د افغانستان، نړۍ، اسلام او… په زړه پورې معلومات ۲

۲۱ـ د انسان سکليټ له ۲۰۶ هډکو جوړ شوی دی.

۲۲ـ هر منځنی انسان په کال کې يو ټن خوراک کوي.

۲۳ـ زهرې ته د ځمکې خور وايې.

۲۴ـ د چين په شنګهاي ښار کي سور موټر ساتل ممنوع دي.

۲۵ـ په سنګاپور کې ژاوله ژول منع دي .

your ads

۲۶ـ د ترکيې استنبول ښار يوازينی ښار دی چې په دوو لویو وچو کې واقع دی، يعنې يوه برخه يې په اسيا کې ده او بله برخه يې په اوروپا کې راځي.

۲۷ـ په سايبيريا  کې د ١٩ مې پيړۍ پورې د چايو پاڼي به د پيسو په توګه استعمالېدې .

۲۸ـ د يو سروي له مخي يو نورمال انسان په کال کي ١٤٦٠ خوبونه ويني .

۲۹ـ برقي چوکۍ د لومړي ځل لپاره دغاښونو يو ډاکټر جوړه کړي وه .

۳۰ـ ډولفن ماهي په يوه سترګه ويده کېږي .

۳۱ـ د امريکا په متحده ايالاتو کې هر ٤٥ ثانې وروسته په يو کور کي د اور لګېدنې پېښه رامنځته کېږي.

۳۲ـ هر کال ٢٥٠٠ چپ لاسي خلک د دې امله مړه کېږي چې هغوي هغه شيان استعمالوي کوم چي د ښي لاس خلکو لپاره جوړ شوي وي .

۳۳ـ د امريکا په يوه ودانۍ کې چې امياير سټيټ بلډنګ نومېږي له ١٠ ميليونو څخه زياتي خښتې لګول شوې دي .

۳۴ـ د يو ورزش کار د اوبو له پاسه ٢٨ متره ټوپ وواهه. د چين د يوخبري چينل د ويب پاڼي له مخي د چين په پاي تخت بيجنګ کې يو کس دروان کال د جولاي په پنځمه نېټه د ګڼ شمېر مينوالو په شتون کې  د  اوبو له پاسه ٢٨ متره اوږد ټوپ ووهه او ريکارډ يې جوړ کړ، نوموړی کس تېر کال ١٨ متره ټوپ وهلی وو.

۳۵ـ د مراکش يوه پاچا اسماعيل ۸۸۸ زامن او ۵۴۰ سپاهيان درلودل چې ټول یې خپل زامن وو.

۳۶ـ انسان هره ورځ ۸ ګیلاسه اوبه څښلو ته اړتیا لري.

۳۷ـ دسنتۍ عملیات د ابراهیم عليه السلام یو سنت دی او مصریانو هم ۲۷۰۰ قبل المیلاد د سنتۍ عملیات ترسره کول.

۳۸ـ د طب په فن کې امام رازي ۵۶ کتابونه لیکلي وو.

۳۹ـ د طب یوازينی کتاب چې شرق اوغرب ورباندې باور لري د ابن سینا د القانون په نوم کتاب دی.

۴۰ـ د انسان په دماغ کې ۳۰ میلیونه خالیګاوې شته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب