افغانستان پيژندنه

د افغانستان صنعت

صنعت:

د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غاليو صنعت:

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

ماشيني صنايع:

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو په واسطه ( د افغان او انگليس دويمې جگړې) په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او گرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه:

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود.

  د هندو کش غرونه
  د لاجوردو لار
  په افغانسان کې مخابرات

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close