د افغانستان تاریخي مخینه

د افغانستان تاريخي مخینه:

د باميانو بودايي پژۍ, چې تاريخي قدامت يې لومړنۍ پېړۍ پورې رسېده، او د نړۍ تر ټولو ستره پژۍ وه د طالبانو د واکمنۍ په وختونو کې په ٢٠٠٠ زېږيز کال کې له مېنځه يووړل شوې

افغانستان يو بې جوړې منځنۍ-مرکزي سيمه ده چېرته چې اېروآسيايي تمدنونو د يو بل سره معاملې کړي او ډېر ځله يې د يو بل سره جنگونه کړي او د ډېر پخوا نه د تاريخ يو مهم ځای پاتې شوی. د تاريخ په بهير کې دغه سيمه چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوې چې پدغو کې آريايان، لرغوني ايرانيان،  هندوآريايان،  مېډز، پارسيوانان،  يونانيان، ماوريان، کوشانيان، هېپتاليان، عربان، مغول، ترکانو، انگرېزانو، روسانو او پدې تازه وختونو کې امريکايان هم شامل دي. ډېر لږ ځل داسې پېښ شوي چې دا سيمه دې په بشپړه توگه د يوه توکم د واک لاندې راغلې وي. ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې د افغانستان وطني وگړو د خپل د هېواد څلورخوا پرتې سيمې د لاس لاندې کړي او خپله پاچايي يې جوړه کړې.
داسې وييل کېږي چې د عيسی (ع) نه ٢٠٠٠ او ١٢٠٠ کاله مخکې د هندوـ اروپايي ژبې د کورنۍ خلکو چې آريايان نومېدل، اوسيني افغانستان ته مخه کړه او په همدې سيمه کې مېشت شول، او د يوه ملت بنسټ يې کېښود چې د Aryānām Xšaθra يا Airyānem Vāejah په نوم يادېده، او ددې نوم مانا “”د آريايانو خاوره””، ده. داسې هم ويل شوي چې د زردشتي دين په افغانستان کې د عيسی (ع) د راتگ نه ١٨٠٠ نه تر ٨٠٠ کالونو پورې په همدې سيمه کې زېږېدلی وي. لرغونې ژبه اوېستايي هم په همدې وختونو کې ددې سيمه ژبه وه. په همدې توگه ويل کېږي چې د لرغوني هندو-آريايي ويدي تمدن هم ددغه هېواد له ختيځو سيمو سرچينه اخيستې خو پدې اړوند د لانورو څېړنو او پايلو اړتيا ليدل کېږي. د ۶مې مخ زېږيزې پېړۍ په منځ کې د فارس امپراتورۍ د مېډز خلک د خپل واک ترلاندې کړل او د آريانا امپراتوري يې د خپلو پولو په ولکه کې جوړه کړه. په ۳۳۰ مخ زېږيز کالونو کې د مقدونيې سکندر دا سيمه ونيوله. د سکندر د لنډمهالې نیونې وروسته، د هېلېنيسټيک واکمن رياستونه د سلوکيانو او باختريانو له خوا د سيمې واک چلېده، په همدې توگه د هندوستان ماوريانو د سوېل-ختيځ له لورې دغه هېواد ته لاره وموندله، خو تر هغه وخته پورې چې باختري واک بېرته پرسيمه خپله واگۍ ټينگوله د هندوستان ماوريانو دې سيمې ته د بودهيزم دين ورپېژندلی وه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب