د الله ﷻ د موجودیت په اړه عجیبه کيسه!

 

په یوه خارجي هیواد کې یو مسلمان د سر وېښتانو د اصلاح کولو لپاره د نایي (سلماني) دوکان ته ولاړ، مسلمان له نايي سره ښې خبرې اترې شروع کړې. پر مختلفو موضوعاتو وغږېدل؛ خو ناپامه د الله ﷻ په اړه خبرې رامنځته شوې.

  • نایي وویل: زه د الله ﷻ موجودیت نه منم!
  • مسلمان ورته وویل: (نعوذ باالله‌) دا څه وایې، ولې؟
  • نایي ورته وویل: که الله ﷻ موجود وای؛ نو خلک به ولې په مشکلاتو، تکلیفونو او مصیبتونو اخته وای؟ ولې به خلک د ژوند په چارو کې پرېشانه وای؟

کله چې مسلمان د نايي له دوکان څخه راووت، ګوري چې کوڅه کې یو سړی راروان دی چې، د سر وېښتان یې ډیر اوږده، چټل او ببر ولاړ دي. داسې ښکارېده چې نوموړي د سر وېښتان د ډیرو ورځو راهیسې نه وه اصلاح کړي.

  • مسلمان چې دغه سړی پر داسې حالت ولید؛ نو له لاس څخه یې ونیوه او بیرته د نايي دوکان ته ولاړ، نايي ته یې ور غږ کړل: یوه خبره مې درته کوله، زه دا نه منم چې په نړۍ کې نایي شتون لري!
  • نایي په ډېرې حیرانۍ سره وپوښتل: څنګه په نړۍ کي نايي نشته؟ زه نایي  یم.
  • سړي ور غږ کړل: نه نایي بالکل نشته، که چیرې نایي موجود وای؛ نو خلک به ببر سر نه ګرځېدل، لکه دغه سړی چې ما له لاس څخه نیولی دی.
  • نایي په ځواب کې وویل: نایي شته؛ خو ستونزه پدې کې ده چې، خلک نایي ته نه ورځي.
  • مسلمان هم په ځواب کې ورته وویل: سمه خبر مو وکړه، حقیقت دا دی چې الله ﷻ موجود دی؛ خو انسانان الله ﷻ ته رجوع نه کوي، د الله ﷻ د رالیږل شوي کتاب #قرآنکریم د زده کړې او پوهې تلاش نه کوي؛ نو ځکه په نړۍ کې انسانان په آفتونو او ستونزو ګرفتار دي او د ژوند چارې پرې تنګې او سختې دي.

وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا. [سورة طه، ايت ۱۲۴].

ژباړه: او هر چا چې زما د پیغام یا پند (قرآن کریم) څخه مخ وګرځوه؛ نو په ریښتیا سره ژوند به پرې تنګ وي.

لیکوال: ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب