوي دي خو دغه تېروتني ددوى منصب ، عزت او شرافت ته کوم تاوان نه رسوي بلکي الله جل جلاله دوى دټول بشريت له منځه انتخاب کړي دي او دوى يې په سپېڅلتيا ، کرامت او عزت سره وياړلي دي. صلوات الله عليهم اجمعين. (تفسير قرطبي ج : ١ ص : ٣٠٨)

Tags
donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close