عبادات، فضایل او آدابلمونځ‌

د اعتکاف په اړه د رسول الله صلي الله عليه وسلم لارښوونې

څرنګه چې د زړه نيكي اصلاح او د الله تعالى په لار استقامت د الله تعالى لوري ته په بشپړه رجوع او تسليمۍ پورې تړلى، او د زړه د شيشې درزونه د الله تعالى دربار ته په مخ كولو سره ورتلى او كوشير كېداى شي.

زيات خواړه، زيات څښاك له خلكو سره بېځايه ناسته-پاسته، زيات خوب، زياتې خبرې د زړه په شيشه كې  د درزونه او ليكو سبب كيږي، صفايي يې ختموي او د الله تعالى لوري ته يې له تګ نه غورځوي، كمزورى كوي يې، په مخه كې يې خنډونه راولاړوي او له حركت نه يې اچوي، د هم دې مشكل د حل له پاره الله تعالى د خپل حكمت له مخې بندګانو ته د روژې امر وكړ چې د زياتو خوړو او زيات څښاك مشكل ورنه لرې كړي او له زړونو نه هغه شهوتونه وباسي چې پر الهي لار د تګ مانع ګرځي.

د روژې له پاره دومره موده ټاكل شوېده چې د بنده د دنيا او آخرت د ګټې او مصلحت د تضمين له پاره كافي ده، او په هم دې روژه كې يې د اعتكاف حكم كړيدى چې اصلي هدف يې د الله تعالى لور ته د زړه كامله رجوع ده، په اعتكاف سره بنده له مخلوقاتو نه د الله تعالى خو ته پناه وړي، او په زړه كې يې له بندګانو سره د انس او محبت پر ځاى د الله تعالى انس ځاى نيسي چې بيا يې هم دا انس د قبر په تيارو كې په كار راځي.

څرنګه چې د اعتكاف كمال او اهميت په دې كې دى چې په روژه كې تر سره شي، نو د روژې په تر ټولو نه غوره ورځو (درېيمه لسيزه) كې يې د كولو حكم شوى دى، الله تعالى له روژې نه پرته د اعتكاف ذكر نه دى كړى او نه هم رسول الله صلى الله عليه وسلم بې له روژې نه اعتكاف كړى دى.

د خبرو په هكله د رسول الله صلى الله عليه وسلم لارښوونه دا ده چې بنده بايد تل خپله ژبه له هغو خبرو نه بنده او تړلې وساتي چې په آخرت كې ګټه نه لري، او د زيات خوب دوا د شپې لمونځ (قيام اليل) دى، دا لږ وخت ويښتابه او تهجد كول د ډېر اجر او ثواب وړ عمل دى، دا دخوب او ويښتابه تر منځ منځنۍ لاره د زړه او بدن له پاره ډېر ګټوره ده، دا بنده له هيڅ مصلحت څخه نه محروموي، بلكه د ټولو ښيګڼو سبب يې ګرځي.

دلته يوازې د اعتكاف په هكله د رسول الله صلى عليه وسلم لارښوونې رانقلوو: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د ژوند تر پايه د روژې په وروستۍ لسيزه كې اعتكاف كاوه، يو ځل روژه كې اعتكاف ورنه پاتې شوى و چې بيا يې د شوال په مياشت كې د هغې قضايي راوړه، يو ځل يې د رمضان مياشتې په لومړۍ لسيزه كې، بيا په دوهمه لسيزه كې او ورپسې په درېيمه لسيزه كې اعتكاف وكړ.

د قدر شپه يې لټول، او كله چې ورته ثابته شوه چې د قدر شپه په درېېمه لسيزه كې ده، نو بيا يې همېشه د ژوند تر پايه په هم دې درېيمه لسيزه كې اعتكاف كاوه. كله به يې چې اعتكاف كاوه، نو د امر مطابق به يې په جومات كې ورته پرده يا خيمه ووهل شوه، هملته يې له خپل رب سره مناجات كاوه، د اعتكاف اراده به يې چې وكړه، نو د سهار لمونځ به يې چې وكړ خپلې پردې ته به ننوت او په اعتكاف به كيناست.

يو ځل يې امر وكړ چې پرده ورته ووهل شي، د امر تعميل وشو، بيا يې ميرمنو هم د ځانونو له پاره پردې ووهلې، رسول الله صلى عليه وسلم به هر كال لس ورځې اعتكاف كاوه، خو د ژوند په وروستي كال يې شل ورځې اعتكاف وكړ، جبريل عليه السلام به هر كال يو ځل ورته قرآنكريم تكرار كاوه، خو په دې كال ېې دوه ځله ورته تكرار كړ. رسول الله به چې په اعتكاف كيناست، خپلې پردې ته به داخل شو، يوازې د انساني ضرورتونو د پوره كولو له پاره به يې كور ته تشريف ووړ، رسو الله صلى الله عليه وسلم به چې د اعتكاف په ورځو كې د خپل ضرورت درفع كولو له پاره ووت.

نو د لارې په سر به يې د كوم ناروغ پوښتنه هم كوله يو ځل رسو ل الله صلى عليه وسلم د اعتكاف له پاره تركي پرده وهلې وه، پوزي (بوريا) يې په كې غوړولې وه او هم دا د اعتكاف د اهدافو د تحقق لاره وه. ځني جاهلان له اعتكاف نه هم د عيش او عشرت وسيله جوړه كړې، اعتكاف د ملاقاتونو په ځاى بدل كړي، دا ډول اعتكاف له نبوي صلى الله عليه وسلم اعتكاف ن بيل و.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: