د امربالمعروف او نهى عن المنكر ستره فريضه

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: الله (جل جلاله) په تیرو امتونو کې هيڅ پیغمبر نه دی رالیږلی مګر دا چې له هغه سره یې یوه ډله ځانګړي کسان وو چې د هغه په سنتو به یې عمل کولو او د هغه دستورات به یې اجراء کول. وروسته له هغه داسې یوه ډله د دوی ځای ناستې شوه چې ویل به يې هغه څه چې نه به یې کول او کول به یې هغه څه چې په هغه باندې نه وو مأمور شوي. نو هر هغه څوک چې په لاس له دوی سره مبارزه وکړي مؤمن دی، څوک چې په ژبه له هغوی سره مبارزه وکړي مؤمن دی او څوک چې په زړه له دوی سره جهاد وکړي مؤمن دی او له دې وروسته  ایمان یوه ذره هم نشته.
دا صحیح حدیث یو له هغو مهمو مباحثو څخه چې د هغه په اړوند ډیر بحثونه په ځان کې رانغاړي؛ د مسلمانانو زیارونه، د جمعي او ټولنیز کار اړتیا، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر فرضیت او کم تر کمه په لاس، ژبه او زړه سره د کار فرضیت، دا ټول هغه ټکي دي چې د هغوی د روښانتیا لپاره باید یو څه ځنډ وکړو او هغه څه چې فهم یې ستونزمن دی یو څه جوت کړو، او کوم څیزونه چې ځینو ډیر ډاروونکي او ځوروونکي ښکاره کړي ساده او واړه کړو.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قضیه:

الله (جل جلاله) فرمایي: باید وي د تاسو نه داسې یوه ډله چې (د اړینې روزنې او د قرآن، سنتو او شرعي احکامو له زده کړې وروسته خلک) نیکۍ ته رابولي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، او همدوی کامیابان دي. (آل عمران ۱۰۴)
یوه ډیره مهمه موضوع چې الله (جل جلاله) غوښتي د هغه انجام د اسلامي امت په غاړه ورواچوي، په دې آیت کې دوې اصطلاح ګانې بیان شوې چې یوه یې د خیر او نیکۍ په لور بلنه او بله یې امر بالمعروف او نهی عن المنکر.

د خیر په لور بلنه

ابو جعفر باقر روایت کوي چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د (وَلْتَکُن مِّنکُمْ أُمَّةٌ یَدْعُونَ إِلَى الْخَیْرِ) آیت تلاوت کړ او وېې ویل: خیر د قرآن او زما د سنتو له پیروۍ څخه عبارت دی.
نو د آیت معنی داسې ده: باید یو امت (ډله) وي چې د اسلام د خپراوي او عملي کولو لپاره کار وکړي او د قرآن او د درسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سنتو نه د دین او دنیا په کار کې پیروي وکړي.
اما دوهمه اصطلاح چې زمونږ د بحث موضوع ده (امر بالمعروف او نهی عن المنکر):
امام غزالي په خپل باارزښته کتاب احیاء علوم الدین کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه وايي: امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دین لوی چورلیز دی او دا هغه با ارزښته موضوع ده چې الله (جل جلاله) د هغه په خاطر ټول پیغمبران رالیږلي او که یې ټغر ټول شي او یا د هغه د پوهې او عمل په اړوند لټي وشي د پیغمبرانو ټول پیغام پاتې او ځنډ پکې راځي، دیانت له منځه ځي، سستي حاکمه کیږي، ګمراهي خپریږي، ناپوهي رواج مومي، فساد خوریږي، ټولنه د اصلاح وړتیا له لاسه ورکوي، مځکې ویجاړې او اوسیدونکي یې هلاکیږي؛ اما د قیامت تر ورځې به نه پوه شي او نه به د هلاکت احساس وکړي.
نو امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پیغمبرانو ستره موخه ده؛ الله (جل جلاله) خپل پیغمبر دارنګه ستایي: دوی ته په معروف امر او له منکر نه ېې منع کوي. (اعراف – ۱۵۷)
دا کار له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) نه وروسته د اسلامی امت له سترو کارونو نه دی؛ الله (جل جلاله) فرمایي: تاسې (اې د محمد پیروانو) بهترین د امتونو یئ چې د خلکو د ګټې لپاره پیدا شوي یئ (کله چې) امر په معروف او نهی له منکر څخه کوئ او په الله (جل جلاله) ایمان لرئ. (آل عمران – ۱۱۰)
دا یو واجبي عبادت دی؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: اسلام دا دی چې د الله (جل جلاله) عبادت وکړې او له هغه سره څه شریک نه کړې، لمونځ وکړې، زکات ورکړې، روژه ونیسې، حج وکړې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړې او په کورنۍ دې سلام واچوې. که چا له دې نه څه پریښوول د اسلام یوه برخه یې پریښې او او که چا دا ټول پریښوول نو اسلام ته یې شا کړې ده.
دا کار په مسلمانانو باندې واجب دی، یو نفلي او اضافي کار نه دی چې که دې زړه وو نو ویې کړه او که دې زړه نه وو نو مه یې کړه؛ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: له مونږ نه نه دی څوک چې زمونږ د ټولنې په وړو باندې شفقت او زړه سوی او د لویانو مو احترام ونه کړي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ونه کړي.

لومړى د دا عابد هلاك شي

له جابر نه روایت شوی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: الله (جل جلاله) جبرئیل ته وحی وکړه چې فلانی ښار یې د اوسیدونکو سره له منځه یوسه. نو یې وویل: اې پروردګاره! د دوی په منځ کې د تا فلانی بنده هم شته چې یوه لحظه یې هم د تا نافرماني نه ده کړې. الله (جل جلاله) وفرمایل: ښار د ده او د خلکو سره له منځه یوسه، ځکه چې زما په خاطر یې اقلاً تندۍ هم تريو نه شو.

د علماوو نظر څه دى

•    محمد عبده په دې باور دی چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر فرض عين دی
•     ابن تیمیه یې فرض کفایي بولي.
•     شوکاني وایي: وجوب یې له قرآن او سنتو نه ثابت شوی او د الهي شریعت د سترو فرایضو څخه یو فرض، د مهمو بنسټونو څخه یو بنسټ او مهمه پایه ده چې په هغه سره د اسلام نظام بشپړیږي او لوړیږي. که د الله په دین کې امر په معروف او نهی له منکر له دې ټول ارزښت څخه برخمن وي نو اصل او زیور د امر په معروف او نهی عن المنکر څه دی؟
•     مسلمان مفکر عبدالقادر عوده وایي: هر هغه څه چې شریعت پرې عمل واجب ګرځولی یا دا چې کول یې د مسلمانانو لره ښه او ګټور بللي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په مقوله کې ځای شوي دي، کله لمونځ، روژه، حج، توحید، د شریعت مخالف هر کار نه منع او…

دعوت او تربيت، د امر بالمعروف دې ستنې

په اصل کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دوه مهم کارونه په ځان کې رانغاړي: د دعوت کار او د رورنې او تنظیم کار او دا کار په یوه طبیعي ترتیب سره پای مومي: لومړی خلک د الله (جل جلاله) دین ته رابولي وروسته د هغه کسانو په روزنه او تنظیم باندې پیل کوي چې ایمان یې راوړی دی؛ د دعوت کامیابي او ناکامي په همدې روزنه او تنظیم پورې اړه لري، که تنظیم کلک او پایدار وو او روزنه قوي او سالمه وه نو دعوت به کامیاب او که نه نو په پای کې ناکامي حتمي ده. په همدې خاطر د دعوت، تنظیم او روزنې تر منځ یوه قوي او بشپړه اړیکه وجود لري؛ لکه څرنګه چې پرته له دعوت څخه روزنه او تنظیم نشته په همدې ډول پرته له تنظیم او روزنې شونې نه ده چې دعوت دې خپلې موخې ته ورسیږي. دعوت چې کومو کارونو ته پاملرنه لري معلومه ده چې د روزنې او تنظیم له کار سره توپیر لري؛ په اسلامي امت باندې ده چې د دې دواړو کارونو د انجام په خاطر اقدام وکړي، یعنې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د فریضې د اداء کولو په خاطر په دننه او بیرون کې اقدام وکړي؛ کوم کار چې په بیرون کې یې کوي د دعوت، او کوم کار چې په دننه کې یې کوي د روزنې او تنظیم په نوم یادیږي.
الله (جل جلاله) فرمایي:  تاسو (اې د محمد (صلی الله علیه وسلم) پیروانو) بهترین د امت یی چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي یی (کله چې) امر په معروف او نهی له منکر څخه کوی او په الله (جل جلاله) ایمان لری… (آل عمران – ۱۱۰)
یعنې دا چې امر په معروف او نهی له منکر څخه د خلکو د دعوت په برخه کې کار دی چې اسلامي امت یې د خلکو په منځ کې کوي او په خپله عمل پرې کوي. که اسلامي امت په نیکو کارونو پابندي ونه لري او له بدو کارونو نه ځان ونه ساتي څه ډول شونې ده چې نورو ته په نیکیو امر او له بدیو نه د ځان ساتلو سپارښتنه وکړي؟ الله (جل جلاله) فرمایي: او په دې ډول مو تاسو منځنۍ ډله وګرځولی تر څو په خلکو باندې شاهدان واوسئ او پیغمبر په تاسو باندې شاهد وي.
په خلکو باندې د شاهدۍ مطلب دا دی چې نیکو کارونو ته یې راوبلې او له بدو کارونو نه یې منع کړې؛ ځینې خلک ګمان کوي چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو سیاسي کار دی چې تنها مسلمان حاکمان یې باید وکړي او د خپل قدرت نه په استفادې سره نیکو کارونو ته پابندي او له بدو کارونو نه ځان ساتنه په خلکو کې عامه کړي، چې دا یو غلط ګومان دی، الله (جل جلاله) یې پیغمبر ته دستور ورکوي چې: (اې پیغمبره!) عفوه کلکه ونیسه او په معروف (نیکو کارونو) باندې امر کوه او د جاهلانو (ناپوهانو) څخه مخ واړوه (او ناندرۍ مه ورسره کوه).
عرف چې په دې آیت کې راغلی په عربي ژبه کې هماغه معروف دی. دا آیت په اعراف سورة کې راغلی چې په مکه کې نازل شوی، مسلمانان په هغه وخت کې د دولت او قدرت خاوندان نه وو. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې له قوم سره جهاد وکړ، د یوه الله (جل جلاله) عبادت ته یې راوبلل او له دوی نه یي ډیرې ځورونې او شکنجې لرې کړې تر دې چې الله (جل جلاله) هغه (صلی الله علیه وسلم) ته د هجرت اجازه ورکړه او په مدینه کې یې اسلامي حکومت تأسیس کړ او د الله (جل جلاله) په لاره کې یې له کفارو او مشرکانو سره جهاد وکړ؛ په دې ترتیب د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) کار له بعثت څخه د دعوت تر بشپړتیا پورې په دری برخو ویشلای شو:
1.    په هر ځای کې خلکو ته تبلیغ او د هغوی رابلنه.
2.    د اسلامي دولت تأسیس او د الله (جل جلاله) د احکامو عملي کول.
3.    د الله (جل جلاله) په لاره کې جهاد
دا ټول کارونه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) کړي دي، په ټوله کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی، پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) له خپل امت نه وغوښتل چې له ده نه وروسته دې کار ته د قیامت تر ورځې پورې دوام وړکړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سیاسي اړخ
الله (جل جلاله) فرمایي: (هغه مؤمنان چې الله (جل جلاله)له دوی سره د مرستې او کامیابۍ وعده کړې) هغه کسان دي چې که کله دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو، لمونځ کوي، زکات ورکوي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي  او خاص الله (جل جلاله) لره دی د ټولو کارونو انجام. (حج – ۴۱)
یعنې په هماغه ډول چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دعوتي اړخ لري، سیاسي اړخ هم لري؛ یعنې له اسلامي امت د قدرت له خاوندانو او مسؤلانو نه غوښتل کیږي چې الهي شریعت چې د الله (جل جلاله) له خوا یو فرض دی، په خپل ژوند کې اجراء کړي. د دې سترې فریضې اداء کول د مهمو مسؤلیتونو څخه دي چې سستي او سهل انګاري په هغه کې ځای نه لري ځکه امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی چې د ټولنو رنګ او ځانګړتیاوې اسلامي کوي.
حاکم له ډیر توان څخه برخمن دی او مسؤلیت یې هم ډیر دی، کله یې چې په یوه شرعي کار باندې امر وکړ نو په اسلامي امت باندې ده چې هغه ومني، اطاعت یې وکړي او مرسته ورسره وکړي؛ اما که معروف کار یې پریښود او د منکر کار مرتکب شو نو د ډیری علماوو په اند د حل او عقد شورا د هغه د عزل حق لري حتی که دا کار په جګړه هم پای ته ورسیږي.
د اسلامي ټولنې غړی (مسلمان) که په هره پایه کې کار کوي د ټولنې د اصلاح او لارښوونې مسؤلیت لري. کله چې کارونه ګډوډ شي، معروف په منکر او منکر په معروف باندې بدل شي نو هغه باید د خپلې دندې د انجام په خاطر اقدام وکړي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: الله (جل جلاله) هیڅ پیغمبر په تیرو امتونو کې نه دی رالیږلی مګر دا چې دا لره یوه ډله ځانګړي او مخلص ملګري وو چې د هغه په سنتو به یې عمل کولو او د هغه دستورات به یې په ځای کول. وروسته له هغه داسې ډله د هغه ځای ناستې شوه چې ویل به یې هغه څه چې کول به یې نه او کول به یې هغه څه په هغه باندې نه وو مأمور شوي. نو هر څوک چې په لاس ورسره جهاد وکړي هغه مؤمن دی او څوک چې په ژبه ورسره جهاد وکړي مؤمن دی او څوک چې په زړه کې ورسره جهاد وکړي مؤمن دی او له دې لاندې د ایمان یوه ‌ذره هم نشته.
کله چې داسې شوه او داسې ځای ناستي راغلل چې اسلامي ټولنه یې د الهي لارې او نبوي سنتو نه بې لارې کړه او پند او نصیحت هم ګټه ونه کړه، نو د اسلامي امت په غړو باندې ده چې د دې وضعیت په بدلون کې هڅې وکړي.

امت ولې باید دا تکلیف په غاړه واخلي؟

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: هیڅ قوم نشته چې په هغوی کې د الله (جل جلاله) نافرماني موجوده وي او بیا هم د خپل وضعیت په بدلون باندې ونوانیږي اما هغه بدل نه کړي، مګر دا چې الله (جل جلاله) هغوی په عمومي عذاب مبتلا کړي.
الله (جل جلاله) فرمایي: نو هر کله چې دوی (جنایتکارانو) هغه څه هیر کړه (په هغه څه یې عمل ونه کړ) چې دوی ته پرې پند ورکول کیده، (نو) مونږ هغو ټولو کسانو ته نجات ورکړ چې دوی به د بدۍ څخه (هغوی) منع کول (که څه هم تر آخره هغوی منع نه کړه)، او هغه کسان مو په سخت عذاب سره ونیوه چې ظلم یې کاوه (او دا ځکه چې) وه دوی چې په دوامداره توګه یې فسق کاوه. یا په بل عبارت نو هرکله چې دوی د هغه شي (د پریښودولو) څخه سرکشي وکړه چې دوی ترې منع کړی شوي وه (نو) دوی ته مونږ (په تکویني توګه) وویلې چې ذلیله بیزوګان جوړ شئ (نو سمدستي ټول د بیزوګانو په شکل واوښتل) (اعراف – ۱۶۵ -۱۶۶ )
د الله (جل جلاله) عذاب هغې ډلې ته ورسید چې نافرماني او سرکشي یې کړې ده او هغې ډلې ته یې چې دوی ته یې پند او توصیه کړې وه خلاصون ورپه برخه کړ؛ اما دریمه ډله چې نافرماني یې نه وه کړې اما ګناهکار یې د ګناه د کولو څخه نه وو منع کړی، په هماغه عذاب باندې اخته کړ چې لومړۍ ډله یې پرې اخته کړې وه.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: په بني اسرائیلو کې کمزوري هماغه مهال رامنځ ته شوه چې کله به یو سړی له بل سره مخ کیدلو او ورته ویل به یې: اې فلانیه! له الله (جل جلاله) نه وډار شه او دا کار پریږده ځکه کار چې ته يې کوې د تا لپاره حلال و ښه نه دی، او کله چې به یې بیا په هماغه کار ولید (په دا سې حال کې چې پند به یې نه وو عملي کړی) د ده دا بد کارونه به د دې سبب نه کیدل چې له هغه سره اړیکې غوڅې کړي او په خوراک او څښاک کې ورسره یو ځای نه شي؛ کله یې چې داسې وکړل نو الله (جل جلاله) د دوې په منځ کې اختلاف او ځانځاني واچوله او ویې فرمایل: د بني اسرائیلو په کافرانو د داود او عیسی بن مریم (علیهما السلام) په ژبه باندې نفرت وویل شو.
څه چې له دې روښانه آیاتونو او ښکاره احادیثو نه جوتیږي دا دي چې د امت سترګې باید په حاکم پسې وي ترڅو هغه خپله دنده (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) سرته ورسوي، که په خپله دنده کې پاتې راغلو او پرې یې ښوه نو نصیحت ورته وکړئ او که ټمبلۍ ته یې دوام ورکړ هغه دې اصلاح کړي؛ ځکه فاسد چاپیریال خلک فاسدوي او د خلکو ناپوهي او بې کاري نورو انسانانو ته هم خپریږي.

له منکر سره مبارزه څه ډول وي؟

هر چا چې په لاس ورسره مبارزه وکړه هغه مؤمن دی.
مسلمانو علماوو په دې اړه ډیرې خبرې کړې دي؛ چې د هغه له ډلې نه یې د نمونې په ډول دا رااخلو: د مؤمنانو په ډله باندې لازمه ده چې له منکر سره مبارزه وکړي او هغه په خپل لاس سره له منځه یوسي او د اړتیا په مهال د وسلې نه کار واخلي، علماوو د دې کار لپاره یو شرط ایښی او هغه دا چې د دې منکر نه مخنیوی له دې نه د بل لوی منکر په انجام باندې پای ته ونه رسیږي.

چا چې په ژبه مبارزه ورسره وکړه هغه مؤمن دی
د ژبې په مرسته اصلاح د زور پواسطه په امر بالمعروف او نهی عن المنکر باندې مخکې والی لري، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه قوم چې له ظالم نه وډار شي خو د هغه په اصلاح کې مرسته ونه کړي کلک ملامت کړي دي. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: سردار دشهداوو حمزه (رض) دی او څوک چې د ظالم حاکم په وړاندې ودرید او هغه يې له تیري نه منع کړ نو حاکم هغه وواژه.

هر څوک چې په زړه کې مبارزه ورسره وکړي مؤمن دی

په زړه باندې له مبارزې نه موخه دا ده چې که انسان د یو لړ خاصو شرایطو او حالاتو لکه د سلطان د ځورونې او ډار له کبله ونه توانید چې په لاس او ژبه سره مبارزه وکړي په دې وخت کې د زړه له مبارزې نه باید پاتې نه شي. دا تنها په زړه کې بد ګڼل نه دي چې وروسته بیا په ذلت سره یو لاس په بل لاس کیږدي، بلکه منظور له دې نه دا دی چې دا بد ګڼل په یو فکر باندې بدل شي او دا فرد یې په خپلو خپلوانو او نږدې خلکو کې تیته کړي تر څو د دې فکر درلودونکي ټول سره ټول شي او له هغوی نه یو خوځښت جوړ شي تر څو یو بل سره مرسته وکړي او یو بل ته قوت ورکړي په دا سې ډول چې مادي توان هم په لاس ورشي چې بیا په ژبه او لاس هم له منکر سره مبارزه وکړي.

لیکنه: مصطفی محمد الطحان
ژباړه: روح الله ساحل

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب