جغرافیه

د افغانستان په لوړو زده کړو کي د ګډو پولو د اوبو یا Transboundary Waters د پوهي د نه شتون ستونزه او هغه ته د حل لاري

د لوړو زده کړو سیستمونه تقریبا په هر هیواد کي یو د بل څخه توپیر لري چي هر هیواد نوموړی سیستم نظر خپل اصولو، قوانینو او د ټولني اړتیاوو ته جوړوي. پوهنتونونه تر ډیره حده خپل په چارو کي خپلواکه وي او هر پوهنتون د پوهنځی او حتی ډیپارټمنټ تر سویې پوري خپل د درسی نصاب یا کریکولم په ترتیبولو او په هغه کي د تغیر راوستلو پوره واک او اختیار لري. په نړۍ کي هیوادونه په لومړي ګام کي خپل د ټولني د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي اړتیا او پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو کریکولم جوړوي تر څو وکولای سي خپل ټول ضرورتونه د علم له پلوه مرفوع او مشبوع کړي. په دوهم ځل کي په دې لټه کي وي چي د نړۍ په مارکیټونو کي کومو علومو ته ضرورت دی تر څو وکولای سي هغه علومو ته هم خپل په کریکولم کي ځای ورکړي او خپل علم و بهر ته هم صادر کړي او یا هم د بهر څخه محصلین د نوموړو علومو د زده کړي لپاره ورسي. په دې کار کي ډیر علتونه نغښتي دي چي هیوادونه غواړی خپل د کلتور څخه نیولې بیا تر اقتصادي او سیاسي هدوفونو پوري له دې لیاري ځان ورسوي. د لوړو زده کړو د درسي نصاب ارزښت ته په کتلو سره، زه دلته غواړم یوازي د افغانستان د لوړو زده کړو په درسي نصاب او مفرداتو کي د ګډو پولو د اوبو د موضوعاتو د نشته والي په اړه وږغیږم او د لوړو زده کړو وزارت پام و دې حیاتي موضوع ته را واړوم تر څو وکولای سو په دې برخه کي د پوهنتونونو استادان د ماستری او دوکتورا په سطح و روزو، د لوړو زده کړو په درسي نصاب کي نوموړې موضوع ته د تدریسولو لپاره ځای ورکړوږ
 

افغانستان د هایدرولوژي له نظره پر پنځه سیندیزه حوزو یا River Basins باندي ویشل سویدی چي دا حوزې عبارت دي له هلمند، آمو، هریرود-مرغاب، کابل او شمالي سیندیزه حوزو څخه. د دې پنځه حوزو څخه څلور یې Transboundary River Basins یا د ګډو پولو سیندیزه حوزې دي چي د هلمند د سیند اوبه ایران ته، د هریرود-مرغاب سیندونو اوبه ایران او ترکمنستان ته، د کابل سیند اوبه پاکستان ته بهیږي. د آمو سیند اوبه د مرکزي آسیا د هیوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شریکي دي. و دې ته په کتلو سره ویلای چي د ګډو پولو د اوبو د ویش او څرنګوالي موضوع د فغانستان لپاره ډیره مهمه او ارزښتناکه ده لکه څرنګه چي Thomas et al. (2016) وایې د افغانستان ۹۰٪ سطحي اوبه د ګاونډیو هیوادونو سره شریکي دي. تر کومه حده چي زه معلومات لرم، تر اوسه د هیواد په پوهنتونونو کي د ګډو پولو د اوبو مضوعات نه تدریسیږي او نه هم تر اوسه په درسي مفرداتو کي شامل سویدي. یو ځای چي د افغانستان د Transboundary Waters په اړه ابتدایی معلومات موجود دي، هغه د امریکا د نبراسکا د اوماها پوهنتون (University of Nebraska Omaha) د افغانساتان د مطالعاتو په مرکز کي موجود دي او د لاندني لینک د لیاري لاسرسی ورته کیږي:
https://www.unomaha.edu/international-studies-and-programs/center-for-afghanistan-studies/academics/transboundary.php

چي نوموړي معلومات د انګلیسي ژبه برسیره په پښتو او دري ژبو باندي هم لیکل سویدي، خو کیدای سي د ځینو اصطلاحاتو په ژباړه کي ستونزه وي، مګر لږ تر لږه د اوبو د سرچینو د انجنیری محصلین کولای سي چي د ګډو پولو د اوبو په اړه لومړني معلومات له دې سایټ څخه تر لاسه کړي.

زما په فکر د لوړو زده کړو د وزارت لپاره ډیره اړینه ده تر څو د لوړو زده کړو په درسي نصاب کي د ګډو پولو د اوبو موضوعاتو ته ځای ورکړي. د لوړو زده کړو ملي ستراتیژیک پلان چي د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۹ کلونو لپاره ترتیب سویدی، په وروستۍ خاکه یا Final Draft کي پر دې باندي ټینګار کړیدی چي د تحصیلي نصاب ملي کمیټه به د هیواد د تحصیلي نصاب بیا کتنه کوي تر څو نصاب نور هم ښه کړي. که څه هم نوموړی پلان د نویو څانګو پر پیژندګلوی او هغوی ته د ودي ذکر کړیدی، خو د اوبو د سرچینو د مدیرت او پالیسی د څانګو او یا هم خصوصا د ګډو پولو د اوبو د زده کړو په اړه یې کوم خاص شی نه دی ویلی. د دې څخه پوهیدلای سو چي د نوموړي ستراتیژیک پلان په اساس به تر ۱۳۹۹ کال پوري لا نور هم په افغانستان کي د ګډو پولو د اوبو د سرچینو د مدیریت او پالیسیو په اړه په کریکولم کي کوم شی نه ور اضافه کیږي. او که ور زیاتیږي هم، تر اوسه پوري دا موضوع نه ده په ډاګه سوې. خو د لوړو زده کړو د قانون دیوولسمي مادې شپږم بند د تحصیل او څیړني د وسایلو، کتابونو، درسي او ممد درسي موادو برابرول د لوړو زده کړو د مؤسسو د دندو او واکونو څخه بولي. همدارنګه د نوموړي مادې لسم بند داسي وایی: د مؤسسو دنده او واک دا دی تر څو د ټولني د اړتیاوو مطابق، درسي نصاب نوی او یا هم هغه ته پرمختیا ورکړي، همدارنګه د تدریس له فعالو، اغیزناکو، معاصرو او نوو تګلارو څخه ګټه واخلي. په هر صورت، د درسي نصاب تطبیقول د قانون د څوارلسمي مادې په اساس یو پروسه لري چي د لوړو زده کړو مؤسسه باید خپل درسي نصاب د ډیپارټمنټ له پریکړي، د پوهنځی د علمي شوری، د اړوندي مؤسسې د علمي شوري او د وزارت د نصاب د عالي شوري له تصویب وروسته تطبیقوي. چي دا حالت د افغانستان په پوهنتونونو کي ډیر کم دی او عملي بڼه یې تر اوسه نه لیدل کیږي.

د موضوع ارزښت او حساسیت ته په کتلو سره د لوړ زده کړو وزارت د دې تشي په ډکولو سره د لاندنیو تګلارو او حل لارو څخه څخه استفاده کولای سي:

۱. د افغانستان د پوهنتونونو د هغه استادانو را ټولول او د هغوی سره د لوړو زده کړو په کریکولم کي د ګډو پولو د اوبو د موضوعاتو د ور ګډولو او زیاتولو په اړه سلا مشورې کول کوم چي د اوبو د سرچینو د انجنیری او یا هم د اوبو د سرچینو د مدریت او پالیسی د انجنیری په برخه کي د ماستری او دوکتورا په کچه په بهر کي زده کړي کړي وي.

۲. د لنډ مهاله پلان له مخي او د علمي کادرونو د شتون په صورت کي د افغانستان د هغه ولاینونو په پوهنتونونو کي د اوبو د سرچینو د انجنیری ډیپارټمنټونه فعاله کول د لسانس په کچه په کومو کي چي د ګډو پولو سیندونه یا Transboundary Rivers موجود وي. که هغه نه وي، لږ تر لږه د اوس دپاره په مرکزي پوهنتونونو کي د ماستری په سطح د اوبو د سرچینو د مدیریت او پالیسی څانګي فعاله کولای سو. که پر هغه سربیره په دې برخه کي علمي کادرونه شتون ونه لري او زه په دې ډاډه یم چي موجود دي، د لوړو زده کړو د وزارت لپاره په کار ده چي د انجنیری د څانګو هغه استادان چي همدا اوس د دوکتورا او ماستری د زده کړو لپاره بهرني هیوادونو ته استوي، باید د اوبو د سرچینو د انجنیری او په خاصه توګه د اوبو د سرچینو د مدیریت او پالیسی په څانګو کي وي.

۳. نه یوازي دا چي د ګډو پولو د تدریسولو موضوعات دي د انجنیری پوهنځی د بیلابیلو څانګو په کریکولمونو کي ور زیات کړل سي، بلکه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په بیلابیلو څانګو کی هم ځای پر ځای کړل سي. ځکه په انجنیری پوهنخی کي به یې یوازي تخنیکی اړخ وویل سي، اما د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی کي به یې حقوقي او سیاسي اړخونه وویل سي چي عموما د اوبو سیاست یا Hydro-Politics ورته وایی.

۴. وروسته تر هغه لنډ مهاله فعالیتونو چي علمي کادرونه په دې برخه کي وروزل سول، د لوړو زده کړو وزارت کولای سي چي د اوبو د سرچینو دمدیریت او پالیسي ډیپارټمنټونه فعاله کړي، په خاص ډول سره د ماستری او دوکتورا د پروګرامونو لپاره.

۵. د اوږدمهاله پلان په اساس، لږ تر لږه د اوبو د سرچینو د انجنیری او د هغه د مدیریت او پالیسی د یوه انستیتیوت تأسیس او فعاله کول چي د دوکتورا تر کچي د زده کړو پروګرامونه پکښي شامل وي. په دې انستیتیوت کي باید د اوبو د سرچینو د تخنیکي مطالعاتو سربیره د اوبو په اړه د نړیوالو حقوقو، قوانینو، او تګلارو په اړه زده کړي ورکول سي تر څو زده کړیالان وکولای سي د اوبو پر سر شخړو ته د سیاسي او حقوقي نظره د نړیوالو اصولو په رڼا کي د حل لاري پیدا او هم د داسي مسایلو مدیریت وکړای سي. د داسي انستیتیوت فعاله کول به د لوړو زده کړو وزارت ته لاره هواره کړي تر څو یو نوی او مکمل کریکولم په دې اړه ترتیب او پلی کړي.

۶. د دې فعالیتونو د تر سره کولو سره موازي، باید د لوړو زده کړو وزارت د هیواد د ټوله دولتي او خصوصي سکتورونو سره په اړیکو کي وي کوم چي د اوبو د سرچینو د انجنیری، د هغو د مدیریت او د اوبو په اړه په حقوقي او سیاسي مسایلو کي فعالیتونه تر سره کوي تر څو د موجوده ستونزو مطابق په درسي نصاب کي هغه موضوعاتو ته ځای ورکړل سي. د دولتي سکتور مثالونه د اوبو او انرژی وزارت، د کانونو او پترولیم وزارت، د کرهڼي اوبو لګولو او مالداری وزارت او همدارنګه د چاپیریال ساتني ملي اداره ده.

پر نوموړو حل لارو سربیره کیدای سي چي نوري حل لاري هم موجودي وي، خو که دغه ذکر سوي یې هم عملي کړل سي، او د لوړو زده کړو وزارت د نوموړي موضوع جدیت ته پام سي، زه ډاډه یم چي په هیواد کي به مو د اوبو د سرچینو د علم او په خاصه توګه د ګډو پولو د اوبو د موضوعاتو د پوهاوي په اړه یو لوی ګام پورته کړی وي. همدارنګه به وکولای سو چي خپل د هیواد له دې طبعي، حیاتي او تر هر څه ارزښتناکه مادې څخه په پوره او ښه توګه ساتنه وکړو او د هیواد د راتلونکي نسل د هوسایني او سوکالۍ سبب وګرځو.

خو د دې پروسې د پلي کولو تر څنګ هغه وخت خپل اصلي هدف ته رسیږو کوم وخت چي دولت د نوموړو څانګو څخه فارغه کیدونکو کادرونو ته د کار زمینه مساعده کړي، او همدارنګه په دولتي سکتور کي د ګډو پولو د اوبو د مدیریت او پالیسیو اړوند نوي بستونه جوړ کړل سي تر څو دا پروسه د یو کړۍ په توګه وي.

مأخذونه:

Thomas, V., Azizi, M. A., and Behzad, K. 2016 Developing transboundary water resources: What perspectives for cooperation between Afghanistan, Iran and Pakistan?. Afghanistan Research and Evaluation Unit, Case Study.

University of Nebraska Omaha, Centre for Afghanistan Studies. Accessed July 17, 2017 https://www.unomaha.edu/international-studies-and-programs/center-for-afghanistan-studies/academics/transboundary.php

د عدلیې وزارت (۱۳۹۴ هـ . ش)، د افغانستان د ملکي لوړو زده کړو قانون، رسمي جریده، فوق العاده ګڼه، پرله پسې نمبر: ۱۱۹۵، ۱۱ او ۱۴ ماده.

د لوړو زده کړو وزارت (عقرب ۱۳۹۴)، د لوړو زده کړو ملي ستراتیژیک پلان (د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۹ پوري) (خاکه)، ۱،۳ د تحصیلي نصاب پرمختیا، ۲۲ او ۲۳ مخونه.

پوهنیار احسان الله حیات

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: