د افغانستان نوم ايښودنه

د افغانستان نوم:

د افغانستان نوم د دوه نومونو تړنگ نوم دی، يعنې لومړنی نوم يې افغان او دوهم د ستان وروستاړی دی چې مانا يې ده د افغانانو خاوره. د افغانستان نوم هم د افغان د نوم نه راوتلی چې په معاصر تاريخ کې کارېدلی دی. د اسلامي دورې راپدېخوا پښتنو دغه نوم د ځان لپاره کارولی. د W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او د نورو تاريخپوهانو له قوله د افغان ويی په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ٩٨٢ زېږيز کال کې په حدود العالم من المشرق اللمغرب نومي کتاب کې ياد شوى دى .tol

د افغانستان د نوم وروستنی برخه يا په بله وينا د افغانستان د نوم وروستاړی ستان بيا د پارسي د ژبې نه پور شوی چې مانا يې ده زمکه يا خاوره. په انگليسي ژبه کې بيا ددې انډول افغان لېنډ ياAfghanland دی، چې د قاجاريانو او د برطانيې د حکومت په بېلابېلو تړونونو کې د افغانستان لپاره کارېدلی، او دا هغه تړونونه دي چې د برطانيې د حکومت او د پارس د حکومت د حدودالاربيې د ښکاره کولو په خاطر کښل شوي. په دغو تړونونو کې هغه سيمې چې پښتانه پکښې مېشته دي چې پدې کې د اوسيني افغانستان سوېلي برخې هم شاملې دي، د افغان لېنډ په نامه يادې شوي.

د افغانستان نوم د ١٨ پېړۍ نه راپدېخوا کله چې احمد شاه ابدالي خپله خاوره د پارس نه بېله کړه او يوه خپلواکه پاچايي يې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پاچايي په دغه نوم ياده شوې، خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان نوم په نړېواله کچه رسمي شوی. د ١٨ پېړۍ نه دمخه افغانستان د خراسان په نامه يادېده. ( يادونه:افغانستان هېڅ مهال د خوراسان په نامه نه دى ياد شوى ، بلكې هغه مهال ، چې خوراسان د افغانستان يوه برخه وه، هماغه برخه د خوراسان په نامه يادېده ، نه ټول افغانستان . په دې اړه اړينه ده ، چې ځينې نوي كتابونه كتل شي ) .

Tokeo la picha la afghanstan in map

آرپوهه:

د افغانستان نوم د افغان له ويي څخه اخيستل شوې، چې افغان د پښتون كام لپاره كارول كېده، د ډبليو.كې. فراېزر ټاېلر په حواله د افغان ويي د اسلام له راتگ څخه مخكې پښتنو د ځان لپاره كاراوه. دارنگه اېم.سي. جېلېټ او نور په لسگونو پوهان پدې گروهه دي، چې افغان همدا پښتانو دويم نوم دى، نوموړې ژبپوه وايي چې: د لومړي ځل لپاره د افغان ويي په (حدود العالم) كتاب كې په كال ۹۸۲ز كال راغلې دى. د افغان د ويي په اړه ډېرې راى دي، څوك يې د دتالوت عليه السلام زوى گڼي، څوك يې يهودي گڼي، څوك يې د ابراهيم عليه السلام زوى.. چې موږ به يې دلته په لڼد ډول راواخلو: په مستندو تاريخونو كې د (افغان) ويي د لومړي ځل د پښتنو لپاره په ۱۳۱۶ز كال د سلطان ابوسعيد مرزا په پير كې د تاريخپوهانو لخوا وكارول شو. دارنگه دا ويي (افغان) د پښتنو لپاره د شاه عباس اعظم (چې په ۱۵۸۷ز كال د پارس يو لوى واكمن تېر شوې) په پير كې كارول شوې دى. د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاريخپوه احمد علي كهزاد په خپل تاريخ (تاريخ افغانستان لومړي ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقيقت د (اريا) نسل يوه قبليه ده چې تقريبا شپږ يا اووه زره كاله مخزيږ د لومړي ځل لپاره له خپل ټاټوبي منځنۍ اسيا څخه باختر ته چې د امو له سيند څخه دېخوا سيمو ته راوكوچېدل او د زرگونو كلونو استوگنې څخه وروسته ۲۰۰۰ يا ۱۹۰۰م.خ كلونه پس ننني افغانستان، پارس او د سند د درې پر غاړه اباد شول. دې سيمې ته يې بيا اريانا يا اريانه ويجه وويله.

your ads

د مخزنې افغان ليكوال نعمت الله بيا د افغان ويي ابراهيم عليه السلام ته رسوي، او وايي چې د ساول يا تالوت په نامه يو واكمن ؤ، دده نوسې افغانا نومېده. د تالوت له مرگ څخه وروسته داود عليه السلام د واكمنۍ په پير لوړو پوړيو ته ورسېد، د سلېمان عليه السلام په پير كې د پوځ د سپه سالار په توگه وټاكل شو، ددې افغانا زوزات بې اندازې زيات شو، چې د وخت په تېرېدو سره د بني اسرايل په نامه ياد شول. په ۶مه مخزيږې پېړۍ كې د بابل واكمن بخت نصر په جودا بريد وكړ، او د افغانا زوزات يې د غور (د افغانستان يو ولايت) پر لور وشړل.

د وخت په تېرېدو سره دا ډله خلك د خپل نيكه (افغان) په نامه سره ياد كړاى شول، او نننې افغانستان هم د همدوي په نوم ونومول شو. دا راى يواځى او يواځى يوه افسانه كېدا شي ، چې د ځينو ذهنونو لخوا راجوړې شوي ، او په تاريخي توگه كوم اعتبار نلري.

يوه بله فرضيه چې د افغان په اړه وړاندې كېږي، هغه داسې چې د اريانا (ننني افغانستان) څخه يوه ډله سوداگر د مدينې منورې پر لورې ولاړل، هورې يې له نبي عليه السلام سره ليده كاته وشول، ددې ډلې مشر قېس بن احنف نومېده، په نبي عليه السلام يې ايمان راوړ، او خپل هېواد ته له راگرځېدو سره سم يې د اسلام تبليغ پېل كړ.پدې سره دده د قبيلې ټولو خلكو ايمان راوړ، قېس عبدالرشيد ډېر زامن درلود، چې يو يې افغانا نوميده،……

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب